• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان لومړی وزیر: د سیمې د حالاتو له امله د امنیتي تدابیرو پراخول اړین دي

۱۰ کب ۱۴۰۴ - ۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۰۳ GMT+۰

د پاکستان او طالبانو د جګړې په لړ کې د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف د پاکستان د عمومي امنیتي وضعیت د ارزونې په غونډه کې اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې، چې روانو حالاتو ته په پام سملاسي او اغېزمن امنیتي تدابیر عملي کړي او د ادارو ترمنځ دې بشپړه همغږي ټینګه شي.

د پاکستان د حکومت د رسمي اېکس پاڼې له‌‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه غونډه د پاکستان حکومت د لوموړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ جوړه شوې وه چې په‌کې د دغه هېواد پر عمومي امنیتي وضعیت تفصیلي بحث وشو.

شهباز شریف د امنیت په برخه کې د فدرالي او ایالتي کچې ټولو اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې، چې د شته ننګونو پر وړاندې دې په بېړني ډول پراخ او ګټور ګامونه پورته کړي.

ترویج لرونکی

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه
۱

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه

۲

محمودخان اڅکزی: تر هغې چې د پوځ او حکومت واکونه جلا نه‌شي، د پاکستان ستونزې به حل نه‌شي

۳

سوداګر: د افغانستان تازه میوې اوس عربي هېوادونو، مرکزي اسیا او اروپا ته صادرېږي

۴
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۵

له پاکستان څخه د کډوالو د جبري اېستنې پرېکړې افغانان اندېښمن کړي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو او پاکستان کړکېچ؛ د پاکستان په ګڼو ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیات پیل شوي

۸ کب ۱۴۰۴ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۲۴ GMT+۰
د طالبانو او پاکستان کړکېچ؛ د پاکستان په ګڼو ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیات پیل شوي
100%

بېګاه شپه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتو سره هم‌مهاله پاکستاني پولیسو د دغه هېواد په ګڼو ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیات پیل کړل. دغه وضعیت په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو پراخې اندېښنې راپارولې دي.

راپورونه ښيي، چې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره سم پاکستاني پولیسو په کراچۍ او راولپنډۍ ښارونو کې ګڼ افغانان نیولي دي. دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې پاکستان د افغانانو د ویزو د تمدید لړۍ درولې او زرګونه کډوال اوس له ناروښانه وضعیت سره مخ دي.
د دغه کډوالو په منځ کې د بشري حقونو فعالان، خبریالان او هغه کسان چې امریکا او اروپايي هېوادونو ته د پناه غوښتنې دوسیو د ارزونې په تمه دي؛ تر نورو ډېر زیان منونکي بلل کېږي. له دې ډلې یو افغان وایي، د امنیتي ګواښونو له امله افغانستان ته بېرته نه‌شي ستنېدای؛ خو په پاکستان کې هم د نیولو، جبري اېستلو او د امنیتي فشارونو له ګواښ سره مخامخ دي.
هغه د نوم نه ښودلو په شرط وایي، د وضعیت تر کړکېچنېدو وروسته ځینې افغان کورنۍ بېګاه شپه ناوخته د نیولو او د جبري اېستنې له وېرې له پنجاب څخه پېښور ته کډه شوې دي.

همداراز د تورخم په دروازه کې یوشمېر هغه کډوال چې افغانستان ته د ستنېدو په تمه وو؛ د سختې نښتې له امله لنډي کوتل او د حمزه بابا مزار شاوخوا سیمو ته لېږدول شوي دي.
بلخوا، په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون ادعا کړې، چې پاکستاني ځواکونو په تورخم کې د کډوالو عمري پنډغالی په نښه کړی دی. د هغه په وینا؛ پر عمري پنډغالي د برید له امله یوشمېر کډوال ټپیان شوي هم دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر ناکراره شپې وروسته په پاکستان کې مېشتو کډوالو ورځ په پنجاب، اسلام‌اباد او کراچۍ ښارونو کې د پولیسو له پراخو عملیاتو سره پیل کړه.

د پاکستان د ولسمشر ویاند طالبانو ته «په څو ساعتونو» کې د بریدونو د پایلو خبرداری ورکړی

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۲ GMT+۰
د پاکستان د ولسمشر ویاند طالبانو ته «په څو ساعتونو» کې د بریدونو د پایلو خبرداری ورکړی
100%

د پاکستان د ولسمشر ویاند خبرداری ورکړی چې طالبان به ډېر ژر د دغه هېواد د« ملي حاکمیت د نقض» پایلې درک کړي. هغه تېر کال له هند سره تاوتریخوالي او نښتو ته په اشارې سره ټینګار کړی چې طالبان به هم «په راتلونکو ساعتونو کې» د داسې اقدام معنا درک کړي.

