د پښتونخوا والي: په پاکستان کې په روانه جګړه کې د افغانستان له خاورې کار اخیستل کېږي
د خیبر پښتونخوا والي، فیصل کریم کنډي وایي، چې په پاکستان کې په روانه ترهګرۍ کې د افغانستان له خاورې کار اخیستل کېږي.
هغه ادعا کړې، چې «هند او اسراییل هم د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي».
د خیبر پښتونخوا د والي دفتر د پنجشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دوی په دې اړه د سعودي عربستان او ترکيې په همکارۍ له طالبانو سره خبرې هم کړې دي، خو د طالبانو له خوا د ترهګرو پر ضد کوم عملي ګام نه دی اخیستل شوی.
دا په داسې حال کې ده چې افغان طالبانو هرځلي دا خبره رد کړې چې ګواکې د افغانستان خاوره دې پاکستان کې وسله والو فعالیتونو لپاره وکارول شي او دا یې د پاکستان کورنی مشکل بللی.
خبرپاڼه کې راغلي چې کنډي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د سیمه ییزو مطالعاتو انسټیټیوټ له خوا جوړ شوي سیمینار کې کړي.
کنډي په خپلو څرګندونو کې وویل چې له طالبانو سره د خبرو دروازې باید پرانیستې وي. هغه زیاته کړه چې د ترهګرۍ له امله دوه اړخیزه سوداګري اغېزمنه شوې ده او د دواړو هېوادونو سیاسي او ډیپلوماتیکې اړیکې باید پیاوړې شي.
کنډي وویل چې خیبر پښتونخوا یوازې د لومړۍ کرښې صوبې په توګه نه بلکې د سیمو د تړلو او د بازارونو د نښلولو د مرکز په توګه وده کولی شي. امنیت مهم دی، خو سرحدونه باید خوندي، فعال او تولیدي وي.
دا څرګندونې داسې مهال دي، چې تازه د خوست ولایت په ځاځي میدان او کونړ، ننګرهار کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پر دیورنډ کرښه جګړه پیل او دواړې خواوې درندې وسلې کاروي.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د افغانستان ځوانان د طالباني تفکر پر لور جذب کړي، خو دې هڅو سره له دې چې د هېواد ستونزې نه دي اوارې کړي بلکې وضعیت یې لا نور ترینګلی کړی دی.
په تېرو دریو کلونو کې د دیني مدرسو شمېر د تېرو شلو کلونو پرتله پنځه برابره زیات شوی، چې اوس یې شمېر نږدې ۷۰۰۰ ته رسېدلی او لا هم زیاتېږي. افغانان اړ دي چې خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږي، آن که دا ښوونځی مدرسه هم وي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو مشر عبدالرزاق صدیق رسنیو ته ویلي و: «افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده او هر کس باید لومړنۍ او د لوړې کچې دیني زدهکړې ولري. له همدې امله موږ د دیني مدرسو وده ضروري بولو».
خو دا فکر آن د طالبانو دننه هم پراخ ملاتړ نه لري. ځینې طالب چارواکي وایي چې افغانستان یوازې طالب او ملا ته اړتیا نه لري بلکې انجینرانو او ډاکټرانو ته هم اړتیا ده. دا وضعیت نړۍ ته یو انزوا طلبه او افراطي افغانستان معرفي کوي چې نه یوازې کولتوري ستونزې لري، بلکې سیمه او نړۍ ته قوي امنیتي ګواښ هم پېښولی شي.
که څه هم افراطي فکرونه پراخېږي، خو ټکنالوژي دا وړتیا لري چې له افراطیت سره مبارزه وکړي. انټرنټ او رسنۍ هغه څه دي چې په اوسني عصر کې ورسره ځوانان په بېلابېلو ډولونو نښلول شوي دي. د شمېرو له مخې، د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي لږ تر لږه میاشت کې یو ځل ټلوېزیون ګوري، چې دا ۱۲ میلیونه ماشومان او ۱۴ میلیونه ځوانان رانغاړي.
نجیب پیکان زیاتوي، چې تر ټولو مهمه مسئله له دې ځوانانو سره د اړیکو جوړول دي: «افغان ځوانان په دوو برخو وېشل کېدای شي. لومړی، تحصیلکرده او ناراضه ځوانان دي چې په میدان یوازې پرېښودل شوي او د بدلون ځواک یې له لاسه ورکړی. دا هغه ځوانان دي، چې که څه هم ناهیلې دي، خو د ځان ژغورلو یوازینۍ لاره د آزادې نړۍ سره همکاري ګڼي.دویم، هغه ځوانان دي چې د طالبانو په اداره کې دي؛ هغوی افراطي شوي. هر کال نیم میلیون طالبان له مدرسو فارغېږي او د افراطیت پر لور ګام اخلي.»
د حالاتو د بدلون لپاره باید له دواړو ډلو سره کار وشي. تر ټولو مهمه لاره دا ده چې د رسنیو، خبرو اترو، کنفرانسونو او مشورو له لارې د ځوانانو ترمنځ پل جوړ شي، ترڅو هغوی انتقادي فکر ته وهڅول شي او خپل بحثونه له دین او آخرت څخه ور هاخوا هم وغځوي.
دا ځوانان کار غواړي، او د کار موندلو لپاره اړیکو ته اړتیا لري. له هغو هېوادونو درس اخیستل کېدای شي، چې د ځوانانو کچه پکې لوړه ده، او دغه ځوانان د سمې لارې پر لور هڅول کېدای شي.