• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني ځواکونو په راولپنډۍ کې سږکال له ۵ نیم زرو زیات افغانان نیولي دي

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۲۳ GMT+۰تازه شوی: ۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۲۵ GMT+۰

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان راپور ورکړی چې سږکال پاکستاني پولیسو په راولپنډۍ کې ۵ زره او ۵۶۰ افغانان نیولي او د ډهوک سیدان توقیف مرکز ته یې انتقال کړي دي. د راپور له مخې، له دې ډلې ۵ زره ۵۰۵ تنه بېرته افغانستان ته سپارل شوي دي.

په نیول شویو کسانو کې ۳ زره او ۴۵ نارینه، یو زرو ۹۹ ښځې او یو زر او ۴۱۶ ماشومان شامل وو.

په راپور کې راغلي چې په خپله خوښه د بېرته ستندیو نېټې له پای ته رسېدو وروسته، د دغه هېواد قانون پلي کوونکو ادارو د هغو افغانانو پر ضد عملیات پیل کړل چې د ثبت (پي‌او‌ار)  کارتونه لري. په دې ترڅ کې، یو شمېر کورنۍ په خپله خوښه هم بېرته ستنې شوې دي.

په مري کې هم پولیسو تر اوسه ۸۳ افغانان نیولي، چې ۷۹ یې بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

راپور زیاتوي چې د ناقانونه بهرنیانو د بېرته ستنولو د ستراتیژۍ په چوکاټ کې د پولیسو او استخباراتي افسرانو ګډه فرعي کمېټه جوړه شوې چې د (پي‌او‌ار) کارت لرونکي افغانان وپیژني او د عملیاتو ټیمونو سره مرسته وکړي.

راپور کې راغلي چې د کرايې قانون د سرغړونکو پر ضد هم پولیسو اقدامات کړي او سږکال تر اوسه ۵۹۸ قضیې ثبت شوې او ۶۴۴ کسان نیول شوي دي.

پولیسو له ښاریانو غوښتنه کړې چې خپل کرايه‌داران او کارکوونکي په رسمي توګه ثبت کړي او د سرغړوونکو په اړه معلومات ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې هره ورځ له پاکستان څخه د ننګرهار د تورخم او د کندهار د سپین بولدک له لارو په زرګونو افغان کډوال افغانستان ته راستنیږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د تخار په درقد ولسوالۍ کې د طالبانو او ځايي خلکو ترمنځ د ځمکې پر سر نښته شوې

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۰ GMT+۰

محلي سرچینو ویلي چې د پنجشنبې په ورځ د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ د ځايي خلکو او طالبانو ترمنځ د «ځمکې او څړځایونو د غصب» پر سر نښته شوې ده. ځینې معترضان د طالبانو د ځواکونو په ډزو کې ټپیان شوي دي.

ځايي اوسیدونکي طالبان د «ځمکې په غصب او د غاصبانو په ملاتړ» تورنوي.

سرچینو ویلي چې دغه نښته د پنجشنبې پر غرمه د درقد ولسوالۍ د ګرګان کلي په شاوخوا کې شوې ده.

د راپورونو پر بنسټ، نښته د شاوخوا دوه زره جریبه ځمکې د غصب پر سر شوې ده. یوې سرچینې وویل چې د طالبانو ځايي مسولین د «ځمکو د غصب» په چاره کې رول لري، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم د شخړې ډول او لامل تایید کړی.

یوه بله محلي سرچینه وايي، چې شاوخوا دوه زره جریبه ځمکه، چې مخکې ځنګل و او اوس برابره شوې، د ځايي خلکو د شخړې لامل ګرځېدلې. د سرچینې په وینا، د ګرګان کلي اوسیدونکي د ځمکې د اوارولو په حال کې وو، خو د شاوخوا کلیو اوسیدونکو د ځمکې د اووارولو پر ضد اعتراض وکړ او له کليوالو سره نښته وشوه. دوی ادعا کوي چې دغه ساحه د سیمې د کلیو د خلکو څړځای دی.

سرچینو وویل چې د طالبانو ځايي چارواکو په دې شخړه کې لاس درلود او نښته یې تاوتریخوالي ته واړوله.

