شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ پر یوه مرکز توغندیز برید شوی

پاکستاني رسنیو د سیمهییزو پولیسو له قوله راپور ورکړی، چې د شمالي وزیرستان په میرعلي کې پر یوه پوځي مرکز ۲۰۰ کیلوګرامه وزن لرونکی توغندی توغول شوی دی.

پاکستاني رسنیو د سیمهییزو پولیسو له قوله راپور ورکړی، چې د شمالي وزیرستان په میرعلي کې پر یوه پوځي مرکز ۲۰۰ کیلوګرامه وزن لرونکی توغندی توغول شوی دی.
سیمهییزو پولیسو ویلي، چې توغندی نن ماښام د پاکستاني پوځ د مرکز دننه په یوې پرانېستې سیمه کې لګېدلی، خو چا ته پهکې مرګژوبله نه ده اوښتې.
دا په داسې حال کې ده، چې نن ماښام د خېبرپښتونخوا په مرکز متني سیمه او بنو کې هم پر نظامي ځایونو بریدونه شوې دي.

د پاکستان د وروستیو بریدونو په غبرګون کې د تحریک طالبان پاکستان مشر خپلو قومندانانو او جنګیالیو ته په یوه خپاره شوي لیک کې امر کړی چې په پاکستان کې دې داسې بریدونه ترسره کړي چې د دوی په وینا «د دښمن ملا ماته شي». هغه ویلي له افغانستان سره د همدردۍ په موخه دا امر کوي.
په یاد مکتوب کې چې د دې ډلې له لوري خپور شوی، د ټي ټي پي له سیمهییزو او ولایتي مسوولینو غوښتل شوي چې خپل فعالیتونه چټک کړي او بریدونه منظم او اغېزناک ترسره کړي. همداراز ټینګار شوی چې د عملیاتو معلومات دې په ویډیويي بڼه د رسنیو له لارې خپاره شي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په سیمه کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې او د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
تر اوسه افغان طالبانو او د پاکستان حکومت په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
بېګاه شپه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتو سره هممهاله پاکستاني پولیسو د دغه هېواد په ګڼو ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیات پیل کړل. دغه وضعیت په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو پراخې اندېښنې راپارولې دي.
راپورونه ښيي، چې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره سم پاکستاني پولیسو په کراچۍ او راولپنډۍ ښارونو کې ګڼ افغانان نیولي دي. دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې پاکستان د افغانانو د ویزو د تمدید لړۍ درولې او زرګونه کډوال اوس له ناروښانه وضعیت سره مخ دي.
د دغه کډوالو په منځ کې د بشري حقونو فعالان، خبریالان او هغه کسان چې امریکا او اروپايي هېوادونو ته د پناه غوښتنې دوسیو د ارزونې په تمه دي؛ تر نورو ډېر زیان منونکي بلل کېږي. له دې ډلې یو افغان وایي، د امنیتي ګواښونو له امله افغانستان ته بېرته نهشي ستنېدای؛ خو په پاکستان کې هم د نیولو، جبري اېستلو او د امنیتي فشارونو له ګواښ سره مخامخ دي.
هغه د نوم نه ښودلو په شرط وایي، د وضعیت تر کړکېچنېدو وروسته ځینې افغان کورنۍ بېګاه شپه ناوخته د نیولو او د جبري اېستنې له وېرې له پنجاب څخه پېښور ته کډه شوې دي.
همداراز د تورخم په دروازه کې یوشمېر هغه کډوال چې افغانستان ته د ستنېدو په تمه وو؛ د سختې نښتې له امله لنډي کوتل او د حمزه بابا مزار شاوخوا سیمو ته لېږدول شوي دي.
