ټرمپ: پر ایران د برید په صورت کې د تېلو د بیو د لوړېدو په اړه اندېښمن نه یم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پروړاندې د امریکا د احتمالي برید له امله د تېلو د بیو د لوړېدو په اړه اندېښنې رد کړې او ټینګار یې وکړ، چې د خلکو ژوند او د هېواد اوږدمهاله امنیت ورته تر هر څه مهم دي.