یوې سرچینې وویل چې د قوماندان غفار خپلوان، چې د طالبانو عسکر دي، په دې نښته کې رول لري. د هغه په وینا، د ولسوالۍ طالبان هم د دغه محلي قوماندان ملاتړ کوي.

یو ځايي اوسیدونکي وویل چې په دې نښته کې څو کسان ټپیان شوي دي او د شپږو ټپيانو وضعیت یې جدي بللی دی.

جرمني ۲۰ تنه افغان مجرمان له طالبانو سره په همغږۍ کابل ته واستول

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۰ GMT+۰

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، چې ۲۰ تنه محکوم شوي افغان مجرمان یې له لایپزیګ ښار څخه د یوې چارټر الوتکې له لارې کابل ته ولېږدول . یاد وزارت زیاته کړې، چې دا اقدام له طالبانو سره تر هوکړې وروسته شوی دی.

له هغه راهیسي چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بیا واک ته رسېدلي دا لومړۍ الوتنه وه چې په مستقیم ډول له درېیمګړي هېواد پرته، د طالبانو له هوکړې وروسته کیږي. تر دې مخکې د افغان مجرمینو د اېستلو الوتنې د قطر په منځګړیتوب کیدې.

طالبان چې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو، د نه رعایتولو له امله له نړیوالو نیوکو سره مخ دي، له روسیې پرته تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دي پیژندلي.

جرمني د دې لپاره چې «مجرم افغانان» وباسي، له طالبانو سره تخنیکي اړیکې پیل کړې او د افغان پناه غوښتونکو په اېستلو کې د طالبانو د همکارۍ په موخه یې ددې ډلې دوه استازي د ډيپلوماتانو په توګه ومنل.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرېنت وویل چې دا هوکړه «افغانستان ته د مستقیمو او دوامداره شړنو لپاره یو باوري بنسټ برابروي».

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، هغه کسان چې وشړل شول، په جرمني کې په بېلابېلو جرمونو لکه جنسي تېري، د نشه يي توکو اړوند جرمونو او برید په تور محکوم شوي وو.

دغه وزارت زیاتوي چې افغانستان ته د مجرمانو د شړلو موضوع د ۲۰۲۵ کال د فېبرورۍ له پارلماني ټاکنو مخکې یوه مهمه او لانجمنه موضوع وه او د جرمني لومړي وزیر فریدریښ مېرڅ ادارې ژمنه کړې چې د شړلو بهیر به چټک کړي.

په ۲۰۲۵ کال کې تر ۱۵۰۰ ډېر افغانان پر خطرناکو مهاجرتي لارو مړه شوي

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو یوې ادارې ویلي چې تېر کال شاوخوا اته زره کسان پر خطرناکو مهاجرتي لارو د تګ پرمهال مړه شوي یا ورک شوي دي، خو اصلي شمېر ښايي ډېر لوړ وي. له اسیا نه په ۳۰۰۰ مړو شویو کډوالو کې تر ۱۵۰۰ ډېر افغانان ګڼل شوي دي.

د مهاجرت لپاره قانوني لارې محدودې شوې، چې ډېر خلک د قاچاقچیانو لاسونو ته اړ باسي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (اې او اېم) عمومي رییسې ایمي پوپ د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل: «په مهاجرتي لارو کې د ژوند دوامداره له لاسه ورکول یوه نړیواله ناکامي ده چې موږ یې د عادي ګڼلو اجازه نه شو ورکولی».

هغې زیاته کړه: « کله چې خوندي لارې تړلې وي، خلک د خطرناکو سفرونو او قاچاقچیانو لاسونو ته لویږي. موږ باید سملاسي عمل وکړو چې خوندي او منظمې لارې پراخې کړو او ډاډ ترلاسه کړو چې اړمن خلک خوندي پاتې شي».

که څه هم د مهاجرتي لارو په اوږدو کې مړینې د ۲۰۲۴ کال له نږدې ۹،۲۰۰ څخه په ۲۰۲۵ کې ۷،۶۶۷ ته کمې شوې، خو ای او اېم ویلي چې دا کموالی د معلوماتو محدودیت او د مالي ملاتړ کمښت ښيي.

