پر ډیورنډ کرښه د نښتو له امله؛ له پاکستان نه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ درېدلې ده

له تورخم نه د افغانستان انټرنشنل خبریال جواد شینواري وایي، د پاکستان او طالبانو ترمنځ تر نښتو وروسته له پاکستان نه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ درېدلې ده. د هغه په وینا؛ پاکستاني لوري د تورخم لاره د افغان کډوالو پر مخ تړلې او د کډوالو لسګونه موټرونه بېرته لنډي کوتل ته لېږدول شوي.
