• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان او اروپايي ټولنې استازو د سیمې پر سیاسي او امنیتي وضعیت خبرې کړې

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۱۶ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمدصادق وايي، چې د اروپايي ټولنې له استازي ګېلس برټرینډ سره یې په یوې انلاین غونډه کې د سیمې پر سیاسي او امنیتي وضعیت خبرې کړې دي. نوموړي ویلي، چې په دغه غونډه کې یې د بشري حقونو، ترهګرۍ او نورو ګواښونو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

محمدصادق تېره ورځ د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي سره هم په انلاین غونډه کې د ترهګرۍ ضد هڅو او په سیمه کې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې وې.

ترویج لرونکی

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه
۱

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه

۲

محمودخان اڅکزی: تر هغې چې د پوځ او حکومت واکونه جلا نه‌شي، د پاکستان ستونزې به حل نه‌شي

۳

سوداګر: د افغانستان تازه میوې اوس عربي هېوادونو، مرکزي اسیا او اروپا ته صادرېږي

۴

له پاکستان څخه د کډوالو د جبري اېستنې پرېکړې افغانان اندېښمن کړي

۵

واشنګټن پوسټ:رحمان‌الله لکڼوال په زندان کې د نه‌خوړلو اعتصاب له امله روغتون ته لېږدول شوی

•
•
•

نور کیسې

روانه اونۍ؛ د پاکستان له زندانونو ۷۵ خوشې شوي افغان کډوال افغانستان ته ستانه شول

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۲۵ GMT+۰
روانه اونۍ؛ د پاکستان له زندانونو ۷۵ خوشې شوي افغان کډوال افغانستان ته ستانه شول
100%

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۷۵ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د دغه هېواد په زندانونو کې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي. په تېرو وروستیو کې دغه لړۍ د خیبرپښتونخوا ایالت ته هم غځېدلې ده.
په پېښور کې مېشت افغان کډوال وایي، چې د پولیسو له وېرې له کوره بهر نه‌شي وتلای او که پولیس یې ونیسي؛ نو بېرته یې په جبري توګه افغانستان ته ستنوي.

له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په تېرو وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه: ۲۰۲۵کال د نړۍ د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال و

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۵۰ GMT+۰
د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه: ۲۰۲۵کال د نړۍ د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال و
100%

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ویلي، چې د دویم پرله‌پسې کال لپاره په ټوله نړۍ کې د وژل شویو خبریالانو او رسنیو کارکوونکو شمېر تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی. د دغه بنسټ د کلني راپور له مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې ټولټال ۱۲۹ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

د یادې کمیټې اجرایوي مشر جوډي ګېنسبرګ په یوه اعلامیه کې ویلي: «خبریالان په بې‌سارې کچه داسې مهال وژل کېږي، چې معلوماتو ته لاسرسی تر بل هر وخت ډېر مهم دی». هغه زیاته کړې: «کله چې خبریالان د راپور ورکولو له امله وژل کېږي؛ نو موږ ټول له ګواښ سره مخ کېږو».

د راپور له مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې د خبریالانو د وژنې درې پر څلورمې برخه زیاتې پېښې د وسله‌‌والو شخړو پر مهال رامنځته شوې دي. دغه کمېټې وړاندې ویلي، چې د دغه تلفاتو د دوه پر درېیمه برخه مسوولیت اسراييلي ځواکونو ته ورګرځي.

د یاد بنسټ په وینا؛ ۸۶ د رسنیو غړي د اسراييلي ځواکونو له‌خوا وژل شوي، چې له ۶۰ سلنه ډېر یې فلسطینیان وو او له غزې یې راپورونه ورکول. خو اسراییلي پوځ بیا د خبریالانو د قصدي په نښه کولو هر ډول تور رد کړی دی.

د غزې ترڅنګ اوکراین او سوډان چې د جګړې او تاوتریخوالي سره مخ دي، هم د تېر کال پرتله د خبریالانو د تلفاتو د زیاتوالي شاهدان دي. په راپور کې راغلي، چې د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د وژل شویو خبریالانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

په دې برخه کې د ۳۹ ثبت شویو قضیو څخه ۲۸ یې په غزه کې د اسراییل له‌خوا، پنځه تنه په سوډان کې د چټک ملاتړ ځواکونو له‌خوا او څلور یې په اوکراین کې د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو له‌خوا وې.

یادې کمېټې د خبریالانو د وژنې په ډېرو قضیو کې د رڼو څېړنو نشتوالي یادونه هم کړې. د بېلګې په توګه په ۲۰۲۵کال کې په مکسیکو کې شپږ خبریالان ووژل شول او د دغه وژنو عاملین لا تر اوسه نه‌دي پېژندل شوي.

