• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امسو سازمان: د «راه فردا ټلویزون» د نشراتو بندول د اطلاع رسونې د فضا محدودول دي

۱۰ کب ۱۴۰۴ - ۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۳۱ GMT+۰تازه شوی: ۱۰ کب ۱۴۰۴ - ۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۵۰ GMT+۰

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان د طالبانو له لوري د «راه فردا ټلوېزیون» د نشراتو بندولو په تړاو ژوره اندېښنه څرګنده کړې او دا اقدام یې د طالبانو له خوا د اطلاع رسونې د فضا محدودول بللي دي.

په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د بیان او رسنیو ازادي د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو څخه ده او د هرې ټولنې اساسي ستنه بلل کېږي.

د دغه سازمان په وینا، د رسنیو د فعالیتونو محدودول او د هغوی د نشراتو مخنیوی د ملي او نړیوالو منل شویو معیارونو خلاف عمل دی او د بیان ازادۍ ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي.

اعلامیه زیاتوي چې رسنۍ د عامه پوهاوي، شفافیت او ځواب‌ویلو په پیاوړتیا کې مهم رول لري او پر هغوی هر ډول فشار یا جبري بندول د خلکو د معلوماتو د لاسرسي حق زیانمنوي.

یاد سازمان له طالب واکمنانو غوښتي چې د بیان ازادۍ او د معلوماتو د لاسرسي حق ته په درناوي سره پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي او د راه فردا ټلوېزیون د فعالیت د بیا پیل زمینه برابره کړي.

همداراز، له ملي او نړیوالو بنسټونو غوښتنه شوې چې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ د ملاتړ لپاره جدي اقدامات وکړي. سازمان یو ځل بیا ټینګار کړی چې د بیان ازادۍ او د رسنیو د خپلواکۍ دفاع ته ژمن دی.

د یادولو وړ ده، چې تېره ورځ سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې طالبانو په کابل کې د وحدت ګوند د مشر محمد محقق اړوند «راه فردا» ټلوېزیون پر خپرونو بندیز ولګاوه. طالبانو ویلي، چې محقق د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړې په تړاو د طالبانو ضد څرګندونې کړې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان د ۴۵۰ طالبانو او طالبان د شاوخوا ۲۰۰ پاکستاني نظاميانو د وژلو خبر ور کوي

۱۰ کب ۱۴۰۴ - ۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۳۳ GMT+۰

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې پر افغانستان د بریدونو په پایله کې یې ۴۱۵ طالبان وژلي دي. د طالبانو دفاع وزارت ویلي، چې د تېرو څو ورځو په عملیاتو کې یې شاوخوا ۲۰۰ پاکستاني نظامیان وژلي دی. د داوړو خواوو د شمېرو کره کول ستونزمن دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ نن د یکشنبې په ورځ د کپ پر ۱۰مه اعلان وکړ، چې هیواد یې په افغانستان کې په ۴۶ هدفونو بریدونه کړي دي.

هغه وویل چې د طالبانو ۱۸۲ پوستې ویجاړې شوې او ۳۱ نیول شوي دي.

دغه پاکستاني چارواکي ویلي، چې د طالبانو ۱۸۵ ټانکونه، پوځي موټر او تجهیزات هم ویجاړ شوي دي.

خو د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې د پاکستان پر وړاندې په ځوابیه بریدونو کې یې شاوخوا ۲۰۰ پاکستاني نظامیان وژلي، ګڼې پوستې یې نیولې او له منځه وړې دي او په مختلفو سیمو کې یې ډرون بریدونه کړي دي.

د طالبانو د سرحدي پوليسو وياندعابدالله فاروقي د یکشنبې په ورځ وویل، چې د شنبې په شپه یې ځواکونو په غچ اخېستونکو عملياتو کې په تورخم کې پر ډیورنډ کرښه د پاکستان پر يوې امنيتي پوستې بريد کړی او لږ ترلږه لس پوځیان یې وژلي دي.

نوموړی ویلي، چې په برید کې د پاکستان کميساري، د اېف‌سي ځواکونو قومانداني، امنيتي پوستې او ټانکونه هم ويجاړ شوي دي.

پاکستاني اړخ په خپله اعلامیه کې ویلي، چې په مختلفو ولایتونو کې یې د طالبانو د قول اردوګانو اړوند کنډکونه، تجهیزات او موټر په نښه کړي دي.

