د طالبانو ویاند: د ځوابي بریدونو قومانده د فصیح الدین فطرت په لاس کې ده

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ایکس د فصیح الدین «فطرت» د یوه انځور په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان پر وړاندې د ځوابي بریدونو قومانده د طالبانو د لوی درستیز په لاس کې ده او جګړه رهبري کوي.
تر دې وړاندې مجاهد ویلي و، چې تر دې دمه یې د ډیورڼد په اوږدو کې یې په ځوابي بریدونو کې د پاکستاني ځواکونو ۱۵ پوستې نیولي او یو ۴۰ پاکستاني سرتېري یې وژلي او ځینې یې ژوندي نیولي دي.
هغه د ۱۳ پاکستاني سرتېرو د جسدونو د انتقال ادعا هم کړې ده.
پاکستاني اړخ د طالبانو ددې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي، خو ددغه هېواد د ولسمشر ویاند په یوه توند غبرګون کې ویلي، چې په راتلونکو څو ساعتونو کې به طالبان ددې بریدونو پایلې درک کړي.
