د ایران او امریکا د اټومي خبرو درېیم پړاو؛ عراقچي د عمان د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي

د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي خبرو درېیم پړاو به نن پنجشنبه (د کب ۷مه) په جېنوا کې پیل شي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، عباس عراقچي د خبرو اترو له پیل مخکې د عمان د بهرنیو چارو وزیر سید بدر البوسعیدي سره د اټومي وسلو، د ایران دريځ او د بندیزونو پر لرې کولو خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې؛ ایراني لوري د خبرو بریا د مقابل لوري په جديت او له متضادو دریځونو په ډډه کولو پورې تړلې بللې. د عمان د بهرنیو چارو وزیر هم د یادو خبرو د بهیر ملاتړ او دوام ژمنه کړې.
