ایران د سپاه پاسداران قوماندان، د وسلهوالو ځواکونو عمومي مشر او دفاع وزیر وژنه تایید کړه

ایراني چارواکو تایید کړه، چې د وسلهوالو ځواکونو عمومي مشر عبدالرحیم موسوي، د سپاه پاسداران عمومي قوماندان محمدپاکپور، د خامنهيي سلاکار او د دفاع شورا منشي علي شمخاني او د دفاع وزیر عزیز نصیرزاده وژل شوي دي.
ایراني چارواکو ویلي، چې دوی د امریکا او اسراییل په هوايي بریدو کې وژل شوي. د ایران د رسنیو د راپور له مخې؛ دغه کسان د دفاع د شورا د یوې غونډې پر مهال وژل شوي دي.
