د جمهوریت دورې د تجربوله مخې هغو جنګي او مافیایي کړیو، چې د مخدره موادو په قاچاق، اختطاف، اداري فساد او نورو جرمونو کې ښکېلې وې او د نظام د کمزوري کېدو لامل شوې، نه شوای کولای د همغه نظام مشروع بدیل وګرځي. اوس هم بدیل نه دي.
له جمهوریت وروسته هم یو شمېر فرصت طلبه سیاستوال او ځان بولې اپوزېسیوني څېرې پر صحنه پاتې شوې دي. د دوی سیاسي فعالیت په ظاهره پر افغانستان متمرکز دی، خو سیاسي حساب او تکیه یې په بهرنیانو راڅرخي.
د پښتو عامیانه متل په مصداق، « کوړت کوړت دلته کوي او هګۍ» په اسلام اباد او تهران کې. د وروستیو تحولاتو په بهیر کې د دغو څېرو سیاسي موقعیت تر ډېره روښانه شوی؛ ډېری یې وپېژندل شول او پاتې نور هم ورو ورو خپله اصلي څېره بربنډوي.
هغه جریانونه چې د افغانستان په نوم سیاست کوي خو عملي اتکا یې پر اسلاماباد او تهران وي، په واقعي معنا د داخلي مشروعیت د ترلاسه کولو ظرفیت نه لري. په داسې معادله کې که طالبان هم له سیاسي صحنې وځي، بدیل به یې په ډېر احتمال د نورو سختدریځو ډلو په بڼه راڅرګند شي، نه هغه څېرې چې ټولنیز بنسټ او مستقل سیاسي ثقل ونه لري.
وروستیو سیمهییزو تحولاتو وښوده چې ځینې سیاسي ډلې د افغانستان د ملي ګټو پر ځای د خپلو سیاسي محاسبو او مقطعي دریځونو تابع دي. دا ډول چلند د ملي اجماع او اعتماد د لا کمزوري کېدو سبب ګرځي. هغه سیاسي قشر چې په تېرو کلونو کې یې د شعارونو او معاملاتو سیاست پر مخ وړی، نن یې هم له خپلې هغې تګلارې لاس نه دی اخیستی. دا ډول سیاست، چې پر مقطعي معاملې او دوهګوني دریځ ولاړ وي، نه پخوا د باور وړ و او نه هم اوس دی.
د طالبانو پر ضد د شعارونو سیاست هم نوې پدیده نه ده. پخوا هم تشې ادعاوې مطرح کېدې او نن هم ورته شعارونه د سیاسي معاملې د وسیلې په توګه کارول کېږي.
نړیوالو قدرتونو، د سیمې هېوادونو لکه چین، روسیې او هند، او همداراز داخلي سیاسي ځواکونو دا واقعیت درک کړی چې له ټولنیز بنسټ او شفافې اجنډا پرته سیاسي دعوې پایښت نه لري. له همدې امله د معاملې دا بازار ورځ تر بلې تنګېږي.
په پایله کې، هغه سیاست چې په کوردننه ریښه ونه لري او سترګې یې تل بهر ته وي، نه شي کولای د افغانستان د راتلونکي لپاره باور وړ بدیل وړاندې کړي. مشروع بدیل یوازې هغه مهال رامنځته کېږي چې سیاسي عمل د ملي ګټو، داخلي مشروعیت او روښانه برنامې پر بنسټ ولاړ وي، مشروعیت پر دوهګوني دریځ او مقطعي محاسبې نه را منځته کیږي.
اوس دوه لارې دي چې یا به په کوردننه د افغانستان کې د مشروع او قانونمند نظام د جوړیدو لپاره مثبت تغیر رامنځته کیږي او د طالبانو غلطې پالیسۍ به ودریږي او یا به نورې افراطي ډلې رامنځته کیږي او طالبان به له منځه ځي. په وروستي تغیر کې د افغانانو او د سیمې هیوادونو خیر نشته او هر څوک که په داخل یا بهر کې څه کولی شي، د اول بدیل لپاره باید لاس په کار شي.
په دې معادله کې تکیه پر بهر مېشتو سیاسي مدعیانو د حل لاره نه ده. نړیوال لوبغاړي هغوی ښه پېژني او د واقعي بدلون لپاره تر ډېره په داخلي توازن او مشروعیت تمرکز کوي.
