• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کراچۍ کې سلګونه کسانو د امریکا پر کونسلګرۍ یرغل کړی

۱۰ کب ۱۴۰۴ - ۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۵۹ GMT+۰

اسوشیټیډ پرېس راپور ورکړی، چې د خامنه‌يي د وژل کېدو خبر له تایید وروسته په سلګونه کسانو د پاکستان په کراچۍ ښار کې د امریکا پر کونسلګرۍ یرغل کړی او د دغه کونسلګرۍ کړکۍ یې ماتې کړې دي.

اسوشیټډ پرېس په خپل راپور کې ویلي، چې له دې ډلې یو تن پر یادې کونسلګرۍ د برید پرمهال له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی.

ترویج لرونکی

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه
۱

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه

۲

محمودخان اڅکزی: تر هغې چې د پوځ او حکومت واکونه جلا نه‌شي، د پاکستان ستونزې به حل نه‌شي

۳

سوداګر: د افغانستان تازه میوې اوس عربي هېوادونو، مرکزي اسیا او اروپا ته صادرېږي

۴
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۵

له پاکستان څخه د کډوالو د جبري اېستنې پرېکړې افغانان اندېښمن کړي

•
•
•

نور کیسې

ډونالډ ټرمپ: د ایران له لوري د یورانیمو بډایه کېدل راته د منلو وړ نه دي

۸ کب ۱۴۰۴ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۵ GMT+۰
ډونالډ ټرمپ: د ایران له لوري د یورانیمو بډایه کېدل راته د منلو وړ نه دي
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې په روانو خبرو اترو کې د ایران د حکومت له دریځ څخه خوښ نه دی او ټینګار یې وکړ، چې د یورانیمو د بډایه کولو هېڅ کچه ان که ۲۰ سلنه هم وي، باید د تهران له لوري ترسره نه‌شي.

همدارنګه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ، چې واشنګټن د ایران حکومت د «ناوړه او ناعادلانه نیونو د دولتي ملاتړي» په توګه نومولی دی.

د امریکا ولسمشر د جمعې په ورځ د (کب ۷مه) ټکساس ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې له ایران سره د خبرو بهیر ورته د قناعت وړ نه دی او ټینګار یې وکړ، چې تهران باید په ښکاره توګه اعلان وکړي چې د اټومي وسلې د تر لاسه کولو هڅه به نه کوي.

د ټرمپ په خبره، ایران چمتو نه دی چې «په کافي اندازه مخکې ولاړ شي» او لا هم د «یوه اندازه بډایه کولو» پر ترسره کولو ټینګار کوي، هغه موضوع چې نوموړي د منلو وړ ونه بلله. هغه زیاته کړه: «هېڅ بډایه کول نه منم، حتی ۲۰ سلنه هم نه او نه هم ۳۰ سلنه». د امریکا ولسمشر وایي، چې ایران د تېلو پراخې زېرمې لري او له همدې امله د یورانیمو بډایه کولو ته اړتیا نه لري.

ټرمپ د دواړو هېوادونو تر منځ د څلورو لسیزو ترینګلتیاوو ته په اشارې سره وویل: «موږ له دوی سره ۴۷ کاله سر و کار لرو» او ټینګار یې وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت په دې موده کې امریکايي ځواکونو ته زیان رسولی او د متحده ایالاتو ګټې یې په نښه کړې دي. هغه څرګنده کړه، چې واشنګټن به اجازه ورنه‌کړي چې دا حالت همداسې دوام ومومي.

د امریکا ولسمشر یو ځل بیا هغه اټومي تړون چې د بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال شوی و، «یو له تر ټولو ناپوهانه تړونونو څخه» وباله او ویې ویل، که دا تړون نه وای لغوه شوی، ایران به اوس اټومي وسلو ته رسېدلی وای. هغه زیاته کړه، چې که دا تړون لغوه شوی هم نه وای، د هغه موده تر اوسه پای ته رسېدلې وه.

ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې که پر ایران برید وشي او د تېلو بیې لوړې شي، ایا اندېښنه لري که نه، وویل چې د اقتصادي پایلو په اړه اندېښمن نه دی او زیاته یې کړه: «زه د خلکو د ژوند په اړه اندېښمن یم. زه د دې هېواد د اوږدمهاله سلامتۍ په اړه اندېښنه لرم».

د ټرمپ څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې اعلان شوی د ایران د اټومي پروګرام په اړه تخنیکي خبرې به روانې وي او په ورته وخت کې د تهران پر وړاندې د احتمالي پوځي لارو چارو په اړه اټکلونه زیات شوي دي.

همدارنګه د اټومي انرژۍ نړۍوال سازمان د کب په اتمه په یوه محرم راپور کې خپلو غړو ته ویلي چې د ایران اسلامي جمهوریت د لوړې کچې بډاینې لرونکي یورانیمو یوه اندازه زېرمه د اصفهان د اټومي تاسیساتو په یوه ځمکتلي کې ساتي.

د طالبانو او پاکستان کړکېچ؛ د پاکستان په ګڼو ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیات پیل شوي

۸ کب ۱۴۰۴ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۲۴ GMT+۰
د طالبانو او پاکستان کړکېچ؛ د پاکستان په ګڼو ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیات پیل شوي
100%

بېګاه شپه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتو سره هم‌مهاله پاکستاني پولیسو د دغه هېواد په ګڼو ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیات پیل کړل. دغه وضعیت په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو پراخې اندېښنې راپارولې دي.

راپورونه ښيي، چې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره سم پاکستاني پولیسو په کراچۍ او راولپنډۍ ښارونو کې ګڼ افغانان نیولي دي. دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې پاکستان د افغانانو د ویزو د تمدید لړۍ درولې او زرګونه کډوال اوس له ناروښانه وضعیت سره مخ دي.
د دغه کډوالو په منځ کې د بشري حقونو فعالان، خبریالان او هغه کسان چې امریکا او اروپايي هېوادونو ته د پناه غوښتنې دوسیو د ارزونې په تمه دي؛ تر نورو ډېر زیان منونکي بلل کېږي. له دې ډلې یو افغان وایي، د امنیتي ګواښونو له امله افغانستان ته بېرته نه‌شي ستنېدای؛ خو په پاکستان کې هم د نیولو، جبري اېستلو او د امنیتي فشارونو له ګواښ سره مخامخ دي.
هغه د نوم نه ښودلو په شرط وایي، د وضعیت تر کړکېچنېدو وروسته ځینې افغان کورنۍ بېګاه شپه ناوخته د نیولو او د جبري اېستنې له وېرې له پنجاب څخه پېښور ته کډه شوې دي.

همداراز د تورخم په دروازه کې یوشمېر هغه کډوال چې افغانستان ته د ستنېدو په تمه وو؛ د سختې نښتې له امله لنډي کوتل او د حمزه بابا مزار شاوخوا سیمو ته لېږدول شوي دي.
بلخوا، په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون ادعا کړې، چې پاکستاني ځواکونو په تورخم کې د کډوالو عمري پنډغالی په نښه کړی دی. د هغه په وینا؛ پر عمري پنډغالي د برید له امله یوشمېر کډوال ټپیان شوي هم دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر ناکراره شپې وروسته په پاکستان کې مېشتو کډوالو ورځ په پنجاب، اسلام‌اباد او کراچۍ ښارونو کې د پولیسو له پراخو عملیاتو سره پیل کړه.

په بریټانیا کې د افغانانو د پناه غوښتنې د منلو کچه ۳۴ سلنې ته راټیټه شوې

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۰۹ GMT+۰
په بریټانیا کې د افغانانو د پناه غوښتنې د منلو کچه ۳۴ سلنې ته راټیټه شوې
100%

د برېټانیا د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د تازه شمېرو په خپرولو سره ویلي، چې په تېرکال کال کې د افغانانو د پناه غوښتنې د منلو کچه له ۵۱ سلنې څخه ۳۴ سلنې ته راټیټه شوې ده.

