ایران وایي په پنځو هېوادونو کې یې د امريکا پر اډو بريدونه کړي

د ایران سپاه پاسدران ته نږدې رسنۍ تسنیم راپور ورکړی، چې ايراني پوځ د يکشنبې په سهار وختي په قطر، کویټ، عمان، بحرین او دوبۍ کې د امريکا اډې بمبار کړې دي. ورته مهال سياېناېن خبر ورکړی، چې په دوبۍ کې د يوې بېپيلوټه الوتکې (ډرون) د پاتې شونو د لګېدو له امله دوه تنه ټپيان شوي دي.
سياېناېن نن يکشنبه (د کب ۱۰مه) راپور ورکړی، د عمان بندر د قم د بريد هدف ګرځېدلی چې له امله يې يو کارګر ټپي شوی دی. په همدې حال کې په مسقط کې د امريکا سفارت د امنيتي خبرتیا په خپرولو سره خپلو کارکوونکو او په عمان کې مېشتو امريکايانو ته سپارښتنه کړې، چې په خوندي ځایونو کې پناه واخلي.
هغه ويډيو چې د سياېناېن لهخوا خپره شوې ښيي، چې يوه بېپيلوټه الوتکه د کويټ په ساحل کې پر ځمکه لګېدلې ده. د دوبۍ چارواکو هم اعلان کړی، دوه تنه هغه مهال ټپيان شول چې د ډرون پاتې شونې د دوو کورونو په انګړونو کې ولوېدل.
د قطر د کورنیو چارو وزارت هم پر اېکس پاڼه اعلان کړی، چې د دوحې په څنډو کې د يو توغندي د شنډولو پر مهال اورلګېدنه رامنځته شوې؛ خو د ټپي کېدو کومه پېښه نهده راپور شوې.
د بحرین دولتي رسنيو د يکشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د بحرین هوايي دفاعي سيستمونو تېره شپه د ايران «توغنديزو بريدونو» ته ځواب ورکړی او لږ تر لږه ۴۵ توغندي او ۹ ډرونونه يې شنډ کړي دي.
