طالبانو په کابل کې د ۴ وسلهوالو غلو له نیولو خبر ورکړی

په کابل کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وايي، په ۱۰مه حوزه کې یې ۴ وسلهوال غله نیولي چې د وسلې په ګواښ به یې له خلکو موبایلونه او پیسې غلا کولې. طالبانو ویلي، چې نیول شوي کسان به عدلي او قضايي ادارو ته ور پېژني.
