• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي پر ننګرهار او پکتیا د پاکستان په بریدونو کې د یوې ښځې په ګډون درې کسه وژل شوي

۱۰ کب ۱۴۰۴ - ۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۱۰ GMT+۰

د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې پاکستان تېره شپه په ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې د ملکي وګړو پر کورونو بریدونه کړي دي. د هغه په وینا؛ په دغه بریدونو کې د یوې ښځې په ګډون درې کسه وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

فطرت زیاته کړې، د ننګرهار ولایت د غني‌خېلو ولسوالۍ په ۲۹مه ویاله سیمه کې د ډرون بریدونو له امله د ملکي خلکو څلور کورونه ویجاړ شوي چې په پایله کې یې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د هغه په وینا؛ د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې هم د یوه ملکي کس کور په نښه شوی، چې له امله یې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.

ترویج لرونکی

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه
۱

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه

۲

محمودخان اڅکزی: تر هغې چې د پوځ او حکومت واکونه جلا نه‌شي، د پاکستان ستونزې به حل نه‌شي

۳

سوداګر: د افغانستان تازه میوې اوس عربي هېوادونو، مرکزي اسیا او اروپا ته صادرېږي

۴
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۵

له پاکستان څخه د کډوالو د جبري اېستنې پرېکړې افغانان اندېښمن کړي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په خوست کې اته کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي

۱۰ کب ۱۴۰۴ - ۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۵۰ GMT+۰
طالبانو په خوست کې اته کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي
100%

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې یې اته کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان یې «د لواطت، قطاع‌الطريقۍ او اخلاقي فساد» په تور په دُرو وهلي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسانو ته له یو کال څخه تر پنځو کلونو پورې د تنفيذي بند او له ۲۰ څخه تر ۳۹ دُرو سزا ورکړل شوې ده.

د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو شمېرو له‌مخې؛ دغه ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغه کسانو کې ۲۵۰ مېرمنې هم شاملې دي.

یادې ډلې په ۲۰۲۵کال کې بیا لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.

طالبان: په بېګانۍ نښتو کې ۳۲ پاکستاني سرتېري وژل شوي او دوه ډرون الوتکې نسکورې شوې دي

۱۰ کب ۱۴۰۴ - ۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۳۲ GMT+۰
طالبان: په بېګانۍ نښتو کې ۳۲ پاکستاني سرتېري وژل شوي او دوه ډرون الوتکې نسکورې شوې دي
100%

د طالبانو دفاع وزارت وایي، د غچ اخیستونکو عملیاتو په لړ کې تېره شپه په ننګرهار، پکتیا، خوست او کندهار ولایتونو کې د دوی د لیزري ځواک پرمټ پر پاکستاني اړخ تعارضي بریدونه شوي چې په پایله کې یې لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او ګڼ پوځي تاسیسات زیانمن شوي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي پر اېکس پاڼه په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، یاد بریدونه د ۲۰۳ منصوري، ۲۰۱ خالد بن ولید او ۲۰۵ البدر قول اردوګانو له‌خوا پیل شوي دي.

د نوموړي په وینا؛ د عملیاتو پر مهال «یو ټاور او څلور لویې پوستې نیول شوې دي او د ماینونو د چاودنو له امله ۳۲ عسکر وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي». هغه ادعا کړې، چې په دغه بریدونو کې «دوه ډرون الوتکې نسکورې شوې او یوشمېر پوځي تجهیزات په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي».

طالبان دغه عملیات «انتقامي بریدونه» بولي؛ خو د یادو ادعاوو په اړه تر دې دمه پاکستاني چارواکو څه نه‌دي ویلي.

طالبان وايي تېرو دوو ورځو کې ۱۷۵۰ افغان کډوال له پاکستان څخه راستانه شوي

۸ کب ۱۴۰۴ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۳۷ GMT+۰
طالبان وايي تېرو دوو ورځو کې ۱۷۵۰ افغان کډوال له پاکستان څخه راستانه شوي
100%

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روانې شخړې تر سیوري لاندې، په تېرو دوو ورځو کې د ننګرهار او سپین بولدک له لارې ۳۳۰ افغان کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د پنجشنبې او جمعې په ورځو له پاکستان څخه ۳۳۰ افغان کډوالې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷۵۰ کسانو ته رسېږي په جبري توګه افغانستان ته راستنې شوې دي.

