د افغانستان د اتلانو فوټبال لیګ د اسیا د لیګونو په ډلبندۍ کې ۴۰م مقام خپل کړ

د اسیا فوټبال کنفدراسیون د تازه ډلبندۍ له مخې؛ د افغانستان د اتلانو فوټبال لیګ د دغه بنسټ د ۴۷ غړو هېوادونو ترمنځ په ۴۰م ځای کې راغلی دی. له دې دا په ډاګه کېږي، چې په اسیا کې یوازې اووه لیګونه د افغانستان د فوټبال لیګ څخه وروسته دي.



