• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کونړ کې د ۴۰ پاکستاني نظامیانو د وژلو خبر ورکړی

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۶ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل اېکس ادعا کړې، چې په کونړ کې د پاکستان ۴۰ تنه نظامیان وژل شوي او د ۱۳ تنو مړي ددوی جنګیالیو له ځان سره انتقال کړي دي. پاکستاني ځواکونو د طالبانو ددې ادعا په اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

د پاکستان د ولسمشر ویاند په یوه توند غبرګون کې ویلي، چې په راتلونکو څو ساعتونو کې به طالبان ددې بریدونو پایلې درک کړي.

ترویج لرونکی

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه
۱

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه

۲

محمودخان اڅکزی: تر هغې چې د پوځ او حکومت واکونه جلا نه‌شي، د پاکستان ستونزې به حل نه‌شي

۳

سوداګر: د افغانستان تازه میوې اوس عربي هېوادونو، مرکزي اسیا او اروپا ته صادرېږي

۴
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۵

له پاکستان څخه د کډوالو د جبري اېستنې پرېکړې افغانان اندېښمن کړي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د ولسمشر ویاند طالبانو ته «په څو ساعتونو» کې د بریدونو د پایلو خبرداری ورکړی

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۲ GMT+۰
د پاکستان د ولسمشر ویاند طالبانو ته «په څو ساعتونو» کې د بریدونو د پایلو خبرداری ورکړی
100%

د پاکستان د ولسمشر ویاند خبرداری ورکړی چې طالبان به ډېر ژر د دغه هېواد د« ملي حاکمیت د نقض» پایلې درک کړي. هغه تېر کال له هند سره تاوتریخوالي او نښتو ته په اشارې سره ټینګار کړی چې طالبان به هم «په راتلونکو ساعتونو کې» د داسې اقدام معنا درک کړي.

نوموړي ادعا وکړه چې طالبانو د هند په استازیتوب پوځي اقدام کړی دی.

سولنګي په تندو څرګندونو کې وویل: «مودي او د هغه نوي سپي په افغانستان کې به ډېر ژر پوه شي چې د پاکستان د حاکمیت نقض څه معنا لري.»

هغه زیاته کړه: «مودي تېر کال د مې په میاشت کې دا درس په سخته زده کړ، د طالبانو رژیم به هم ډېر ژر، په راتلونکو څو ساعتونو کې، دا موضوع درک کړي.»

پاکستاني چارواکي وايي چې د طالبانو بریدونوته یې سملاسي او چټک غبرګون ښودلی

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۶ GMT+۰
پاکستاني چارواکي وايي چې د طالبانو بریدونوته یې سملاسي او چټک غبرګون ښودلی
100%

د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت ویلي چې د طالبانو ځواکونو پر ډیورنډ کرښه په څو ځایونو کې ډزې پیل کړې دي. یاد وزارت د خپلو امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې د طالبانو دغه اقدام له سملاسي او اغیزناک غبرګون سره مخ شوی. طالبانو د ۱۵ پوستو د نیولو او ویجاړولو خبر ورکړی.

یاد وزارت د خپلو امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې د طالبانو دغه اقدام له سملاسي او اغیزناک غبرګون سره مخ شوی او د پاکستان امنیتي ځواکونو متقابل عملیات پیل کړي دي.

وزارت ویلي، چې په چترال، خیبر، مهمند، کورمه او باجوړ سیمو کې د طالبانو پوستې په نښه شوې دي.

وزارت ادعا کړې، چې لومړني راپورونه ښيي افغان لوري ته درنې مرګ‌ژوبلې اوښتې او څو پوستې او تجهیزات ویجاړ شوي دي، خو خپلواکو سرچینو تر اوسه دا شمېرې نه دي تایید کړې.

طالبانو ادعا کړې، چې د پاکستاني ځواکونو ۱۵ پوستې یې ویجاړې کړې دي.

پاکستاني چارواکو ټینګار کړی چې هېواد به یې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا، او د خپلو وګړو د خوندیتوب او امنیت د تضمین لپاره ټول اړین ګامونه پورته کړي.

سرچینې: د کندهار ښار په ښوراندام سېمه کې هوايي برید شوی

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۰ GMT+۰
سرچینې: د کندهار ښار په ښوراندام سېمه کې هوايي برید شوی
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې پر کندهار ښار د بې‌پیلوټه الوتکو له څو ساعته ګزمې وروسته په ښوراندام سیمه کې برید شوی دی. سرچینو ویلي، چې په یاد برید کې دوه موټر په نښه شوي دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د پنجشنبې په ورځ څو بې‌پیلوټه الوتکو د کندهار ښار پر اسمان الوتنې کولې.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، یادو بې‌پیلوټه الوتکو پر کندهار ښار له څو ساعته الوتنې وروسته، د کندهار ښار په پنځمه ناحیه کې د ښوراندام په سیمه کې هوايي برید وکړ.

