• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ۲۰۲۵ کال کې تر ۱۵۰۰ ډېر افغانان پر خطرناکو مهاجرتي لارو مړه شوي

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو یوې ادارې ویلي چې تېر کال شاوخوا اته زره کسان پر خطرناکو مهاجرتي لارو د تګ پرمهال مړه شوي یا ورک شوي دي، خو اصلي شمېر ښايي ډېر لوړ وي. له اسیا نه په ۳۰۰۰ مړو شویو کډوالو کې تر ۱۵۰۰ ډېر افغانان ګڼل شوي دي.

د مهاجرت لپاره قانوني لارې محدودې شوې، چې ډېر خلک د قاچاقچیانو لاسونو ته اړ باسي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (اې او اېم) عمومي رییسې ایمي پوپ د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل: «په مهاجرتي لارو کې د ژوند دوامداره له لاسه ورکول یوه نړیواله ناکامي ده چې موږ یې د عادي ګڼلو اجازه نه شو ورکولی».

هغې زیاته کړه: « کله چې خوندي لارې تړلې وي، خلک د خطرناکو سفرونو او قاچاقچیانو لاسونو ته لویږي. موږ باید سملاسي عمل وکړو چې خوندي او منظمې لارې پراخې کړو او ډاډ ترلاسه کړو چې اړمن خلک خوندي پاتې شي».

که څه هم د مهاجرتي لارو په اوږدو کې مړینې د ۲۰۲۴ کال له نږدې ۹،۲۰۰ څخه په ۲۰۲۵ کې ۷،۶۶۷ ته کمې شوې، خو ای او اېم ویلي چې دا کموالی د معلوماتو محدودیت او د مالي ملاتړ کمښت ښيي.

د جنېوا میشته دغه اداره د څو نورو مرستندویه سازمانونو په څېر د امریکا د مالي ملاتړ کمېدو له امله اړه شوې چې خپل پروګرامونه محدود کړي یا یې وتړي، چې د دوی په وینا، دا به پر مهاجرینو جدي اغېز وکړي.

سمندري لارې لا هم تر ټولو خطرناکې پاتې دي.

تېر کال لږ تر لږه ۲،۱۰۸ کسان په مدیترانه کې مړه شوي یا ورک شوي، او یو زر او ۴۷ په اطلس سمندر کې د هسپانیا کاناري ټاپوګانو ته پر لاره مړه شوي.

شاوخوا درې زره کډوال په اسیا کې مړه شوي، چې له نیمایي ډېر یې افغانان وو او ۹۲۲ کسان یې د یمن او نورو سیمو ګڼل شوي دي.

د ای او اېم د رپوټ له مخې، په ۲۰۲۶ کې هم د فبرورۍ تر ۲۴مې پورې په مدیترانه کې د کډوالو د مړینې پېښې۶۰۶ ته رسېدلي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي چې په راتلونکي کې به نکاح په محکمو کې ثبت او تړل کیږي

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۱۳ GMT+۰

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر وايي، چې په راتلونکي کې به نکاح له اوسنۍ دودیزې او کلیوالي بڼې څخه رسمي بڼې ته واوړي او په محکمو کې به ثبت او تړل کېږي.

نوموړي د دې ډلې له رسنۍ سره په خبرو کې څرګنده کړې، چې د یادې پرېکړې بنسټیزه موخه په زور د نکاح مخنیوی، د ښځو د حقونو خوندي کول او د لوړ ولور دود مخنیوی دی.

د ده په وینا، د نکاح رسمي کول به حقوقي شخړې کمې کړي او په نکاح کې به د ښځې رضامندي شامله وي او د جبر واده مخه به ونیول شي.

تر اوسه د دې پرېکړې د عملي کېدو کره نېټه نه ده اعلان شوې، خو یاد وزارت ډاډ ورکړی چې دا به په تدریجي ډول په ټول هېواد کې پلې شي.

پاکستان پر افغانستان بریدونه د ملګرو ملتونو «د امنیت شورا د ټینګارونو» په چوکاټ کې وګڼل

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۱۸ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې وروستي بریدونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغو پرله‌پسې ټینګارونو پر بنسټ شوي، چې وايي، «د ترهګرۍ د پېښو عاملان، مرسته کوونکي او ملاتړي باید حساب ورکوونکي وګرځول شي».

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د پنجشنبې په ورځ، د کب پر ۷مه، په اسلام‌اباد کې په خپله اونیزه خبري ناسته کې وویل چې د پاکستان امنیتي ځواکونه د هېواد د ساتنې او خپلو ملي ګټو د خوندي کولو لپاره لازم اقدامات کوي.

اندرابي زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا څو وارې روښانه شوې چې د ترهګرۍ پېښو عاملین، مرسته کوونکي او ملاتړي باید محاسبه شي او د پاکستان وروستۍ اقدام هم د همدې اړتیا په رڼا کې دی.

هغه وویل: «د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څو ځله پر دې ټینګار کړی چې په پاکستان کې د ترهګریزو پېښو عاملین، مرسته کوونکي او ملاتړ کوونکي باید حساب ورکوونکي وګرځول شي. د پاکستان اقدام هم د همدې چوکاټ په رڼا کې و. پاکستان به د خپل امنیت او خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره هر اړین اقدام وکړي».

