فضل محمود فضلي: پاکستان د «جعلي خبرونو په جوړولو» کې مهارت لري

د جمهوري نظام پر مهال د چارو ادارې پخواني رییس فضل محمود فضلي پر ډیورنډ کرښه پرتو پاکستاني پوستو باندې د طالبانو د غچ اخیستنې د بریدونو په لړ کې ویلي چې پاکستان د «جعلي خبرونو» جوړولو کې مهارت لري. هغه زیاتوي، پاکستانۍ رسنۍ تبلیغ کوي چې د هند استخباراتي ډلو پرې برید کړی.
فضلي پر اېکس پاڼه لیکلي، چې پاکستاني رسنۍ ادعا کوي چې د دوی عسکر «را نيابتي ډلو» يا د هندي استخباراتي ډلو له لوري په نښه شوي دي. هغه دا ادعا رد کړه او ټينګار يې وکړ چې دا ډول روايت د سيمې له تاريخي بدلونونو او پېښو سره هېڅ سمون نه لري.
د نوموړي په وينا، د ۱۹۷۰مې لسيزې راهيسې په پاکستان کې واکمنو جوړښتونو د لسګونو زرو افغان کډوالو ماشومانو له کړاو او ستونزمن حالت څخه ګټه پورته کړې ده. فضلي وليکل چې ډېری دغه ماشومان د ديني مدرسو له لارې جذب او روزل شوي او بيا داسې لوري ته سوق شوي چې د پاکستان د سيمهييزو تګلارو، او همدارنګه د متحده ایالتونو او د هغه د متحدينو د موخو په چوکاټ کې يې خدمت کړی دی.
د جمهوري رياست د چارو پخواني ریيس دا پوښتنه هم راپورته کړه چې څنګه هغه ډلې چې د ده په خبره «له لسيزو راهيسې د پاکستان دننه روزل شوې دي» اوس د «را یا د هندي استخباراتو پورې تړلې ملېشې» بلل کېږي؟
هغه زياته کړه: «ايا رښتيا هم بايد دا ومنو، هغه ډلې چې کلونه کلونه د پاکستان په خاوره کې لویې شوې، د هند استخباراتو جوړې کړې وې؟»
نوموړي په دوام وويل، دوه ادعاوې په يو وخت کې سمې نه شي کېدای: «يا له طالبانو سره مطرح شوي اختلافات هغسې رښتيني نه دي لکه څنګه چې وړاندې کېږي، او يا هم پاکستان په تېرو څلورو لسيزو کې د خپلې خاورې دننه د بهرنۍ استخباراتي ادارې له فعاليت څخه ناخبره پاتې شوی دی». فضلي ټينګار وکړ: «دواړه روايتونه يو ځای سم نه شي کېدای، او دا چې يوه ادعا په لوړ غږ تکرار شي، هغه لا قانع کوونکې نه ده».
هغه په پای کې په سختو ټکو پاکستان تورن کړ چې د «جعلي خبرونو په جوړولو» کې ځانګړی مهارت لري.
