ریچارډ بېنېټ: په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت خورا کړکېچن شوی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنېټ په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ۶۱مې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان له ژور بشري او انساني ناورین سره مخ دی او دغه وضعیت خورا کړکېچن شوی.
