طالبانو په پکتیا کې یو کس د «غلا» په تور په دُرو وهلی

د طالبانو سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې یې یو کس د «غلا» په تور په ۲۵ دُرو وهلی. د یادې محکمې په وینا؛ دغه کس ته یې د ۶ میاشتني تنفیذي بند سزا هم ورکړې ده.
طالبانو د یاد کس د هویت په اړه څه نهدي ویلي.
