طالبان وایي په بادغیس کې یې پنځه تنه د ځنګلونو پرې کولو په تور نیولي دي

په بادغیس کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند صدیق الله صدیقي ویلي، چې په دغه ولایت کې یې د «شنې قطعې» ځواکونو د یو لړ عملیاتو پرمهال د غورماچ ولسوالۍ اړوند پنځه کسان د ځنګلي ونو د پرې کولو په تور نیولي دي.
د نوموړي په وینا؛ یاد کسان په تېره یوه ورځ کې نیول شوي او دوسیې یې د نورو قانوني پروسې بشپړولو لپاره د طالبانو اړوندو قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