د یاد کمېسیون د معلوماتو له‌مخې، د یادو کډوالو له ډلې ۲۹۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۳۶ تنه و د ننګرهار د تورخم له لارې او ۳۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۷ کسانو ته رسېږي د کندهار د سپین بولدک له لارې راستنې شوې دي.

همدارنګه طالبانو ویلي، چې د پنجشنبې او جمعې په ورځو ۱۶۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۰۸ تنو ته رسېږي د نیمروز د ورېښمو پله له لارې او ۲۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۷ تنه و د هرات د اسلام‌کلا له لارې له ایران څخه افغانستان ته راستنې شوې دي.

یاد افغان کډوال پر داسې مهال له پاکستان او ایران څخه راستانه شوي دي، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي کچه خورا لوړه شوې ده.

ریچارډ لېنډسي: برېتانیا د افغان ښځو او نجونو ملاتړ او هغوی ته د مرستو رسولو ته ژمنه ده

۸ کب ۱۴۰۴ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۰۵ GMT+۰
ریچارډ لېنډسي: برېتانیا د افغان ښځو او نجونو ملاتړ او هغوی ته د مرستو رسولو ته ژمنه ده
100%

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي ویلي، چې د افغانستان د بشري ناورین په اړه یې له نړۍوالو خیریه بنسټونو سره په ناسته کې دغه هېواد ته د مرستو رسولو پر لارو چارو خبرې کړې دي.

ریچارډ لېنډسي د جمعې په ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د برېتانیا د سرې میاشتې، نړۍوال فدراسیون او د افغان ښځو د ملاتړ ټولنې له غړو سره یې په لیدنه کې په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه اغېزناکې او جدي خبرې کړې دي.

نوموړي د افغان مرستندویه کارکوونکو زړورتیا د ستاینې وړ بللې ده.

پر همدغه مهال ریچارډ لېنډسي زیاته کړې: «برېتانیا به د افغان ښځو او نجونو او هغو کسانو ملاتړ ته دوام ورکړي چې د هغوی لپاره نه ستړي کېدونکي هڅې کوي».

دا په داسې حال کې ده، چې برېتانیا یو له هغو هېوادونو دی چې په تېرو څو کلونو کې یې د افغان ښځو د حقونو او د هغوی د بشري وضعیت په اړه فعال ډیپلوماټیک او مالي رول لوبولی دی

د ټي ټي پي مشر خپلو جنګیالیو ته: پاکستان کې داسې بریدونه وکړئ چې د "دښمن" ملا ماته شي

۸ کب ۱۴۰۴ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۴ GMT+۰
د ټي ټي پي مشر خپلو جنګیالیو ته: پاکستان کې داسې بریدونه وکړئ چې د "دښمن" ملا ماته شي
100%

د پاکستان د وروستیو بریدونو په غبرګون کې د تحریک طالبان پاکستان مشر خپلو قومندانانو او جنګیالیو ته په یوه خپاره شوي لیک کې امر کړی چې په پاکستان کې دې داسې بریدونه ترسره کړي چې د دوی په وینا «د دښمن ملا ماته شي». هغه ویلي له افغانستان سره د همدردۍ په موخه دا امر کوي.

په یاد مکتوب کې چې د دې ډلې له لوري خپور شوی، د ټي ټي پي له سیمه‌ییزو او ولایتي مسوولینو غوښتل شوي چې خپل فعالیتونه چټک کړي او بریدونه منظم او اغېزناک ترسره کړي. همداراز ټینګار شوی چې د عملیاتو معلومات دې په ویډیويي بڼه د رسنیو له لارې خپاره شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په سیمه کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې او د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

تر اوسه افغان طالبانو او د پاکستان حکومت په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.