سرچینو ویلي، چې په یاد برید کې دوه موټرونه په نښه شوي دي.

سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل:«د روژه ماتي نږدې وخت و، په پنځمه ناحیه کې د مومند د مېوو مارکیټ مخ ته بې‌پیلوټه طیارې بمبارد وکړ، یو پاسو او ډاډسن موټر باندې بمبار شوی دی».

سرچینو ویلي، چې په یاد برید کې ۶ کسان ټپیان شوي او درې موټر زیانمن شوي دي.

پر همدغه مهال د کندهار ښار د ښوراندام د سیمې اوسېدونکو له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې له برید وروسته، طالبانو د شوي برید د ځای په شاوخوا کې خلک له تګ راتګ څخه منع کړي دي.

طالبانو تر اوسه په رسمې ډول د یاد برید په تړاو څه نه دي ویلي.

په ورته مهال د کندهار اوسېدونکي وايي، چې اوس هم د کندهار ښار او سپین بولدک په فضا کې بې‌پیلوټه الوتکې ګرځي.

طالبانو په کونړ، ننګرهار او خوست ولایتونو کې ځوابي بریدونه پیل کړي

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۸ GMT+۰
طالبانو په کونړ، ننګرهار او خوست ولایتونو کې ځوابي بریدونه پیل کړي
100%

د طالبانو خالد بن ولید ۲۰۱ قول اردو اعلان وکړ، چې په ننګرهار، کونړ او پکتیا ولایتونو کې یې د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په ځواب کې غچ اخېستونکي بریدونه پیل کړي دي. په ورته وخت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د خوست په ځاځي میدان کې هم جګړه پیل شوې.

له کونړ نه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د ناړۍ ولسوالۍ په دوکلام سیمه کې جګړه پیل کړې ده.

په ورته وخت کې له خوست نه سرچینې وايي، چې جګړه په پلوسې سیمه کې د طالبانو له ټولو سرحدي پوستو نه پیل شوې ده.

سرچینو دغه راز وویل، چې د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ په انارګي او نورستان کامدیش سیمه کې هم د طالبانو او پاکستاني ځواکونه ترمنځ نښته پیل شوې.

د پښتونخوا والي: په پاکستان کې په روانه جګړه کې د افغانستان له خاورې کار اخیستل کېږي

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۱ GMT+۰
د پښتونخوا والي: په پاکستان کې په روانه جګړه کې د افغانستان له خاورې کار اخیستل کېږي
100%

د خیبر پښتونخوا والي، فیصل کریم کنډي وایي، چې په پاکستان کې په روانه ترهګرۍ کې د افغانستان له خاورې کار اخیستل کېږي. هغه ادعا کړې، چې «هند او اسراییل هم د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي».

د خیبر پښتونخوا د والي دفتر د پنجشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دوی په دې اړه د سعودي عربستان او ترکيې په همکارۍ له طالبانو سره خبرې هم کړې دي، خو د طالبانو له خوا د ترهګرو پر ضد کوم عملي ګام نه دی اخیستل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې افغان طالبانو هرځلي دا خبره رد کړې چې ګواکې د افغانستان خاوره دې پاکستان کې وسله والو فعالیتونو لپاره وکارول شي او دا یې د پاکستان کورنی مشکل بللی.

خبرپاڼه کې راغلي چې کنډي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د سیمه ییزو مطالعاتو انسټیټیوټ له خوا جوړ شوي سیمینار کې کړي.

کنډي په خپلو څرګندونو کې وویل چې له طالبانو سره د خبرو دروازې باید پرانیستې وي. هغه زیاته کړه چې د ترهګرۍ له امله دوه اړخیزه سوداګري اغېزمنه شوې ده او د دواړو هېوادونو سیاسي او ډیپلوماتیکې اړیکې باید پیاوړې شي.

کنډي وویل چې خیبر پښتونخوا یوازې د لومړۍ کرښې صوبې په توګه نه بلکې د سیمو د تړلو او د بازارونو د نښلولو د مرکز په توګه وده کولی شي. امنیت مهم دی، خو سرحدونه باید خوندي، فعال او تولیدي وي.

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې تازه د خوست ولایت په ځاځي میدان او کونړ، ننګرهار کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پر دیورنډ کرښه جګړه پیل او دواړې خواوې درندې وسلې کاروي.