امسو: تېرو څلورو کلونو کې د رسنیو پر وړاندې تر ۶۴۰ زیاتې سرغړونې ثبت شوې دي

په جېنوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په عمومي غونډه کې د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) د ښځو کمېټې اجراییوي مسوولې شګوفه دانش په افغانستان کې د ښځو او رسنیو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او په دې برخه کې یې د نړۍوالې ټولنې د جدي اقدام غوښتنه وکړه.
