• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عتیق‌الله عزیزي: پاکستان او امریکا په سیمه کې د شر په راپورته کولو کې سره همغږي دي

۱۰ کب ۱۴۰۴ - ۱ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۴۵ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال عتیق‌الله عزیزي وايي، په دې روژې میاشت کې پر ایران بریدونه او پر افغانستان یرغل دا ښيي، چې [امریکا او پاکستان] په سیمه کې د شر او ستونزو د راپورته کولو په برخو کې سره همغږي دي.

عتیق‌الله عزیزي د کابل‌ټایمز ورځپاڼې د خپرونو او فعالیت د ۶۴مې کالیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې وویل: «نن شاهدان یو چې په دې روژه کې پر ایران هم بریدونه وشول، نو دوی [پاکستان] هم زموږ پر هېواد یرغل وکړ. له دې دا معلومېږي چې دوی همغږي سره لري او دوی غواړي په سیمه کې فساد، شر او ستونزې جوړې کړي».

عزیزي زیاته کړه، پاکستان په افغانستان کې راغلی «امن، ثبات او پرمختګ» نه‌شي زغملی او دغه هېواد د افغانستان له ثبات او پرمختیا سره دوښمني لري.

هغه ویلی: «د دوی [پاکستان] دا فکر وو، چې موجوده نظام به د نورو نظامونو په څېر څه ورته ونه‌وايي او پرې ب سترګې پټې کړي، خو دوی په ډيورند کرښه او له کرښې ها خوا هم بې‌ساری او تاریخي ځواب ورکړ».

په دې مراسمو کې د یاد وزارت د نشراتو مرستیال مهاجر فراهي وویل، دوی به د هر ډول یرغل پر وړاندې بې‌ځوابه پاتې نه‌شي.

د یادونې وړ ده، چې د کابل ټایمز ورځپاڼه چې په انګلیسي ژبه خپرېږي، د ۱۳۴۰ لمریز کال د کب په ۸مه (۲۷ فبروري ۱۹۶۲م) د ظاهر شاه د سلطنت او د داوود خان د صدارت پر مهال د صباح‌‌الدین تر ریاست لاندې تأسیس شوه، چې په لومړیو کې په اونۍ کې دوه یا درې ځله خپرېده، خو شاوخوا دوه کاله وروسته یې خپل فعالیت د ورځپاڼې په نوم پیل کړ او تر نن ورځې خپریږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

په ټکساس کې د ډزو له امله درې کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي

۱۰ کب ۱۴۰۴ - ۱ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۴۲ GMT+۰

د امریکا پولیسو ویلي، چې د یکشنبې په ورځ په ټکساس ایالت کې له یوې میکدې سره نږدې په ډزو کې درې کسان وژل شوي او ۱۴ نورر ټپیان دي.

اسوشېټېډ پرېس د سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د بریدګر پر جامو «متعلق به الله» او د ایران بیرغ لګول شوی و.

یوه حکومتي چارواکي او یوې بلې سرچینې یاد خبري اژانس ته ویلي، ۵۳ کلن ندیاګا دیان په ډزو کولو تورن پېژندل شوی دی.

پر همدغه مهال پولیسو ویلي، چې یاد کس د مقابلو ډزو پر مهال وژل شوی ددی.

د فډرال د تحقیقاتو ادارې ویلي، چې یاده پېښه د ترهګرۍ د احتمالي عمل په توګه څېړل کېږي.

د راپورونو له‌مخې، ډزې کوونکی شکمن کس د سینیګال وګړی و، چې په ۲۰۰۶ کال کې امریکا ته تللی او د یاد هېواد تابیعت یې ترلاسه کړی و.

پولیسو ویلي، چې شکمن کس څو ځله د پیښې ځای مخې ته ودرېد او د خپل موټر له کړکۍ څخه د بار یا شراب خانې مخې ته په خلکو ډزې وکړې.

مقاومت جبهه وایي چې په کندوز کې یې درې طالبان وژلي

۱۰ کب ۱۴۰۴ - ۱ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۱۹ GMT+۰

د طالبانو مخالفې وسله‌والې مقاومت جبهې ویلي، چې د کندوز ولایت د کندوزـ‌علي‌اباد پر عمومي لاره یې د یوه کمین په ترڅ کې پر طالبانو برید کړی او درې طالبان یې وژلي دي.

یادې جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد برید یې نن د یکشنبې په ماښام (د کب ۱۰مه) ترسره کړی دی.

د مقاومت جبهې ویلي، چې په یاد برید کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

یاده دې وي، چې طالبانو بیا تر اوسه د مقاومت جبهې د یادې ادعا په تړاو څه نه دي ویلي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړې د زیاتېدو له امله په لنډي کوتل کې بېړنی حالت اعلان شوی

۱۰ کب ۱۴۰۴ - ۱ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۰۲ GMT+۰

پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د څو ورځو دوامداره جګړې او هوايي بریدونو له امله د خېبر ولسوالۍ په لنډي کوتل سیمه کې بېړنی حالت اعلان شوی او ټولې تعلیمي ادارې تړل شوې دي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روانې شخړې له امله د خېبرپښتونخوا د خېبر ولسوالۍ چارواکو نن د لنډي کوتل په سیمه کې بېړنی حالت اعلان کړی دی او ټولي دولتي او خصوصي تعلیمي ادارې یې تر نامعلومې مودې پورې تړلې دي.

