افغانستان انټرنشنل د ریچارډ بېنېټ د یوه نوي راپور نسخه ترلاسه کړې، چې نوموړي پهکې لیلکي چې له سمدستي نړۍوال اقدام پرته به د روغتیايي خدمتونو په ګډون د افغان ښځو محرومیت پر خپل ځای پاتې وي.
بېنیټ خبرداری ورکړی، چې د طالبانو له لوري د محدودیتونو زیاتوالي او د نړۍوالو مرستو کمښت د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت ژور منفي اغېز کړی دی.
هغه په خپل تازه راپور کې چې د ښځو او نجونو د روغتیا پر حق تمرکز لري، ټینګار کړی چې د طالبانو پالیسۍ د ښځو بنسټیز حقونه په سیستماتیک ډول نقض کوي. په دغو پالیسیو کې پر زدهکړو، کار، د تګراتګ پر ازادۍ او روغتیایي خدمتونو ته پر لاسرسي پراخ محدودیتونه شامل دي. نوموړي دا اقدامات د «جنسیتي تبعیض» ښکاره بېلګه بللې ده.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د طالبانو له ادارې سره د اړیکو له هر ډول عادي کولو یا مشروعیت ورکولو څخه ډده وکړي.
همدارنګه بېنېټ له هېوادونو غوښتنه کړې، چې «جنسیتي اپارټایډ» په نړۍوالو اسنادو کې د بشریت پر وړاندې د جنایت په توګه ثبت کړي او طالبان د جنیسیتي جرمونو په ځانګړې توګه د جنسیت له امله د ښځو د ځورونې له امله تر عدلي څار لاندې ونیسي.
په یاد راپور کې راغلي، چې د نړۍوالې ټولنې له سمدستي او دوامداره اقدام پرته به په میلیونونه افغانان په ځانګړي ډول ښځې او نجونې له اړینو پاملرونو محرومې پاتې شي.
نوموړي همدارنګه د نړۍوالو مرستو د کموالي په ځانګړې توګه د افغانستان د روغتیايي سیسټم په اړه خبرداری وکړی او وايي، چې د افغانستان روغتیايي سیسټم به د پاشل کېدو تر مرحلې ورسېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ناسته د دوشنبې په ورځ د کب له ۴مې پیل شوې او د راتلونکي کال د وري تر ۲مې به دوام وکړي او بېنېټ به د افغانستان په اړه خپل یاد راپور د کب په ۸مه وړاندې کړي.