طالبانو پر ایران د امریکا او اسراییل بریدونه په محتاطانه لهجه غندلي

۱۰ کب ۱۴۰۴ - ۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۱۶ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر ایران د امریکا او اسراییل ګډ وروستي بریدونه په محتاطه لهجه غندلي او د سیمې پر وضعیت یې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې وروستیو سیاسي او امنیتي بدلونونو په بې‌ساري ډول «پارونې رامنځته» کړې چې د اوږدمهاله منفي اغېزو لامل به شي او ټوله سیمه به ترې اغېزمنه شي.

دوی زیاته کړې چې پر ایران پیل شوي بریدونه او ورپسې د خلیجي هېوادونو په نښه کېدلو، وضعیت لا پېچلی کړی دی.

طالبانو ټینګار کړی چې د هېوادونو د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حریم نقض او د بې‌ګناه ملکي وګړو وژل د غندلو وړ دي.

طالبانو له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتي چې د یو بل ملي حاکمیت ته درناوی وکړي، سملاسي پوځي اقدامات ودروي او ستونزې له ډیپلوماټیکو لارو حل کړي، څو د کړکېچ د لا پراختیا مخه ونیول شي.

طالبانو په خوست کې اته کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي

۱۰ کب ۱۴۰۴ - ۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۵۰ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې یې اته کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان یې «د لواطت، قطاع‌الطريقۍ او اخلاقي فساد» په تور په دُرو وهلي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسانو ته له یو کال څخه تر پنځو کلونو پورې د تنفيذي بند او له ۲۰ څخه تر ۳۹ دُرو سزا ورکړل شوې ده.

د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو شمېرو له‌مخې؛ دغه ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغه کسانو کې ۲۵۰ مېرمنې هم شاملې دي.

یادې ډلې په ۲۰۲۵کال کې بیا لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.

طالبان: په بېګانۍ نښتو کې ۳۲ پاکستاني سرتېري وژل شوي او دوه ډرون الوتکې نسکورې شوې دي

۱۰ کب ۱۴۰۴ - ۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۳۲ GMT+۰

د طالبانو دفاع وزارت وایي، د غچ اخیستونکو عملیاتو په لړ کې تېره شپه په ننګرهار، پکتیا، خوست او کندهار ولایتونو کې د دوی د لیزري ځواک پرمټ پر پاکستاني اړخ تعارضي بریدونه شوي چې په پایله کې یې لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او ګڼ پوځي تاسیسات زیانمن شوي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي پر اېکس پاڼه په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، یاد بریدونه د ۲۰۳ منصوري، ۲۰۱ خالد بن ولید او ۲۰۵ البدر قول اردوګانو له‌خوا پیل شوي دي.

د نوموړي په وینا؛ د عملیاتو پر مهال «یو ټاور او څلور لویې پوستې نیول شوې دي او د ماینونو د چاودنو له امله ۳۲ عسکر وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي». هغه ادعا کړې، چې په دغه بریدونو کې «دوه ډرون الوتکې نسکورې شوې او یوشمېر پوځي تجهیزات په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي».

طالبان دغه عملیات «انتقامي بریدونه» بولي؛ خو د یادو ادعاوو په اړه تر دې دمه پاکستاني چارواکو څه نه‌دي ویلي.

طالبان وايي تېرو دوو ورځو کې ۱۷۵۰ افغان کډوال له پاکستان څخه راستانه شوي

۸ کب ۱۴۰۴ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۳۷ GMT+۰

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روانې شخړې تر سیوري لاندې، په تېرو دوو ورځو کې د ننګرهار او سپین بولدک له لارې ۳۳۰ افغان کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د پنجشنبې او جمعې په ورځو له پاکستان څخه ۳۳۰ افغان کډوالې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷۵۰ کسانو ته رسېږي په جبري توګه افغانستان ته راستنې شوې دي.

د یاد کمېسیون د معلوماتو له‌مخې، د یادو کډوالو له ډلې ۲۹۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۳۶ تنه و د ننګرهار د تورخم له لارې او ۳۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۷ کسانو ته رسېږي د کندهار د سپین بولدک له لارې راستنې شوې دي.

همدارنګه طالبانو ویلي، چې د پنجشنبې او جمعې په ورځو ۱۶۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۰۸ تنو ته رسېږي د نیمروز د ورېښمو پله له لارې او ۲۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۷ تنه و د هرات د اسلام‌کلا له لارې له ایران څخه افغانستان ته راستنې شوې دي.

یاد افغان کډوال پر داسې مهال له پاکستان او ایران څخه راستانه شوي دي، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي کچه خورا لوړه شوې ده.