په بنګله‌دېش، هند او پیرو کې هم د جرمونو په اړه د راپور ورکولو پر مهال د خبریالانو د مړینې پېښې ثبت شوې دي. د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په وېب‌پاڼه کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۵کال د دسمبر تر لومړۍ نېټې په ټوله نړۍ کې ۳۲۹ خبریالان په زندانونو کې وو او ۸۴ نور تري تم دي.

راپور ښیي، چې د بیان ازادۍ او د خبریالانو خوندیتوب ته ګواښونه په نړۍواله کچه مخ په زیاتېدو دي.

مارکو روبیو: د ایران اټومي او توغندويي پروګرام د امریکا لپاره ګواښ دی

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۳۵ GMT+۰
مارکو روبیو: د ایران اټومي او توغندويي پروګرام د امریکا لپاره ګواښ دی
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت اټومي او توغندويي پروګرام د امریکا د امنیت او ګټو لپاره ګواښ دی.

روبیو د چهارشنبې په شپه واشنګټن کې خبریالانو ته وویل: «ولسمشر تېره شپه په خپلو خبرو کې په ښکاره ډول وویل چې هغه تل ترجیح ورکوي چې خبرې وکړي، خو زه غواړم هر څوک پوه شي چې د ایران حکومت د امریکا لپاره ډېر جدي ګواښ دی او دا حالت له اوږدې مودې راهیسې شته».

هغه د ایران اټومي پروګرام لومړنی او تر ټولو لوی ګواښ وباله. روبیو زیاته کړه، ایران هڅه کوي خپل هغه اټومي تاسیسات بیا ورغوي چې د امریکا له لوري ویجاړ شوي وو. د نوموړي په وینا: «تاسو وینئ چې هغوی په دوامداره توګه د ځینو برخو د بیا رغولو هڅه کوي؛ که څه هم اوسمهال غني کول نه کوي، خو هڅه یې دا ده چې داسې کچې ته ورسېږي چې په پای کې دا کار ترسره کړي».

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ایران بل ګواښ توغندویي پروګرام وباله او ویې ویل: «د ایران حکومت د ډېرو بالسټیک توغندیو خاوند دی؛ په ځانګړې توګه د لنډ واټن بالسټیک توغندي چې امریکا، په سیمه کې زموږ پوځي اډې، زموږ سیمه‌ییز شریکان او په متحده عربي اماراتو، قطر او بحرین کې زموږ ټولې اډې ګواښي».

روبیو زیاته کړه، چې د ایران رژیم سمندري تجهیزات هم لري چې د کښتۍ چلولو لپاره ګواښ دی او هڅه کوي د امریکا بحري ځواک سره مقابله وکړي. د هغه په وینا، ایران له اټومي پروګرام څخه بهر داسې وسلې هم لري چې یوازې پر امریکا او امریکایانو باندې د برید لپاره ډیزاین شوي.

امریکا ناورین ځپلې کیوبا ته د ونزوېلا د تېلو د بیا پلور اجازه ورکړه

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۱۱ GMT+۰
امریکا ناورین ځپلې کیوبا ته د ونزوېلا د تېلو د بیا پلور اجازه ورکړه
100%

د امريکا د خزانې وزارت اعلان کړی، چې شرکتونو ته به اجازه ورکړي څو له رسمي جواز ترلاسه کولو وروسته د ونزوېلا تېل ناورین ځپلې کيوبا باندې وپلوري. دا ګام کولی شي، چې په دغه هېواد کې د سون توکو سخت کمښت راکم کړي.

د نوي چوکاټ له‌مخې، د ونزوېلا حکومت نه، بلکې یوازې شرکتونه کولای شي د دغه هېواد تېل پر کیوبا وپلوري چې اوسمهال د تېلو له سخت کمښت او ناورین سره مخ ده. د امریکا د خزانې وزارت لارښوونه کړې، چې تېل باید د کیوبا د خصوصي سکټور په واک کې ورکړل شي او له دولتي بنسټونو سره هر ډول مستقیمه یا غېرمستقیمه معامله منع ده.

دا پرېکړه په داسې مهال شوې، چې کيوبا د انرژۍ له بې‌ساري ناورین سره لاس او ګرېوان ده. وروسته له هغه چې امريکا د روان کال په پيل کې د ونزوېلا د تېلو پر صادراتو او له هغو څخه پر تر لاسه کېدونکو عوايدو کنټرول واخيست چې دا کار يې د دغه هېواد له موقتي حکومت سره د هوکړې په چوکاټ کې وکړ، کيوبا ته د تېلو لېږد درېدلی و.