همداراز، هغه کسان چې د واک پر مهال یې له دولتي منابعو ناوړه استفاده کړې او د پراخو فسادونو او سرغړونو تورونه پرې دي، نه شي کولای په اسانه توګه د نوې سیاسي پروسې محور وګرځي. د باور د بحران حل یوازې د شفافیت، حساب ورکونې او نوې سیاسي اجماع له لارې شونی دی.
په مدني او فرهنګي ډګر کې هم هغه شبکې چې په مستقیم یا غیرمستقیم ډول د پخوانیو مافیایي یا جنګي جوړښتونو تر اغېز لاندې یا د هغوی برخه وې، د اعتماد وړ بدیل نه شي کېدای. مشروع بدلون هغه مهال رامنځته کېږي چې رښتینی ټولنیز بنسټ او ملي اجماع ورسره مل وي.
که څه هم د افغانستان او سیمې وضعیت پېچلی او د چټکو بدلونونو په حال کې دی، بیا هم فرصتونه شته. شرط دا دی چې سیاسي چلند د احساساتو پر ځای پر تدبیر، ملي ګټو او واقعي مشارکت ولاړ وي. د یوې رښتینې او ټولشموله لویې جرګې جوړېدل، چې د ټول ملت استازیتوب وکړي، کولای شي د ملي اجماع بنسټ کېږدي. د لویې جرګې دایریدل نه بې طالبانو کیدلی شي او نه یې بې د ملت د ټولو سیمو او اقشارو پرته جوړولی شي او نه ګټه لري. یوازې د ملایانو جرګه مشکل نه شي حل کولی.
په ننګرهار او پکتیکا کې د پاکستان پر وروستیو بریدونو، چې د ښځو او ماشومانو مرګژوبله پکې ثبت شوې ده، له هند پرته بل هیڅ هېواد غبرګون نه دی ښودلی، حتا روسیه او ایران چې له طالبانو سره نږدې اړیکې پالي.
یوناما په خپل یوه رپوټ کې وویل، چې په دې بریدونو کې ۱۳ ښځې او ماشومان هم وژل شوي دي. د سیمې په کچه دا یو ستر بشري ناورین و، خو تر ټولو دردوونکې پوښتنه لا هم پر ځای ده: ولې د سیمې هېوادونو او نړۍوالې ټولنې پرې غږ ونه کړ؟
هغه څه چې حیرانوونکي دي، دا دي چې له ټولې نړۍ څخه یوازې هند په ښکاره ډول دا بریدونه وغندل. د هند د بهرنیو چارو وزارت دا بریدونه د پاکستان هڅه وبلله چې خپلې داخلي ناکامۍ په افغانستان وتپي او د بحران پړه له خپلې غاړې وباسي. خو هند له پاکستان سره رقابت هم لري او ډېر وخت د نوي ډیلي او اسلام اباد دریځونه ددوی له خپلمنځي سیالیو هم اغیزمن وي.
خو ولې نور هېوادونه چوپ پاتې شول؟ ځواب یې یوازې په څو جملو کې نه راټولېږي. د سیمې سیاست، لوی قدرتونه، امنیتي تشویشونه او د طالبان د حکومت نړۍوال موقف ټول د دې چوپتیا په جوړولو کې برخه لري.
د روسیې ویره
روسیې په ۲۰۲۵ کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند او د نړۍ لومړنی هېواد و چې دا ګام یې پورته کړ. دا د مسکو لپاره یوه ستره ستراتیژیکه پرېکړه وه، ځکه روسیې د افغانستان او تاجکستان پر پوله د وسلهوالو ډلو له پراخېدو ژوره وېره لرله.
د روسیې لپاره حقیقي ګواښ دا دی چې که طالبان منزوي پاتې شي، سیمهییزې توندلارې ډلې به لا پیاوړې شي او د منځنۍ اسیا امنیت به جدي خراب کړي. همدا علت دی چې مسکو هڅه وکړه طالبان په رسمیت وپېژني، څو له دوی سره د همکارۍ له لارې سرحدي امنیت کې پرمختګ وکړي.
خو ستونزه لا هم حل شوې نه ده، سره له دې چې روسیې د رسمیت پېژندنې وروستی کارت هم ولوباوه، د منځنۍ اسیا امنیت د وسلهوالو د فعالیتونو له امله لا هم خوندي نه دی او مسکو له دې خطره نه شي تېرېدلی.
