بنو کې د ډرون څرخکې برید؛ پنځه کسان ټپیان شوي

ځایي پاکستاني چارواکو ویلي، چې د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په یوه جومات کې پنځه کسان هغه مهال ټپیان شول، کله چې یوې ډرون څرخکې پر جومات د هاوان مرمۍ وغورځوله.

ځایي پاکستاني چارواکو ویلي، چې د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په یوه جومات کې پنځه کسان هغه مهال ټپیان شول، کله چې یوې ډرون څرخکې پر جومات د هاوان مرمۍ وغورځوله.
د چارواکو په وینا، پېښه د بنو د میریان په ممباتي بارکزي سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې لمونځ کوونکي په یوه جومات کې موجود وو. ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او ځینې یې د سختو ټپونو له امله تر درملنې لاندې دي.
تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو امنیتي ادارو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د روژې میاشتې له پیل راهیسې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي. یوازې د روژې په لومړۍ اوونۍ د پولیسو، اېفسي او نورو امنیتي ځواکونو له ۲۰ ډېر سرتېري وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
خیبرپښتونخوا په ځانګړي ډول سویلي ولسوالۍ په وروستیو میاشتو کې د ناامنۍ له زیاتوالي سره مخ دي او د وسلهوالو ډلو د بریدونو اصلي هدف ګرځېدلې دي. راپورونه ښيي، چې د یاد ایالت په سویلي ولسوالیو کې پرلهپسې بریدونو ۱۳ پولیس وژلي او ۱۰ نور یې ټپیان کړي دي.
په کوهاټ کې بیا په یوه برید کې ۷ پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي. دارنګه ډېره اسماعیل خان ته څېرمه د بهکر اړوند د پولیسو پر تالاشۍ مرکز ځانمرګي برید ۴ پولیس وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي دي. په بنو کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان ځانمرګي برید کې د یوه لوړپوړي افسر په ګډون ۴ سرتېري وژل شوي دي.
سربېره پر دې پر اېف سي په یوه برید کې ۸ سرتېري ټپیان شوي دي. د کرک ولسوالۍ د بهادرخېل په سیمه کې وسلهوالو پر امبولانس برید کړی، چې له امله یې ۳ د اېفسي سرتېري وژل شوي دي.
په ډېره اسماعیل خان کې یو پولیس سرتېرى وژل شوی او ۲ نور ټپیان دي او د سوېلي وزیرستان په واڼه کې هم یو پولیس وژل شوی دی. ځایي پولیس چارواکي وايي، د روژې په میاشت کې د بریدونو د زیاتوالي له امله امنیتي عملیات چټک شوي چې په ترڅ کې یې په ډېره اسماعیل خان کې یوه ښځینه ځانمرګې بریدګره هم نیول شوې ده.
د خیبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په خار سیمه کې وسلهوالو د پولیسو پر «ابابیل» نومي سکواډ برید کړی، چې له امله یې څلور پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. د پولیسو په وینا، پېښه په نوي کلي سیمه کې د پولیسو د ګزمې پرمهال شوې ده.
د سیمه ییزو پولیسو مشر ګل زاده ویلي، د ټپیانو حالت له خطره بهر دی.
پولیس چارواکو ویلي، چې ابابیل سکواډ د روژې میاشتې پر مهال د امنیت ټینګښت لپاره په سیمه کې ځای پر ځای شوی و.
د خیبر پښتونخوا سیمهییزو چارواکو ویلي، چې په صوابۍ کې د افغان کډوالو «بارکۍ» پنډغالي قانوني موده پای ته رسېدلې او په دغه پنډغالي کې مېشت افغان کډوال باید ژر تر ژره له دې ځایه ووځي. دغه پرېکړه داسې مهال شوې، چې په دغه پنډغالي کې شاوخوا ۲۰زره افغان کډوال مېشت دي.
پاکستاني رسنیو د چهارشنبې په ورځ (د کب ۶مه) ویلي، چې د خیبر پښتونخوا د ځايي چارواکو لهخوا د ګوهټي (بارکۍ) پنډغالي ټولې هټۍ او سوداګریز مرکزونه تړل شوي دي.
د یادې سیمې د مرکزي دفتر مرستیالې کمېشنرې علینا شکیل د پنډغالي د لیدنې پرمهال ویلي، چې حکومت په رسمي ډول دغه پنډغالی تړي. هغې زیاته کړې، چې په دغه پنډغالي کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدو ورکړل شوې موده پای ته رسېدلې.