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني ځواکونو په اسلام‌اباد او خېبرپښتونخوا کې د یو شمېر ځانمرګو بریدونو له کېدو وروسته د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ پر ۲۱مه (شنبه د کب ۲مه) په یوه وخت د پکتیکا او ننګرهار د پنځو ولسوالیو پر اوو سیمو هوايي بریدونه وکړل. په دغو بریدونو کې تر ټولو مرګونی یې د ننګرهار پر بهسود ولسوالۍ شوی چې د یوناما د رپوټ له مخې ۱۳ تنه ملکي کسان پکې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

طالبانو په جرمني کې د بن کونسلګرۍ لپاره یو پاکستانی د ای ټي مسوول ګومارلی

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۷ GMT+۰
•
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو رسمي سندونو بر بنسټ، طالبانو د جرمني په بن ښار کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې یو پاکستانی وګړی د ای ټي مسوول ګومارلی دی. دغه کس صفي الله نومیږي او کونسلګرۍ د ۲۵۰۰ یورو تنخوا په وړاندیز د یوه مکتوب له لارې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ته معرفي کړی.

د جرمنی په بن ښار کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان کونسلګرۍ کې سرچینو له افغانستان انټرنشنل سره داسې اسناد شریک کړل، چې ښيي دې کونسلګرۍ یو پاکستانی وګړی د خپلې ای ټي د برخې د مسوول په توګه ګومارلی دی.

دوی اندېښنه وښوده، چې اوس د افغانستان د کونسلګرۍ محرم اسناد او معلومات خوندي نه دي او ویره شته چې دغه حساس معلومات افشا شي.

په مکتوب کې راغلي، چې د صفي الله په نامه پاکستاني وګړي له دې وړاندې د طالبانو تر واک لاندې د جرمني په برلین سفارت کې دنده درلوده.

ځينو پخوانیو افغان ډیپلوماټانو وویل، چې په ځینو حالتونو کې د کوربه هېواد وګړی په سیاسي استازولیو کې ګومارل کېږي خو د درېیم هېواد وګړي ګومارل د اصولو خلاف کار دی.

طالبانو تر اوسه ددې ګومارنې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

100%

د یاد کس په اړه نور اسناد هم افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي چې د هغه د استوګنې جرمنی کارت هم پکې شامل دی.

د جرمني په بن ښار کې د افغانستان کونسلګرۍ، چې د روان کال په لړم میاشت کې یې چارې طالبانو ته سپارل شوې ، دي یوځل بیا بېرته فعاله شوې ده.

ددې کونسلګرۍ چارې د تلې میاشتې په وروستیو کې د پخوانیو ډیپلوماتانو او کارکوونکو له استعفا وروسته د طالبانو استازو ته وسپارل شوې.

د کونسلګرۍ مخکېني سرپرست حامد ننګیالي کبیري د کونسلګرۍ د کارکوونکو له ډله ییزې استعفا وروسته وویل، چې طالبانو ته د کونسلګرۍ په واک کې اخېستلو اجازه ورکړل شوې ده.

جرمني د طالبانو دوه استازي د ډيپلوماټانو په توګه منلي او یو استازی د بن کونسلګرۍ ته معرفی شوی دی.

برلین وايي، چې دوی له طالبانو سره یوازې تخنیکي اړیکې ساتي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی ازبکستان ته ولاړ

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۱۷ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی په مشرۍ یوه پلاوي ازبکستان ته سفر کړی. ټاکل شوې دغه پلاوی د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجه‌یف او د یاد هېواد د څو ولایتونو له چارواکو سره د پانګونې، سوداګرۍ، ټرانزیټ، انرژۍ او ګډو اقتصادي پروژو په اړه خبرې وکړي.

د طالبانو د بلخ ولایت مقام دفتر او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په دې پلاوي کې د طالبانو د بلخ والي محمد یوسف وفا، د سکتوري ادارو یو شمېر مشران، سوداګر او ملي پانګه‌وال هم شامل دي.

دغه ادارې وایي، د سفر موخه د سوداګرۍ د کچې لوړول، د پانګونې جذب، د ترانزیټي لارو پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده.

افغانستان او ازبکستان په وروستیو کلونو کې خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړې دي.

ازبکستان د افغانستان له مهمو سیمه‌ییزو سوداګریزو شریکانو شمېرل کېږي او دواړه هېوادونه د ټرانزیټ، برېښنا، اورګاډي پټلۍ او پانګونې په برخو کې ګډې پروژې لري.

طالبانو له ترکمنستان نه د اورګاډي واګونونه د زياتوالي غوښتنه کړې

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۰ GMT+۰

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې مشر فیض الله تمیم د ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ او ګمرکونو له مرستیالانو سره په جلا، جلا ناستو کې غوښتنه کړې، چې د نفتي او نورو سوداګریزو توکو د چټک لېږد لپاره دې د اورګاډي واګونونو شمېر زیات کړي.

د یادې ادارې په وینا؛ دغه لیدنې د اړیکو د پراختیا او په بندرونو کې د تخنیکي ستونزو د حل په موخه شوې دي. د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې د پنجشنبې په ورځ (د کب ۷مه) ویلي، چې د یادې ادارې د مشر فیض الله تمیم په مشرۍ ترکمنستان ته تللي پلاوي د هغه هېواد له چارواکو سره د اړیکو پر ټینګښت، د سوداګرۍ پر پراختیا او د ګمرکي چارو پر معیاري کولو خبرې کړې دي.

یادې ادارې ویلي، په یوې بلې جلا ناسته کې د ترکمنستان د ګمرکونو له مرستیال سره پر دوه اړخیزو همکاریو او د ګمرکي چارو پر معیاري کولو بحث شوی. دواړه خواوو هوکړه کړې، چې د کارونو د لا ښه پرمختګ لپاره به په ګډه کار او د همغږۍ ناستې ترسره کوي.

طالبانو ویلي، چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ دغه لیدنې کتنې د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، د صادراتو او وارداتو د چټکتیا او په بندرونو کې د تخنیکي ستونزو د هوارۍ په موخه خورا مهمې بلل شوې دي.