د همدې ستراتیژیک حساسیت له امله روسیه پر پاکستاني بریدونو خاموشه پاتې شوه؛ ځکه نه غواړي د طالبانو له امله پاکستان خپه کړي او یو بل اساسي علت دا دی چې له تاجکستان سره پر پوله وروستیو کړکېچونو د روسیې ویره لا هم زیاته کړې ده.
طالبانو ته نېږدې خو محتاط ایران
طالبانو ته یو بل نېږدې هېواد، ایران، هم غلی پاتې شو. په وروستیو کې د تهران چارواکو څرګنده کړې چې د طالبانو رسمي پېژندنې ته نور هېڅ مانع نه شته او ډېر ژر به د دې پروسې وروستی پړاو هم بشپړ شي.
نو ولې ایران د افغانستان پر خاوره د پاکستان د بریدونو ضد دریځ نه نیسي؟
ایران نه غواړي د طالبانو د ملاتړ په بدل کې له پاکستان سره خپلې اړیکې ترینګلې کړي. تهران او اسلاماباد دواړه د سیمې د نفوذ لپاره سیالي کوي، خو په طالبانو پورې اړه لرونکې برخې کې دواړه هېوادونه غواړي اړیکې په ډېر احتیاط مدیریت کړي. ایران پوهېږي چې که د پاکستان پر بریدونو غږ پورته کړي، دا کار ممکن د طالبانو او پاکستان د اړیکو په حساسو معادلو کې ګډوډي راولي، چې خپله د تهران اوسني دریځ او له امریکا او اسراییل سره د ناندریو په درشل کې د تهران په ګټه نه تمامیږي.
له همدې امله، ایران هم چوپ پاتې شو.
لویدیځ ته افغانستان لومړیتوب نه لري
نړۍوال سیاست دا مهال له لویو کړکېچونو سره مخ دی. لوېدیز هېوادونه په ۲۰۲۶ کې له ایران سره د احتمالي پراخې شخړې په درشل کې ولاړ دي او اروپايي هېوادونه د اوکراین د جګړې پنځم کال تجربه کوي، چې وضعیت یې خورا حساس کړی دی.
د شنبې او یکشنبې ترمنځ شپه کې د پاکستان هوايي ځواکونو د افغانستان په ختیزو او جنوبي سیمو کې اووه بېلابېل ځایونه بمباري کړي دي. تر اوسه د خپرو شویو خبرونو له مخې، پاکستانی بمبارۍ د ننګرهار په بهسود، غني خیل او خوګیاڼو او د پکتیکا په برمل او اورګون ولسوالیو کې شوې دي.
تر دې ساعته رارسېدلو خبرونو کې راغلي دي چې د بهسودو ولسوالۍ په ګردي کڅ کې د یوه ملکی وګړي کور په نښه شوی دی چې په دې پېښه کې د کورنۍ ۱۷ غړي مړه شوي دي او د کورنۍ په نولسو تنو کې یوازې دوه کسان ژوندی پاتې دي. په وژل شویو کسانو کې یو کلن ماشوم او ګڼ شمېر ښځې هم شاملې دي. په دغو بمباردمانونو کې زیاتره ملکی خلک وژل شوي او ټپیان شوي دي، او کله چې د دغو لرې پرتو سیمو خبرونه رسنیو ته ورسیږي، د مړو او ژوبل شویو کسانو شمېر به په حتمي توګه لوړېږي.
دا لومړی ځل دی چې پاکستان په رسمي ډول په افغانستان کې د الوتکو له لارې د «دقیقو اهدافو» په نښه کولو خبره مني، او ادعا یې کړې ده چې د پاکستان جنګي الوتکو د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او داعش غړي ویشتي دي. د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په بشپړه اعلامیه کې دغه بمبارۍ د ټي ټي پيله خوا په اسلام آباد، باجوړ او وزیرستان کې په نږدې ورځو کې د پاکستان په وسلهوالو ځواکونو باندې د بریدونو غچ بللی دی.
