په دوحه کې د امریکا سفارت خپلو کار کونکو ته خوندي ځای کې د پاتې کیدلو امر کړی

پر ایران د اسراییلو له برید وروسته، په قطر کې د امریکا سفارت خپلو ټولو کارکوونکو او وګړو ته په امن ځای کې د پناه اخيستلو امر کړی دی.
دغه سفارت په قطر کې له ټولو امريکايي وګړو غوښتي چې تر بل اعلان پورې په خوندي ځای کې پاتې شي، له غونډو ډډه وکړي او سيمهييز خبرونه تعقيب کړي.
