په اسلام اباد کې د امریکا سفارت خپلو وګړو ته د امنیتي تدابیرو د رعایتولو سپارښتنه کړې

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت په کراچۍ کې پر کونسلګري د لاریون کوونکو له برید وروسته خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې شخصي امنیتي تدابیر رعایت کړي او د راتلونکو پېښو د مخنیوي لپاره ځایي رسنۍ وڅاري. سفارت د پېښور په ګډون په نورو سیمو کې هم د امریکا ضد لاریونونو اټکل کړی.
سفارت ویلي، چې دوی په کراچۍ او لاهور کې د امریکا کونسلګریو مخې ته د روانو لاریونونو راپورونه څاري، او همدارنګه په اسلاماباد کې د امریکا سفارت او په پېښور کې د کونسلګرۍ مخې ته د نورو احتمالي لاریونونو امکان شته.
په سپارښتنو کې راغلي چې امریکایي وګړي دې له لویو غونډو او ګڼهګوڼې ډډه وکړي، او د چاپېریال په اړه دې هوښیار واوسي.