د افغان طالبانو د دفاع وزارت هم په افغانستان کې د پاکستانی هوايي بریدونو د خبر تصدیق کړی او د دغو بریدونو په وړاندې د «سنجول شوي» ځواب ویلو ژمنه یې کړې ده. دا خبره ډېره عجیبه ده چې پاکستان له یوې خوا په TTP باندې د روژې په میاشت کې د مسلمانانو د وینې تویولو تور لګوي، خو له بلې خوا یې خپله د روژې په مبارکه میاشت کې په هوايي بمبار کې د مسلمانو ښځو او ماشومانو وژلو او ټپي کولو ته زړه ښه کړی دی.
تیره اونۍ د سعودي عربستان له خوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د موجودې ترینګلتیا د سولهییزو خبرو اترو له لارې د ختمولو د پاره د هڅو خبر هم په رسنیو کې خپور شوی و. په خبر کې راغلي و چې د سعودي عربستان یو لوړپوړي هیئت افغانستان ته په دې موخه سفر کړی و چې د دواړو ګاونډيو مسلمانو هېوادونو ترمنځ د شخړو د سولهییزې هوارۍ لاره پیدا کړي.
دغه هیئت په دې بریالی شوی و چې درې تنه پاکستانی عسکر د افغانستان له بند څخه ازاد کړي او پاکستان ته یې وسپاري، چې تېر کال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لنډې جګړې پر مهال افغان طالبانو نیولي وو. که څه هم د دغو پاکستانی بندیانو آزادېدل یوه لاس ته راوړنه ګڼل شوې وه، خو داسې ښکاري چې پاکستانی جنرالان او افغان طالبان د یو بل سره په اختلاف کې پر خپل دریځ کلک ولاړ پاتې شول او د مصالحت لار یې غوره نه کړه، چې په نتیجه کې اوس نوې جګړې ته زمینه برابره شوې ده.
د طالبانو پروژې په اړه د پاکستانی جنرالانو دریځ ضد و نقیض خصوصیات لري. د مثال په توګه، پاکستانی تبلیغات په طالبانو باندې د هند د ګټو لپاره د کار کولو تور لګوي، خو دغه تبلیغات د دې پوښتنې کوم ځواب نه لري چې که طالبان رښتیا هم د هند د ګټو لپاره کار کوي، نو د هند دغه متحدین شل پنځویشت کاله په پاکستان کې چا ساتلي وو؟ دوی څنګه د پاکستان له خوا تمویل، تجهیز او حمایه شوي وو؟ ولې پاکستانیانو دوی د اسلام مجاهدین بللي او د دوی دا دعوه برحقه ګڼلې؟ د طالبانو په اړه د پاکستان زوړ او نوی دریځ ولې دومره ضد و نقیض دی؟
حقیقت دا دی چې پاکستان د څلورو لسیزو نه زیات وخت په نیابتي جګړو کې برخه اخیستې او په پرلهپسې توګه یې په افغانستان کې جګړې ته لمن وهلې ده. له دې لارې ګڼ شمېر پاکستانی پوځیان او ملکی واکمنان شمتن شوي او په ډالرو کې میلیاردران شوي دي. اوس په نویو شرایطو کې دغه زاړه سیاستونه د پاکستان د مرۍ د اعدام د پړي غوندې تاو شوي دي. تر ټولو خطرناک ټکی دا دی چې پاکستانی جنرالان په خپلو زړو تېروتنو اعتراف نه کوي، نو ځکه یې نویو تېروتنو ته ملا تړلې ده. د دوی دا خیال دی چې رښتیا ویل اړین نه دي او د رسنیزو تبلیغاتو له لارې تور سپین او سپین تور جوړېدلی شي.
د پاکستان د هوايي بریدونو یوه بله انګیزه د خپل پوځي قوت تظاهر هم دی. پاکستان د څلورو هېوادونو، یعنې چین، افغانستان، ایران او هندوستان سره ګاونډی دی. د پاکستان جنرالواکۍ په دې باور ده چې د هېواد په سیاسي قدرت، اقتصادي منابعو او د مملکت په داخلي او بهرني سیاستونو غلبه د ځواکمنتیا په دلیل لري. دوی اړتیا لري چې وخت په وخت په داخل او خارج دواړو کې د خپل پوځي ځواک تظاهر وکړي. په خپلو دریو نورو ګاونډيو هېوادونو باندې د پوځي برید کولو امکان پاکستان ته نشته، نو یوازینی نظام چې پرې برید کېدای شي، د طالبانو امارت دی، ځکه هغه داخلي او بینالمللي مشروعیت نه لري او پراخ دفاعي نظام نه لري.