د خېبر ولسوالۍ چارواکو د افغانستان انټرنشنل خبریال جواد شېنواري ته ویلي، چې په سیمه کې امنیتي وضعیت ته په پام سره یې احتیاطي تدابېر سخت کړي او د لنډي کوتل سیمې له زندان څخه یې بندیان هم انتقال کړي دي.

چارواکو ویلي، چې د لنډي کوتل له زندان څخه یې ۲۰ تنه بندیان د جمرود زندان ته انتقال کړي دي.

پر همدغه مهال د لنډي کوتل په مرکزي روغتون کې هم بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د روغتون مسوول ډاکټر احتشام ویلي، چې د روغتون د ټولو کارکوونکو رخصتۍ یې لغوه کړې دي او د ۲۴ ساعته خدماتو وړاندې کولو لپاره یې چمتوالی نیولی دی.

د خېبر ولسوالۍ چارواکو ویلي، چې په لنډي کوتل سیمه کې د ژغورنې ادارې او نورو مرستندویه ادارو هم د بېړني حالت لپاره چمتوالي نیولي او د وینې په بانک کې اضافي وینه او اړین درمل هم ذخیره شوي دي.
د ولسوالۍ چارواکو له خلکو غوښتنه کړې ده، چې له غېرضروري تګ‌راتګ څخه ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د طالبانو او پاکستاني نظامیانو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه سختي نښتې روانې دي او دواړه لوري یو او بل ته د درنو زیانونو د اړولو ادعاوې کوي.

د پاکستان د جیو نیوز پر سکرین د پاکستاني پوځ خلاف پیغامونه خپاره شوي

۱۰ کب ۱۴۰۴ - ۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۳۶ GMT+۰

د پاکستان جيو نيوز ټلویزیون خپلو نندارچيانو ته خبر ورکړی چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهيسې د دې ټلوېزيوني شبکې د خپرونو د هېک کولو او ګډوډولو هڅې روانې دي. د جیو نیوز پر سکرین د پاکستان د پوځ خلاف او د اسراییل د موساد شبکې یو پیغام خپور شوی.

د شبکې د معلوماتو له مخې، جيو نيوز شبکه چې د پاکستان د «پاک ساټ» سپوږمکۍ له لارې خپرونې کوي، د نامعلومو لوریو له خوا د تخنيکي لاسوهنې هدف ګرځېدلې ده. ويل کېږي چې په دې موده کې د خپرونو په بهير کې پرله‌پسې خنډونه رامنځته شوي او د پاکستان د پوځ خلاف او د اسراییل د موساد شبکې یو پیغام خپور شوی.

د پوځ خلاف پیغام کې ویل شوي، چې یوه ځانګړې حلقه پاکستان پر ناسم لور بیايي.

دغه راز د موساد له اړخه په پیغام کې پر ایرانیانو غږ شوی، چې « په ایران کې خلک مرستو ته اړ دي، له موږ سره مرسته وکړئ چې د ایران د خلکو غږ شو»،

جيو نيوز زياته کړې چې د دې شبکې سکرين هېک شوی او نامناسب پيغامونه خپاره شوي او ټينګار يې کړی چې د يادې پېښې له منځپانګې سره د شبکې هېڅ تړاو نشته.

يادې رسنۍ له اړوندو چارواکو غوښتي چې موضوع جدي وڅېړي، سملاسي اقدام وکړي او د پېښې مسوول کسان د قانون منګولو ته وسپاري.

امسو سازمان: د «راه فردا ټلویزون» د نشراتو بندول د اطلاع رسونې د فضا محدودول دي

۱۰ کب ۱۴۰۴ - ۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۳۱ GMT+۰

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان د طالبانو له لوري د «راه فردا ټلوېزیون» د نشراتو بندولو په تړاو ژوره اندېښنه څرګنده کړې او دا اقدام یې د طالبانو له خوا د اطلاع رسونې د فضا محدودول بللي دي.

په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د بیان او رسنیو ازادي د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو څخه ده او د هرې ټولنې اساسي ستنه بلل کېږي.

د دغه سازمان په وینا، د رسنیو د فعالیتونو محدودول او د هغوی د نشراتو مخنیوی د ملي او نړیوالو منل شویو معیارونو خلاف عمل دی او د بیان ازادۍ ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي.

اعلامیه زیاتوي چې رسنۍ د عامه پوهاوي، شفافیت او ځواب‌ویلو په پیاوړتیا کې مهم رول لري او پر هغوی هر ډول فشار یا جبري بندول د خلکو د معلوماتو د لاسرسي حق زیانمنوي.

یاد سازمان له طالب واکمنانو غوښتي چې د بیان ازادۍ او د معلوماتو د لاسرسي حق ته په درناوي سره پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي او د راه فردا ټلوېزیون د فعالیت د بیا پیل زمینه برابره کړي.

همداراز، له ملي او نړیوالو بنسټونو غوښتنه شوې چې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ د ملاتړ لپاره جدي اقدامات وکړي. سازمان یو ځل بیا ټینګار کړی چې د بیان ازادۍ او د رسنیو د خپلواکۍ دفاع ته ژمن دی.

د یادولو وړ ده، چې تېره ورځ سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې طالبانو په کابل کې د وحدت ګوند د مشر محمد محقق اړوند «راه فردا» ټلوېزیون پر خپرونو بندیز ولګاوه. طالبانو ویلي، چې محقق د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړې په تړاو د طالبانو ضد څرګندونې کړې دي.