افراسیاب خټک: پر ایران او ونزویلا د بریدونو له امله د نړۍ سوله له ګواښ سره مخ ده

پښتون ملتپال سیاستوال او د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی غړی افراسیاب خټک وایي، چې د بهرنیانو له لوري د ونزویلا او ایران په څېر د رژیم د بدلون هڅې د نړۍوالې سولې لپاره جدي ګواښ پېښ کړی دی. هغه ویلي، دغه ډول کړنې کولای شي د درېیمې نړۍوالې جګړې لپاره زمینه برابره کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د دغه هېوادونو په استازیتوب د بهرنیو لاسوهنو له امله د ملکي وګړو وژنه یو جګړهییز جرم دی او باید د عاملینو لپاره یې هیڅ معافیت شتون ونهلري.