له همدې امله پاکستان د طالبانو د امارت د ضعف له لارې په کابل کې د طالبانو مرسته کوله ترڅو دغه ګاونډی هېواد ضعیف وساتي. له دې سره سره، د پاکستان جنرالواکۍ ته یوه بله مساله دا ده چې په تیرو څو کلونو کې په بلوچستان او پښتونخوا کې یې د جګړې او وینې تویولو مخه نه ده نیولې. په ټول پاکستان کې په عامه توګه او په پنجاب کې په ځانګړې توګه، عام خلک پوښتنه کوي چې د هېواد د بودجې غټه برخه په پوځ مصرفېږي، خو دومره لوی پوځ په دې ایالتونو کې د جګړې مخه نه شي نیولی.
جنرالواکۍ له یوې خوا د جګړې ټول مسوولیت په افغانانو اچوي او له بلې خوا د هوايي بریدونو په کولو غواړي وښيي چې ګویا جنرالواکي کراره ناسته نه ده، او څوک چې د جګړې مسوول بولي، د هغوی د مجازات کولو لپاره ورپسې ورځي. خو دلته مساله دا ده چې د افغانستان عام خلک د دغو بریدونو هدف ګرځول کېږي او کله هم طالبان په دغو بریدونو کې زیان نه ویني، نو ځکه د پاکستان ادعاوې د اعتبار وړ نه دي. پاکستان به هله له خپلو ضد و نقیض سیاستونو راووځي چې پر خپلو غلطیو او ناکامیو اعتراف وکړي او د افغانستان په داخلي چارو کې د مداخلې نه لاس واخلي، خو تر اوسه یې په سیاست کې داسې بدلون نه ښکاري.
د ۲۰۲۱ کال د افغان جمهوریت سقوط نه یوازې د افغان ټولنې پر ژوند ژور اغیز وکړ، بلکې د سیمې امنیتي جوړښت یې هم بدل کړ. پاکستان دا ځل هم له دې وضعیت څخه د خپلو ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره ګټه پورته کړه او د خطرونو تعریف یې امنیتي یا Securitization چوکاټ له لارې بیا جوړ کړ.
دغه مقاله د Securitization امنیتي کولو نظریه تشریح کوي، له سقوط وروسته د پاکستان ستراتیژیک اهداف، د هغوی پلي کول، او د سیمې امنیت او هویتي سیاست ته د دې اقداماتو لنډمهاله او اوږدمهاله اغیزې ارزوي.
د سیکورټایزېشن یا امنیتي کولو نظریه چې د کوپنهاګن فکري مکتب ايجاد دی هغه پروسه ده چې پکې یو دولت یا ډله یوه موضوع د «وجودي ګواښ» په توګه تعریفوي، څو هغه له عادي سیاسي بحث څخه وباسي څو پر وړاندې يي استثنايي اقداماتو ته مشروعيت ورکړي.امنيتي کول په واقعي مانا د نا امنيو د پايلې نتېجه نه وي، بلکې هدف دا دی چې څنګه يوه موضوع او یا ستونزه بحث ته واچوي او بيا يي د ستر ګواښ په ډول معرفي او وړاندې کړې.
د دې نظریې بنسټیز استدلال دا دی چې کله یو دولت او يا حاکمه ډله یوه موضوع د «وجودي ګواښ» په توګه ټاکي ، نو یوازې د خطر په اړه خبرې نه کوي، بلکې د هغې لپاره واقعي وضعيت رامنځته کوي. د بېلګې په ډول، یا خو کنټرول شوې نا امنۍ ( بریدونه) کوي او يا خو پر پوله د متخاصم هېواد سره کړکېچ رامنځ ته کوي او بيا دا کړکېچ او شخړه دومره غټوي چې د هيواد ملي بشپړتيا او يا هويت ته خطر و ګڼل شي، نو دې وخت کې دا موضوع له عادي سیاسي محور څخه اضطراري امنیتي مرحلې ته انتقاليږي. که چيرته ګواښ واقعي موجود وي بيا دې ته امنتي کول وايي او که کومه وړه سياسي موضوع د تبليغاتو له لارې ډيره جدي ګواښ مرتبې ته پورته کوي دېته بيا د امنيتي کولو سياسي استعمال ويل کيږي.
