ټرمپ د ګانګرس دوه مسلمانې استازې «رواني ناروغانې» وبللې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ پرون د خپلې کلنۍ وینا پرمهال وویل، چې د ایلهان عمر او رشیده طلیب په نوم دوه ډیموکراټې استازې باید د «رواني درملنې مرکزونو ته ولېږل شي» او «هغه ځای ته بېرته ولاړې شي، چې ترې راغلې دي».
دغه څرګندونې د هغوی ترمنځ د ټرمپ د کلنۍ وینا پرمهال تر لفظي شخړې وروسته شوې دي. د ټرمپ دغه خبرې د ډیموکراټ ګوند د غړو او د بشري حقونو د ډلو له تندو غبرګونونو سره مخ شوې دي.
