د جرمني د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، چې ۲۰ تنه محکوم شوي افغان مجرمان یې له لایپزیګ ښار څخه د یوې چارټر الوتکې له لارې کابل ته ولېږدول .
یاد وزارت زیاته کړې، چې دا اقدام له طالبانو سره تر هوکړې وروسته شوی دی.
له هغه راهیسي چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بیا واک ته رسېدلي دا لومړۍ الوتنه وه چې په مستقیم ډول له درېیمګړي هېواد پرته، د طالبانو له هوکړې وروسته کیږي. تر دې مخکې د افغان مجرمینو د اېستلو الوتنې د قطر په منځګړیتوب کیدې.
طالبان چې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو، د نه رعایتولو له امله له نړیوالو نیوکو سره مخ دي، له روسیې پرته تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دي پیژندلي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر وايي، چې په راتلونکي کې به نکاح له اوسنۍ دودیزې او کلیوالي بڼې څخه رسمي بڼې ته واوړي او په محکمو کې به ثبت او تړل کېږي.