د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی ازبکستان ته ولاړ

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی په مشرۍ یوه پلاوي ازبکستان ته سفر کړی. ټاکل شوې دغه پلاوی د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجهیف او د یاد هېواد د څو ولایتونو له چارواکو سره د پانګونې، سوداګرۍ، ټرانزیټ، انرژۍ او ګډو اقتصادي پروژو په اړه خبرې وکړي.