بلخوا، په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون ادعا کړې، چې پاکستاني ځواکونو په تورخم کې د کډوالو عمري پنډغالی په نښه کړی دی. د هغه په وینا؛ پر عمري پنډغالي د برید له امله یوشمېر کډوال ټپیان شوي هم دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر ناکراره شپې وروسته په پاکستان کې مېشتو کډوالو ورځ په پنجاب، اسلاماباد او کراچۍ ښارونو کې د پولیسو له پراخو عملیاتو سره پیل کړه.
د برېټانیا د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د تازه شمېرو په خپرولو سره ویلي، چې په تېرکال کال کې د افغانانو د پناه غوښتنې د منلو کچه له ۵۱ سلنې څخه ۳۴ سلنې ته راټیټه شوې ده.
هغه افغان پناه غوښتونکي چې د وړو کښتیو له لارې بریټانیا ته داخلېږي، له اریتریا هیواد وروسته په دوهم ځای کې دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د پناه غوښتنې د ثبت شويو غوښتنلیکونو شمېر ۴ سلنه کم شوې، خو د هغو کسانو شمېر چې د وړو کښتیو له لارې دې هېواد ته رسېدلي، ۱۳ سلنه زیات شوی.
د شمېرو له مخې، تېر زیږدیز کال کې له ۱۰۰ زرو څخه ډېرو کسانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ثبت کړي، چې له دې ډلې نږدې ۴۰ سلنه یې د وړو کښتیو له لارې بریټانیا ته تللي دي.
د راپورونو له مخې، د وړو کښتیو له لارې بریتانیا ته د داخلو شويو پناه غوښتونکو له ډلې ۱۹ سلنه د اریتریا اتباع دي. له دې وروسته افغانان د ۱۲ سلنې او ایرانیان د ۱۱ سلنې په کچه په دوهم او درېیم ځای کې راځي.
د برېټانیا د کورنیو چارو وزارت په وینا، د ټولو پناه غوښتونکو له ډلې شاوخوا ۵۸ سلنه رد شوي دي.
د پاکستان د ولسمشر ویاند خبرداری ورکړی چې طالبان به ډېر ژر د دغه هېواد د« ملي حاکمیت د نقض» پایلې درک کړي. هغه تېر کال له هند سره تاوتریخوالي او نښتو ته په اشارې سره ټینګار کړی چې طالبان به هم «په راتلونکو ساعتونو کې» د داسې اقدام معنا درک کړي.
نوموړي ادعا وکړه چې طالبانو د هند په استازیتوب پوځي اقدام کړی دی.
سولنګي په تندو څرګندونو کې وویل: «مودي او د هغه نوي سپي په افغانستان کې به ډېر ژر پوه شي چې د پاکستان د حاکمیت نقض څه معنا لري.»
هغه زیاته کړه: «مودي تېر کال د مې په میاشت کې دا درس په سخته زده کړ، د طالبانو رژیم به هم ډېر ژر، په راتلونکو څو ساعتونو کې، دا موضوع درک کړي.»
د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت ویلي چې د طالبانو ځواکونو پر ډیورنډ کرښه په څو ځایونو کې ډزې پیل کړې دي. یاد وزارت د خپلو امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې د طالبانو دغه اقدام له سملاسي او اغیزناک غبرګون سره مخ شوی. طالبانو د ۱۵ پوستو د نیولو او ویجاړولو خبر ورکړی.
یاد وزارت د خپلو امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې د طالبانو دغه اقدام له سملاسي او اغیزناک غبرګون سره مخ شوی او د پاکستان امنیتي ځواکونو متقابل عملیات پیل کړي دي.
وزارت ویلي، چې په چترال، خیبر، مهمند، کورمه او باجوړ سیمو کې د طالبانو پوستې په نښه شوې دي.
وزارت ادعا کړې، چې لومړني راپورونه ښيي افغان لوري ته درنې مرګژوبلې اوښتې او څو پوستې او تجهیزات ویجاړ شوي دي، خو خپلواکو سرچینو تر اوسه دا شمېرې نه دي تایید کړې.
طالبانو ادعا کړې، چې د پاکستاني ځواکونو ۱۵ پوستې یې ویجاړې کړې دي.
پاکستاني چارواکو ټینګار کړی چې هېواد به یې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا، او د خپلو وګړو د خوندیتوب او امنیت د تضمین لپاره ټول اړین ګامونه پورته کړي.