د يوې موضوع امنيتي کول له درې حالاتو سرچېنه اخلي:
خطر واقعي وي او امنیتي کول هم منطقي وي.
خطر محدود وي، خو مبالغه وشي. ( لکه په پاکستان کې نا امني)
خطر سیاسي وي، خو امنیتي معرفي شي. ( لکه د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه)
امنیتي کول د خطر د درجې په اړه نه، بلکې د خطر د وړاندې کولو په اړه بحث کوي چې څومره خلک ستا د تبليغاتو تر تاثير لاندې راځي.
د يوې موضوع امنیتي کول یوازې د دولت له اعلان سره نه بشپړېږي؛ بلکې درې شرطونه لري:
الف) امنیتي کوونکي(Securitizing Actor)هغه څوک چې موضوع د ګواښ په توګه معرفي کوي (لکه حکومت، پوځ، یا ډله).
ج) د مخاطب منل (Audience Acceptance) که ټولنه، ولس، رسنۍ، یا نړیواله ټولنه دا روایت ومني، امنیتي کول بریالی کېږي.که مخاطب قانع نه شي، امنیتي کولو ستراتيژي ناکامېږي.
پاکستان د ستراتيژيک عمق پاليسۍ لومړی پړاو چې افغانستان کې د جمهوریت سقوط ووپه بریا ترلاسه کړو او د دغه بريا جشن يي په راولپنډۍ، اسلام اباد او کابل سيرينا هوټل کې ولمانځو. له دغه جشنونو وروسته پاکستان د ستراتيژيک عمق پاليسۍ دويم پړاو ته ( Securitization) د دولت د امنيتي کولو پراختيا مرحله شروع کړه او دغه لاندې څلور موضوعات يي د امنتي ګواښ په توګه معرفي کړل:
د TTP فعالیتونه
ډيورنډ کرښې ازاد تګ راتګ
افغان کډوال
سرحدي ملي هویت ( لر او بر یو افغان)
په وزیرستان کې د ټي ټي پي د غړو انځور
پاکستان دا ټول د «ملي بقا» او «وجودي خطر» په ژبه خپل ولس او نړۍ ته وړاندې کړل. او همدا شيان يي وسېله کړل تر څو لاندې پنځه اهداف ترلاسه کړي:
مستعمره پښتونخوا او بلوچستان کې وضعيت کنټرولول. د ډيورنډ کرښې د بې ثباتۍ په بهانه د پښتنو اکثریت سیمو کې مدني او سیاسي فعالیت محدودول، ملتپاله، ازادي غوښتونکي خوځښتونه کمزوري کول، او مرکزي (پنجابي) دولت ته ځواک ورکول.
د پښتون ملتپالنې کمزوري کول: خپلواک قومي-ملتپالي روایتونه چې په دې وروستيو کې يي وده کړې وه او د پراختيا په حال کې وو د عنعنوي یا محدود ګونديز چوکاټ لاندې راوستل او يا د همدغه تش په نوم ملتپالو ګوندونو لخوا محدودول.
مذهبي محافظهکارۍ ته وده ورکول: د ملتپالنې/ لوي افغانستان او يا ازاد پښتونستان روايات بيرته مذهبي افراطيت تر سيوري لاندې راوستل.
د پوځي واک بیا بحالول: د پاکستاني پوځ پخوانی ظالم او وحشيمخ او ځواک بيرته اعاده کول، د پوځ پرضد هر راز څرګندونو، جلسو او لاريونونو مخنيوی کول.
نړيوال مشروعیت ترلاسه کول: د افغانستان د بېثباتۍ له لارې پاکستان د ترهګرۍ قرباني په توګه وړاندې کول، د نړیوال فشار کمول، او د اقتصادي ملاتړ لاسرسی اسانول.