نوموړي ادعا وکړه چې طالبانو د هند په استازیتوب پوځي اقدام کړی دی.

سولنګي په تندو څرګندونو کې وویل: «مودي او د هغه نوي سپي په افغانستان کې به ډېر ژر پوه شي چې د پاکستان د حاکمیت نقض څه معنا لري.»

هغه زیاته کړه: «مودي تېر کال د مې په میاشت کې دا درس په سخته زده کړ، د طالبانو رژیم به هم ډېر ژر، په راتلونکو څو ساعتونو کې، دا موضوع درک کړي.»

پاکستاني چارواکي وايي چې د طالبانو بریدونوته یې سملاسي او چټک غبرګون ښودلی

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۶ GMT+۰
پاکستاني چارواکي وايي چې د طالبانو بریدونوته یې سملاسي او چټک غبرګون ښودلی
100%

د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت ویلي چې د طالبانو ځواکونو پر ډیورنډ کرښه په څو ځایونو کې ډزې پیل کړې دي. یاد وزارت د خپلو امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې د طالبانو دغه اقدام له سملاسي او اغیزناک غبرګون سره مخ شوی. طالبانو د ۱۵ پوستو د نیولو او ویجاړولو خبر ورکړی.

یاد وزارت د خپلو امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې د طالبانو دغه اقدام له سملاسي او اغیزناک غبرګون سره مخ شوی او د پاکستان امنیتي ځواکونو متقابل عملیات پیل کړي دي.

وزارت ویلي، چې په چترال، خیبر، مهمند، کورمه او باجوړ سیمو کې د طالبانو پوستې په نښه شوې دي.

وزارت ادعا کړې، چې لومړني راپورونه ښيي افغان لوري ته درنې مرګ‌ژوبلې اوښتې او څو پوستې او تجهیزات ویجاړ شوي دي، خو خپلواکو سرچینو تر اوسه دا شمېرې نه دي تایید کړې.

طالبانو ادعا کړې، چې د پاکستاني ځواکونو ۱۵ پوستې یې ویجاړې کړې دي.

پاکستاني چارواکو ټینګار کړی چې هېواد به یې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا، او د خپلو وګړو د خوندیتوب او امنیت د تضمین لپاره ټول اړین ګامونه پورته کړي.

روانه اونۍ؛ د پاکستان له زندانونو ۷۵ خوشې شوي افغان کډوال افغانستان ته ستانه شول

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۲۵ GMT+۰
روانه اونۍ؛ د پاکستان له زندانونو ۷۵ خوشې شوي افغان کډوال افغانستان ته ستانه شول
100%

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۷۵ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د دغه هېواد په زندانونو کې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي. په تېرو وروستیو کې دغه لړۍ د خیبرپښتونخوا ایالت ته هم غځېدلې ده.
په پېښور کې مېشت افغان کډوال وایي، چې د پولیسو له وېرې له کوره بهر نه‌شي وتلای او که پولیس یې ونیسي؛ نو بېرته یې په جبري توګه افغانستان ته ستنوي.

له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په تېرو وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.

د پاکستان پوځ په دوو ناامنو ایالتونو کې د ۳۴ وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکړ

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۲۲ GMT+۰
د پاکستان پوځ په دوو ناامنو ایالتونو کې د ۳۴ وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکړ
100%

د وسله‌والو ډلو د بریدونو له زیاتېدو سره هم‌مهاله، د پاکستان د پوځ ویاند د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې ځواکونو یې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې په جلا جلا عملیاتو کې لږ تر لږه ۳۴ وسله‌وال وژلي دي.

د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان تحریک طالبان ډلې اړوند ۲۶ وسله‌وال د سې‌شنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا ایالت په ناارامه ولسوالیو، شمالي وزیرستان، لکي مروت او بنو کې په څلورو جلا نښتو کې وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې اته بلوڅ بېلتون‌پال وسله‌وال د بلوچستان ایالت ژوب ولسوالۍ کې د پاکستان له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي. د پوځ د وینا له‌مخې، له دغو کسانو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په وروستیو ورځو کې د بریدونو له نوې څپې سره مخ شوی دی؛ هغه څپه چې د دې هېواد چارواکي یې پړه پر افغان طالبانو او هند اچوي.

د امنیتي سرچینو په خبره، د چهارشنبې په ورځ ناپېژاندو وسله‌والو د خېبرپښتونخوا ایالت په باجوړ ولسوالۍ کې د پولیسو پر ګزمې ډزې وکړې، چې له امله یې څلور پولیس ووژل شول او دوه نور ټپیان شول. دا برید یوه ورځ وروسته له هغه ترسره شو، چې په دوو جلا بریدونو کې اووه پولیس چې په‌کې یو لوړپوړی افسر هم شامل و، وژل شوي وو.