تهران کې د قاسم سلیماني پر کمپ برید شوی

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د تهران قاسم سلیماني کمپ د ایران د ملي ورزشکارانو د روزنې ځای د یکشنبې په ورځ د امریکا او اسراییل په بریدونو کې په نښه شو. په دغه برید کې د کمپ ګڼې ودانۍ او اسانتیاوې زیانمنې شوې دي.
د لوبغاړو د اوسېدو خونې، د تمرین ځای ته د ننوتو لارې، رستورانت، د تودوخې سیسټمونه او امنیتي ځایونه په مستقیم ډول اغېزمن شوي دي. چارواکو ویلي، چې برید د ورزشکارانو د تمرین فعالیتونه ګډوډ کړي؛ خو تر اوسه د ټپيانو یا نورو زیانونو په اړه معلومات نهدي ورکړل شوي.