د جنېوا میشته دغه اداره د څو نورو مرستندویه سازمانونو په څېر د امریکا د مالي ملاتړ کمېدو له امله اړه شوې چې خپل پروګرامونه محدود کړي یا یې وتړي، چې د دوی په وینا، دا به پر مهاجرینو جدي اغېز وکړي.

سمندري لارې لا هم تر ټولو خطرناکې پاتې دي.

تېر کال لږ تر لږه ۲،۱۰۸ کسان په مدیترانه کې مړه شوي یا ورک شوي، او یو زر او ۴۷ په اطلس سمندر کې د هسپانیا کاناري ټاپوګانو ته پر لاره مړه شوي.

شاوخوا درې زره کډوال په اسیا کې مړه شوي، چې له نیمایي ډېر یې افغانان وو او ۹۲۲ کسان یې د یمن او نورو سیمو ګڼل شوي دي.

د ای او اېم د رپوټ له مخې، په ۲۰۲۶ کې هم د فبرورۍ تر ۲۴مې پورې په مدیترانه کې د کډوالو د مړینې پېښې۶۰۶ ته رسېدلي دي.

طالبان وايي چې په راتلونکي کې به نکاح په محکمو کې ثبت او تړل کیږي

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۱۳ GMT+۰

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر وايي، چې په راتلونکي کې به نکاح له اوسنۍ دودیزې او کلیوالي بڼې څخه رسمي بڼې ته واوړي او په محکمو کې به ثبت او تړل کېږي.

نوموړي د دې ډلې له رسنۍ سره په خبرو کې څرګنده کړې، چې د یادې پرېکړې بنسټیزه موخه په زور د نکاح مخنیوی، د ښځو د حقونو خوندي کول او د لوړ ولور دود مخنیوی دی.

د ده په وینا، د نکاح رسمي کول به حقوقي شخړې کمې کړي او په نکاح کې به د ښځې رضامندي شامله وي او د جبر واده مخه به ونیول شي.

تر اوسه د دې پرېکړې د عملي کېدو کره نېټه نه ده اعلان شوې، خو یاد وزارت ډاډ ورکړی چې دا به په تدریجي ډول په ټول هېواد کې پلې شي.

پاکستان پر افغانستان بریدونه د ملګرو ملتونو «د امنیت شورا د ټینګارونو» په چوکاټ کې وګڼل

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۱۸ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې وروستي بریدونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغو پرله‌پسې ټینګارونو پر بنسټ شوي، چې وايي، «د ترهګرۍ د پېښو عاملان، مرسته کوونکي او ملاتړي باید حساب ورکوونکي وګرځول شي».

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د پنجشنبې په ورځ، د کب پر ۷مه، په اسلام‌اباد کې په خپله اونیزه خبري ناسته کې وویل چې د پاکستان امنیتي ځواکونه د هېواد د ساتنې او خپلو ملي ګټو د خوندي کولو لپاره لازم اقدامات کوي.

اندرابي زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا څو وارې روښانه شوې چې د ترهګرۍ پېښو عاملین، مرسته کوونکي او ملاتړي باید محاسبه شي او د پاکستان وروستۍ اقدام هم د همدې اړتیا په رڼا کې دی.

هغه وویل: «د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څو ځله پر دې ټینګار کړی چې په پاکستان کې د ترهګریزو پېښو عاملین، مرسته کوونکي او ملاتړ کوونکي باید حساب ورکوونکي وګرځول شي. د پاکستان اقدام هم د همدې چوکاټ په رڼا کې و. پاکستان به د خپل امنیت او خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره هر اړین اقدام وکړي».

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني ځواکونو په اسلام‌اباد او خېبرپښتونخوا کې د یو شمېر ځانمرګو بریدونو له کېدو وروسته د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ پر ۲۱مه (شنبه د کب ۲مه) په یوه وخت د پکتیکا او ننګرهار د پنځو ولسوالیو پر اوو سیمو هوايي بریدونه وکړل. په دغو بریدونو کې تر ټولو مرګونی یې د ننګرهار پر بهسود ولسوالۍ شوی چې د یوناما د رپوټ له مخې ۱۳ تنه ملکي کسان پکې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.