دغه پنډغالی چې له کلونو راهیسې د زرګونه افغان کورنیو د اوسېدو ځای و، اوس شاوخوا ۲۰زره کسان پهکې ژوند کوي. ډېری دغه کورنیو په همدې پنډغالي کې واړه او کوچني کاروبارونه جوړ کړي.
د یادې پرېکړې له اعلان وروسته په دغه پنډغالي کې مېشتو یوشمېر افغان سوداګرو له پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې، چې تر راتلونکي لوی اختره پورې د پاتې کېدو اجازه ورکړي. دوی وايي، چې د خپلو شتمنیو د راټولولو، د پورونو د تصفیې او د کاروباري حسابونو د تړلو لپاره وخت ته اړتیا لري.
دغه غوښتنه داسې مهال شوې، چې په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې پر افغان کډوالو فشارونه زیات شوي او د دغه هېواد حکومت څو ځله ټینګار کړی چې د بېاسناده کسانو حضور به نور ونه زغمي. لاتراوسه روښانه نهده، چې ځايي چارواکي به د پنډغالي اوسېدونکو ته د مودې غځولو اجازه ورکړي که نه.
د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې د پولیسو پر یوه موټر په وسلهوال برید کې د یوه پاکستاني افسر په ګډون ۴ پولیس وژل شوي او درې نور ټپيان دي. د راپورونو له مخې؛ تر برید وروسته وسلهوالو د پولیسو موټر سوځولی دی.
د کوهاټ د پولیسو مشر رسنیو ته ویلي، چې دغه پېښه د شکردرې پر سړک شوې او ټپیان یې نږدې روغتون ته لېږدولي دي. نوموړي زیاته کړې، چې تر برید وروسته یې نور ځواکونه هم سیمې ته لېږلي دي.
د کوهاټ امنیتي مسوولینو زیاته کړې، چې وسلهوال تر برید او د موټر تر سوځولو وروسته له سیمې تښتېدلي دي. د دوی په وینا؛ په سیمه کې د وسلهوالو پر وړاندې چاڼیز عملیات پيل شوي دي.
لاتر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د دغه برید مسوولیت نهدی منلی.
د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د اتحاد المجاهدین مرستیال مولوي صادق نور داوړ په یوه غږیز پیغام کې ویلي، پاکستان د خوارجو تر نامه لاندې طالبانو ته د «کافر» خطاب کوي. هغه د دیني عالمانو په استناد خوارج د دین له دایرې بهر ګڼلي او وايي، «پاکستان د خوارجو په نامه په کوزه کې سمندر ځای کړی».
د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د اتحاد المجاهدین شورا مرستیال مولوي صادق نور په خپل غږیز پیغام کې چې د دوشنبې په ورځ، د فبروري پر ۲۳مه خپور شوی، ویلي چې د دوی ډله او د پاکستان خلاف نور جنګېدونکي وسلهوال طالبان د شریعت د ټینګښت لپاره مبارزه کوي او عقیده یې له خوارجو سره بشپړ توپیر کوي.
نوموړي د خوارجو او حنفي مذهبو ترمنځ پر توپیرونو له دیني اړخه دلایل وړاندې کړي او ویلي یې دي، چې خوارج د سترو علماوو په نزد د اسلام له دایرې څخه بهر دي او د هغوی او د طالبانو په عقیده او نظریاتو کې ډېر تفاوت دی.
نوموړي دغه راز خپلو جنګیالیو ته روښانه کړې، چې د پاکستان پوځ د خوارجو تر نامه لاندې دوی ته د «کافرانو» خطاب کوي او د دې اصطلاح تر نامه لاندې یې سمندر په کوزه کې ځای کړی چې د ده په وینا، شاته بل پیغام لري.
نوموړي ټینګار کړی، چې د طالبانو نظریه د خوارجو نه ده او نه هم د هغوی په څېر اعمال لري.
مولوي صادق نور په دغه غږیز پیغام کې د پاکستان پر پوځ د خوارجو تور لګولی او وايي، چې «مدرسې، علما او دیني مراکز په نښه کوي».
د پاکستان د اتحاد المجاهدین شورا د مرستیال دغه پیغام داسې مهال دی، چې د پاکستان پوځ، حکومت او رسنۍ په دې وروستیو کې په بلوچستان کې جنګېدونکو بلوڅ جنګیالیو ته د «فتنه الهند» او پاکستاني طالبانو ته د «خوارج الهند» اصطلاحات کاروي.