جاپان له افغانستان سره ۴.۴ مېلیون ډالره مرسته اعلان کړې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي، چې د جاپان حکومت په افغانستان کې د ژوند ژغورونکو خدمتونو وړاندې کولو لپاره ۴.۴ مېلیون ډالره نوې مرسته ځانګړې کړې. دغه مرسته به د ماشومانو د ملاتړ صندوق له لارې ولګول شي.
