فیصل کریم کنډي: د پاکستان پر خاوره هر ډول برید به له سخت ځواب سره مخ شي

د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د طالبانو لهخوا پر ډېورنډ کرښه پر پاکستاني پوځیانو بریدونو ته توند غبرګون ښودلی او خبرداری یې ورکړی، چې د پاکستان ځواکونه د هر ډول برید ځواب ته چمتو دي.
د طالبانو لهخوا پر ډیورنډ کرښه پر پاکستاني ځواکونو له بریدونو وروسته پر خپل اېکسپاڼې لیکلي، چې د پاکستان پر خاره هر ډول برید به له سخت ځواب سره مخ شي.
نوړي زیاته کړې:«پر پوله بې دلیله ډزې په کلکه غنددم. زموږ د خاورې پر ضد هر ډول بدمرغه اقدام به له کلک او پرېکنده ځواب سره مخ شي».
نوموړي ویلي، چې د خیبر پښتونخوا خلک د خپلو ځواکونو ترڅنګ ولاړ دې او په میړانه د خپلې خاورې څخه دفاع کوي.
نوموړي د طالبانو بریدونو ته په غبرګون ویلي، چې د پاکستان امیني ځواکونو د هوډ ننګوني به د نه جبرانیدونکو پایلو سره مخ شي.