هغه افغان پناه غوښتونکي چې د وړو کښتیو له لارې بریټانیا ته داخلېږي، له اریتریا هیواد وروسته په دوهم ځای کې دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د پناه غوښتنې د ثبت شويو غوښتنلیکونو شمېر ۴ سلنه کم شوې، خو د هغو کسانو شمېر چې د وړو کښتیو له لارې دې هېواد ته رسېدلي، ۱۳ سلنه زیات شوی.

د شمېرو له مخې، تېر زیږدیز کال کې له ۱۰۰ زرو څخه ډېرو کسانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ثبت کړي، چې له دې ډلې نږدې ۴۰ سلنه یې د وړو کښتیو له لارې بریټانیا ته تللي دي.

د راپورونو له مخې، د وړو کښتیو له لارې بریتانیا ته د داخلو شويو پناه غوښتونکو له ډلې ۱۹ سلنه د اریتریا اتباع دي. له دې وروسته افغانان د ۱۲ سلنې او ایرانیان د ۱۱ سلنې په کچه په دوهم او درېیم ځای کې راځي.

د برېټانیا د کورنیو چارو وزارت په وینا، د ټولو پناه غوښتونکو له ډلې شاوخوا ۵۸ سلنه رد شوي دي.

د پاکستان د ولسمشر ویاند طالبانو ته «په څو ساعتونو» کې د بریدونو د پایلو خبرداری ورکړی

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۲ GMT+۰
د پاکستان د ولسمشر ویاند طالبانو ته «په څو ساعتونو» کې د بریدونو د پایلو خبرداری ورکړی
100%

د پاکستان د ولسمشر ویاند خبرداری ورکړی چې طالبان به ډېر ژر د دغه هېواد د« ملي حاکمیت د نقض» پایلې درک کړي. هغه تېر کال له هند سره تاوتریخوالي او نښتو ته په اشارې سره ټینګار کړی چې طالبان به هم «په راتلونکو ساعتونو کې» د داسې اقدام معنا درک کړي.

نوموړي ادعا وکړه چې طالبانو د هند په استازیتوب پوځي اقدام کړی دی.

سولنګي په تندو څرګندونو کې وویل: «مودي او د هغه نوي سپي په افغانستان کې به ډېر ژر پوه شي چې د پاکستان د حاکمیت نقض څه معنا لري.»

هغه زیاته کړه: «مودي تېر کال د مې په میاشت کې دا درس په سخته زده کړ، د طالبانو رژیم به هم ډېر ژر، په راتلونکو څو ساعتونو کې، دا موضوع درک کړي.»

پاکستاني چارواکي وايي چې د طالبانو بریدونوته یې سملاسي او چټک غبرګون ښودلی

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۶ GMT+۰
پاکستاني چارواکي وايي چې د طالبانو بریدونوته یې سملاسي او چټک غبرګون ښودلی
100%

د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت ویلي چې د طالبانو ځواکونو پر ډیورنډ کرښه په څو ځایونو کې ډزې پیل کړې دي. یاد وزارت د خپلو امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې د طالبانو دغه اقدام له سملاسي او اغیزناک غبرګون سره مخ شوی. طالبانو د ۱۵ پوستو د نیولو او ویجاړولو خبر ورکړی.

یاد وزارت د خپلو امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې د طالبانو دغه اقدام له سملاسي او اغیزناک غبرګون سره مخ شوی او د پاکستان امنیتي ځواکونو متقابل عملیات پیل کړي دي.

وزارت ویلي، چې په چترال، خیبر، مهمند، کورمه او باجوړ سیمو کې د طالبانو پوستې په نښه شوې دي.

وزارت ادعا کړې، چې لومړني راپورونه ښيي افغان لوري ته درنې مرګ‌ژوبلې اوښتې او څو پوستې او تجهیزات ویجاړ شوي دي، خو خپلواکو سرچینو تر اوسه دا شمېرې نه دي تایید کړې.

طالبانو ادعا کړې، چې د پاکستاني ځواکونو ۱۵ پوستې یې ویجاړې کړې دي.

پاکستاني چارواکو ټینګار کړی چې هېواد به یې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا، او د خپلو وګړو د خوندیتوب او امنیت د تضمین لپاره ټول اړین ګامونه پورته کړي.