د طالبانو او پاکستان د جګړې په لړ کې؛ تر سلو ډېر کډوال پرون افغانستان ته ستانه شوي

د طالبانو او پاکستان د جګړې په لړ کې د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ له پاکستان نه په جبري توګه ۱۹ کورنۍ چې ټولټال ۱۱۰ کسان کېږي؛ د کندهار د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستنې کړای شوې دي.