د پورته اهدافو د ترلاسه کولو لپاره پاکستان ته د فرصتونو ضرورت وو، او دغه فرصتونه په افغانستان کې د حاکم رژيم سره په نږدې رسمي اړيکو نه شوای ترلاسه کيدلای نو پاکستاني ادارو لازمه و ګڼله چې طالبانو رژيم سره اړيکې د يو مستقل حکومت او يا سيستم په کچه نه بلکې د پخوا په څير د يوې ډلې په څير چلند وکړي. په فعلي وضعيت کې د طالبانو او پاکستان اړيکې د نظام په کچه ډيرې خرابې دي خو دغه اړيکې بيا په فردي، ډله ييز او قوماندانانو په کچه فوق العاده ښه حالت کې دي.
همدارنګه په افغانستان کې د طالبانو په راتګ سره د پاکستان ده دوه متضادو رواياتو ستونزه هم په نړيواله او سېمه ييزه کچه نه چليدله؛ پاکستان په يو وخت دا دوه متضاد روایتونه نشي ساتلی چې هم دې د ترهګرۍ قرباني هيواد وي او هم دې د طالبانو سره ښکاره رسمي، ژورې او يا د حکومت په کچه اړیکې ولري.
پاکستان د نوي ستراتيژۍ له مخې بايد طالبانو سره اړیکې کړکېچنې، جنګي او نه رغیدونکې وښايي او د دې روايت د حاکم کولو لپاره ضرورت وو چې د پاکستاني طالبانو تحريک چې ده ډيرو امنيتي کارپوهانو او زيات شمير افغانانو او پښتنو په اند د پاکستاني استخباراتو يوه نيابتي ډله ده له دوي د فرصت په ډول استفاده وکړي او په مستعمره پښتونخوا کې د دوي له نا امنيو د فرصت په ډول استفاده وکړي.
پاکستان ته د (TTP) د فعاليتونو زياتوالی او خوندي پټنځايونو ادعاوو د دې فرصت رامنځ ته کړو چې پاکستان دکرښې د بېثباتۍ مسله د عادي امنيتي ستونزې پر ځای د «وجودي ګواښ» په توګه تعريف کړه. له ټولو نښو نښانو داسې ښکاري چې پاکستاني طالبانو تحريک د تهديد پرځای پاکستاني اسټبليشمنټ لپاره څو چنده زیات فرصتونه برابر کړی دی. ځکه ده تحريک جګړه که څه هم امنيتي اړخ لري خو پاکستان ترينه د کور دننه او بهر ډيره سياسي استفاده وکړه او لايي هم کوي.
د پښتون ملتپالنې کمزوري کول:
پاکستاني پوځ او ادارو د پاکستاني طالبانو د تحريک او افغانستان سره د کړکېچونو او جنګي اړيکو په بهانه مستعمره پښتونخوا او بلوچستان کې د امنيتي پراختيا ملي ستراتيژۍ (Securitization له مخې قومپالې، ملتپالې، ازادۍ غوښتونکو او د لر او بر يو افغان شعار وويونکي مدني خوځښتونه محدود او پر دوي يي قومي او سياسي فضا تنګه کړه مهم غړيترور، زنداني او يا له هيواده تېښتې ته اړ ويستل او پر ځای يي يو ځل بيا په نوم ملتپاله پښتانه ګوندونه، ډلې او اشخاص رامخ ته کړل.
د دې لپاره چې د لر او بر افغان ترمنځ کرکه، نفرت او فاصله لاپسې زياته کړي، د ډيورنډ کرښه يي و تړله، هلته ميشت افغان مهاجرين راوشړل،د کرښې دواړو غاړو ولسونو ترمنځ يي سوداګري، تګ راتګ، کلتوري تبادله او د کورنيو ليدنې د ملي امنيت ته د خطرپه توګه تعريف کړل، او لاهم د کرښې هاخوا په سلګونه سیاسي او رسنيز فعاليتونه پېل شوی دي چې د افغانستان خاوره د لر وطن لپاره سترګواښ په شکل د پښتنو په ذهن کې ځای کړي.
کله چې دوه هيوادونو ترمنځ پر پوله ميشتقوم ترمنځ واحد فکر او روايت له منځه وړې، نو د دوي ترمنځ فاصلي يواځې امنيتي خطر روایت ایجادولای شي او بايد وضعيت امنیتي ژبې په چوکاټ کې بیان شي، یعنې «موږ د امنیت له پلوه خوندي یو، هغوی ګواښ دي»، نو په دې روایت سره پر کرښه د ميشت قوم ترمنځ سیاسي واټن او د باور کمښت ژورېږي.د پخوا «ورور، خپل، قبيله» تصور ورو ورو د «نامعلوم، خطر، ګواښ» تصور ته واوړي.
