مجاهد له اسلامي هېوادونو هم وغوښتل، چې پر افغانستان د پاکستان د بیاځلي بریدونو د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.
د یوناما د راپور لهمخې، د پاکستان د پوځ هوايي ځواک د یکشنبې په سهار د (کب ۳مه) د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو باندې هوايي بریدونه وکړل. یوناما ویلي، چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي دي. په مقابل کې، پاکستان ادعا کړې، چې ۷۰ وسلهوال یې لهمنځه وړي دي.
په تېرو دوو ورځو کې د پاکستان سرحدي ځواکونو او طالبانو د دواړو هېوادونو د پولې په اوږدو کې نښتې کړې دي، خو تر اوسه د دغو نښتو د مرګژوبلې او تاوان په اړه کوم رسمي شمېر نه دی خپور شوی.
د طالبانو د ادارې ویاند د چهارشنبې په ورځ له العربیه سره په خبرو کې وویل: «طبعاً ځواب به پوځي وي، خو جزیات یې پټ دي او زیات وضاحت نهشم ورکولای. پاکستان باید د خپلې دې شرموونکې کړنې حساب ورکړي».
هغه پر پاکستان تور پورې کړ، چې ملکي سیمې یې په نښه کړې دي. مجاهد زیاته کړه: «له بده مرغه، هر کله چې په پاکستان کې کومه پېښه رامنځته شي، پرته له دې چې کوم ثبوت وړاندې کړي، سمدستي یې افغانستان ته منسوبوي او موږ تورنوي. موږ دا ادعا ردوو او اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکارول شي».
مجاهد په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان شتون رد کړ او ویې ویل، چې دغه ډله د پاکستان په دننه کې پراخې سیمې تر خپلې ولکې لاندې لري او د افغانستان خاورې ته اړتیا نه لري. هغه ټینګار وکړ، چې پاکستان د خپلو ادعاوو لپاره هېڅ ډول ثبوت نه دی وړاندې کړی او یوازې تبلیغات کوي.
پر پاکستان تورونه
مجاهد همداراز پر پاکستان تور ولګاوه، چې د داعش پر ضد د مبارزې پر ځای یې دې ډلې ته خوندي پټنځایونه برابر کړي دي. هغه ادعا وکړه، چې د داعش غړي د بلوچستان او خېبرپښتونخوا په ځینو برخو کې شتون لري او کله ناکله د افغانستان پر ضد هم کارول شوي دي.
هغه وویل: «موږ باور لرو چې د پاکستان دننه یوه ځانګړې پوځي کړۍ د سیمې د بېثباته کولو ماموریت لري». د مجاهد په خبره، طالبانو په افغانستان کې د داعش پر ضد پراخ عملیات ترسره کړي او دغه ډله په هېواد کې «فزیکي شتون» نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د داعش وروستی برید د افغانستان له خاورې طرحه شوی و. د هغوی په وینا، په اسلاماباد کې پر یوه جومات برید کې لږ تر لږه ۳۳ کسان وژل شوي او شاوخوا ۷۰ نور ټپیان شوي دي.
ناکامې خبرې اترې
د کړکېچ له زیاتېدو وروسته، د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ د استانبول، دوحې او جدې په ښارونو کې څو پړاوه خبرې اترې وشوې، خو بېپایلې پای ته ورسېدې. مجاهد وویل، چې پاکستان د پلمو په جوړولو سره د سیمې د هېوادونو ډیپلوماټیکې هلې ځلې شنډې کړې دي.
هغه زیاته کړه: «دا ښيي چې هغوی په سیمه کې سوله او ارامي نه غواړي. دا یو بهرنی ماموریت دی چې د ناامنۍ د خپرولو لپاره ورسپارل شوی دی».
د طالبانو ویاند له سیمې او اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې د پاکستان بریدونه وغندي او پر اسلاماباد فشار واچوي څو خپله تګلاره بدله کړي.
خو تر اوسه، له هند پرته بل هېڅ هېواد په رسمي ډول د پاکستان بریدونه نه دي غندلي. ډېری اسلامي هېوادونه لکه سعودي عربستان له پاکستان سره نږدې او ستراتیژیکې اړیکې لري، خو تر دې دمه هېڅ یوه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.