طلال چوهدري: هېڅ چا ته به اجازه ورنهکړو چې د پاکستان امنیت ګډوډ کړي

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت مرستیال طلال چوهدري پر ډېورنډ کرښه د روانې جګړې پر مهال ویلي، هېچا ته به اجازه ورنهکړي چې د پاکستان امنیت تر پښو لاندې کړي او دغه هېواد کې ګډوډۍ جوړې کړي. هغه وایي، اسلاماباد تل هڅه کړې چې شخړې د خبرو له لارې حل کړي.
یاد پاکستاني چارواکي زیاته کړې چې هېواد یې اوس مهال له افغان طالبانو سره په مقابله اخته او ټینګار یې کړی چې د پاکستانیانو امنیت د اسلاماباد لپاره سرې کرښې دي.
طلال چوهدري جیوز نیوز ته زیاته کړې چې پاکستان به هېڅکله هم په خپلو بازارونو او جوماتونو کې د بمونو چاودنې ونه زغمي. نوموړي د هند يادونه هم وکړه او زياته يې کړه، هغه هېواد چې پياوړی پوځ، الوتکې او پرمختللې وسلې لري، هم ونه توانېد چې د پاکستان پر وړاندې بريالی عمل وکړي.
د پاکستان د کورنيو چارو د وزير د دولت مرستيال څرګنده کړه چې دغه هېواد به د خپلو خلکو د امنيت د خونديتوب لپاره «تر هر بريده» ګامونه واخلي، او افغانستان بايد يو سولهييز ګاونډی هېواد وګرځي. د هغه په خبره، له چين څخه تر امريکا متحده ايالاتو پورې بېلابېل هېوادونه د افغانستان د وضعيت په اړه اندېښنې لري.
طلال چوہدری زياته کړه چې پاکستان د يو مسوول هېواد په توګه خپل رول ادا کوي او ټينګار يې وکړ چې «دا ترهګري به په هر ډول چې وي پای ته ورسېږي».
هغه وويل چې په بېلابېلو کچو خبرې روانې دي او د طالبانو چارواکو ته لازم وضاحت ورکړل شوی، خو د ده په ادعا، هغوی کله د پيسو غوښتنه کوي او کله وايي چې د حالاتو د کنټرول وس نه لري.