ونزوېلا تر ۲۵ کلونو زيات د کيوبا د خام تېلو او تېليزو توليداتو اصلي تمويلوونکې وه. دغه همکاري ډېری وخت د تېلو په بدل کې د توکو او خدمتونو د تبادلې پر بنسټ ترسره کېده، څو کيوبا وکولای شي خپلې بهرنۍ زېرمې وساتي.

مکسیکو چې په وروستیو میاشتو کې د بدیل تمویلونکي په توګه یادېده، د جنورۍ له میاشتې راهیسې یې کیوبا ته د تېلو نوې جوپه نه ده لېږلې.

لويې نړۍوالې سوداګريزې کمپنۍ لکه وېتول او ترافيګورا د ونزوېلا د تېلو د صادراتو ډېره برخه سمبالوي. د دغه هېواد ميليونونه بېرله تېل د امريکا، اروپا او هند بازارونو ته صادر شوي او د پام وړ اندازه يې د کارایېب په بندرونو کې د بيا پلور لپاره زېرمه شوې ده.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې ويلي وو، هغه هېوادونه لکه کيوبا او چين چې د ونزوېلا تېل يې په ټيټه بيه اخيستل، له دې وروسته به يې د بازار د بيې له‌مخې پيسې ورکوي.

له دې نوې تګلارې سره، لا روښانه نه ده چې کيوبا به وکولای شي د عادي سوداګريزو شرايطو له مخې تېل وپېري، لکه بانکي تضمين او نغدي ورکړه. دغه هېواد په وروستيو کلونو کې د سون توکو د وارداتو د بيې په ورکړه کې له جدي مالي ستونزو سره مخ و.

د تېر ډسمبر مياشتې راهيسې د سون توکو څو بارګاوې چې کيوبا ته روانې وې، د امريکا له‌خوا د لګېدلو صادراتي محدوديتونو له امله بې برخليکه پاتې دي. يوه تېل وړونکې بېړۍ چې د ونزوېلا بنزين لېږدوي، لا هم د دغه هېواد په اوبو کې د تګ د اجازې په تمه ولاړه ده. همداراز د «سي هورس» په نوم بېړۍ چې د هانګ کانګ بيرغ لري او ګومان کېږي کيوبا ته روانه وي، په اتلانتيک سمندر کې درول شوې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو هم‌مهاله د کارایېب سيمې ته خپل سفر پيل کړی، څو د کيوبا د بشري ناورین د پايلو او د سيمه‌ييزې بې‌ثباتۍ د ګواښ په اړه خبرې وکړي. دا ګام ښيي چې واشنګټن سره له دې چې د کيوبا پر حکومت فشار ساتي، هڅه کوي چې د دغه هېواد د خصوصي سکټور او ملکي اړتياوو لپاره د سون توکو د برابرولو لارې چارې هم ومومي.

د شمالي کوریا مشر: له امریکا سره اړیکې د هغوی په چلند پورې تړلې دي

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۳۹ GMT+۰
د شمالي کوریا مشر: له امریکا سره اړیکې د هغوی په چلند پورې تړلې دي
100%

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون ویلي، چې د شمالي کوریا او امریکا د اړیکو راتلونکی په بشپړه توګه د امریکا په چلند پورې تړلی دی.

د شمالي کوریا دولتي رسنۍ راپور ورکړی، چې کېم جونګ اون د خپل واکمن ګوند د نهمې کنګري پرمهال نظامي پریډ ترسره کړی او هم یې وینا کړې ده.

د یاد نظامي پریډ پرمهال کېم جونګ اون ویلي، چې شمالي کوریا پلان لري چې په راتلونکو کلونو کې خپل اټومي زېرمتون په بې‌ساري ډول پراخ کړي. نوموړې زیاته کړې: «موږ د خپل ملي اټومي ځواک د پیاوړتیا لپاره یو راتلونکی پلان لرو او پر هغو پروژو به تمرکز وکړو چې د اټومي وسلو شمېر زیاتوي او د اټومي عملیاتي وسلو او د کارولو فضا پراخوي».

پر همدغه مهال نوموړي د شمالي کوریا او امریکا د اړیکو په تړاو زیاته کړې: «که امریکا زموږ د هېواد اوسني وضعیت ته په درناوي سره له شمالي کوریا سره د مقابلې پالیسي پای ته ورسوي، نو هېڅ دلیل نه‌شته چې موږ له امریکا سره ښې اړیکې ونه‌لرو».

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د خپلې وینا پرمهال سوېلي کوریا د خپل هېواد تر ټولو لوی دوښمن وباله او له خپل دغه ګاونډې سره یې هر ډول خبرې اترې رد کړې.