پکتیا کې د یوې زورورې چاودنې غږ اورېدل شوی

د پکتیا ولایت د ګردېز ښار ځایي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو سرحدي لوا قوماندانۍ ته څېرمه زوروره چاودنه شوې ده. ځایي اوسېدونکو ویلي، چاودنه دومره زوروره وه چې د ګڼو کورونو ښیښې یې ماتې کړې او خلک یې د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ اېستي دي.
