ذبیح الله مجاهد: که کابل په نښه شي د پاکستان مهم ښارونه به په نښه کړو

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خبرداری ورکړی چې که پاکستان کابل او د افغانستان نور ښارونه په نښه کړي، نو دوی به هم د پاکستان مهم مرکزونه او ښارونه په نښه کړي. هغه رویټرز اژانس ته ویلي، چې طالبان د جګړې پراخول نه غواړي، خو که بریدونه دوام ومومي، نو دوی به ځوابي ګامونه واخلي.
