علي لاریجاني: د سیمې د هېوادونو په خاوره کې د امریکا پوځي اډې د امریکا خاوره ګڼل کېږي

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي لاریجاني وایي، د سیمې د هېوادونو په خاوره کې مېشتې امریکایي پوځي اډې د هغو هېوادونو ملکیت نه ګڼل کېږي، بلکې د امریکا خاوره ګڼل کېږي.
هغه د سیمې هېوادونو ته ویلي: «موږ پر تاسې د برید اراده نه لرو، خو کله چې ستاسې په خاوره کې مېشتې اډې زموږ پرضد وکارول شي او امریکا په همدې ځواکونو تکیه کوي او په سیمه کې عملیات کوي، موږ به همدغه اډې هدف ګرځوو.»
لاریجاني په ایکس خواله رسنۍ کې په عربي ژبه لیکلي او ټینګار یې کړی، چې دا اډې د کوربه هېوادونو ملکیت نه دی، بلکې د امریکا خاوره ګڼل کېږي.
