روسیې د طالبانو او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتووالی ښودلی

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، روسیه چمتو ده چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ منځګړیتوب وکړي. هغه څرګنده کړې، که دواړه لوري رسمي غوښتنه وکړي؛ نو روسیه به اقدام وکړي څو د شخړو د حل لپاره د خبرو اترو زمینه برابره او کړکېچ له سیاسي لارې حل شي.