د پښتنو ګډ هويت او ارزښتونه همدا اوس له ستر ګواښ سره مخ دي، د افغانستان بیرغ او د لر او بر يو افغان چغه چې له سقوط د مخه تر اسلام اباد او راولپنډۍ رسېدلې وه اوس د کرښې دواړه غاړو ته جرم ګڼل کيږي. له سقوط د مخه د لر او بر وطن لپاره پنجاب د ګډ دښمن په توګه پيژندل کيدو، خو د سقوط راوروسته اوس لر وطن د بر او بر وطن د لر وطن دښمن ياديږي.
مذهبي محافظهکارۍ ته وده ورکول:
پاکستان په افغانستان کې د طالبانو په حاکمولو او د TTP د مهندسي ګواښ په نتېجه کې و کولای شول چېپښتنو ملتپالو ځوانانو ترمنځ فکري انحراف او يا کنفيوژن رامنځ ته کړي. د پاکستان د ادارو لخوا د امنيتي خطر روایت نن سبا ډيری پښتانه ملتپاله اشخاصو ته داسې احساس ورکړ چې ګويا مذهبي توندلاري ډلې به و کولای شي پنجاب مات کړي او دوي اوس فکر کوي چې په افغانستان کې يو «پښتون اسلامي حکومت» به د پنجاب د ماتي سبب شي؛نو قومي روايت (Ethnic Nationalism) پر ځای مذهبي-اسلامي روايت تقریبا حاکم شو. پاکستان پوهيږي چې مذهبي توندلاري ډلې هېڅکله هم پنجاب ته ګواښ نه بلکې هميش فرصتونه ایجادوي.
کله چې روايت مذهبي شي، نو:
د سرحدي کرښې (ډيورنډ) بحث کم رنګه کېږي
د خپلواکۍ يا ځانګړې واکمنۍ بحث کمزوری کېږي
غوښتنې له قومي ژبې څخه مذهبي ژبې ته اوړي
دلته موږ کولای شو د کردانو مسالې سره د پښتنو مسايل ربط ورکړو، که څه هم یوه مساله د بلې مسالې په شان کټ مټ يو شان نه وي خو په ډيرو خواوو کې ورته والی لري.
د ترکېې، سوريا او عراق دننه کردان يو لوي قومي اقليت دی، د دوي کړکېچ و مبارزه د خپلواکۍ او يا د خودمختارۍ او کلتوري حقوقو پر سر وه، خو د ترکې دولت دغه موضوع له قوميت په مذهب بدله کړه. Syrian Democratic Forces (SDF) او YPG هڅه وکړه چې د کردانو قومي اداره جوړه کړي او د شمالي سوریې خودمختاري وساتي او کردان له د مذهبي جګړې څخه لرې وساتي خو استخباراتي لاسونه اوږده وو او حاکم وضعيت هم د کردانو په ګټه نه وو نو جګړې او مبارزې مذهبي رنګ واخيست. کله چې فضا مذهبي شي، قومي پروژه کم تمرکز ترلاسه کوي، ځکه ټول ځواکونه د مذهبي بقا پر ژبه خبرې کوي.
همدارنګه که د پاکستان سره د افغانانو احساسات، جګړه او يا دښمني له ملتپالنې مذهب خوا ته لاړه نو بيا پنجاب ګټونکی دی.
پوځي واک اعاده او نړيوال مشروعیت ترلاسه کول:
پاکستان پوځ چې د لسيزو راهيسې د ترهګرو په روزنه، تمويل او تجهيز تورن وو اوس يي د قرباني په نوم یاديږي، پاکستان پوځ او ادارو يو ځل بيا په خپله پخوانۍ وحشي څيره راڅرګند شو چې د پښتنو ملتپالو په مظلومانه نيونې، زورنې او ترور يي پېل کړی دی. واک يي د امنيتي خطر د ستراتيژۍ پر اساس لا پسې غښتلی شوی دی.
د دې ترڅنګ پاکستان په اقتصادي او سياسي لحاظ هم ګټه وکړه،د نړيوال اقتصادي فورمونو دخړ ليست څخه وتل، نړيوالې مرستې بيا ترلاسه کولو ترڅنګ يي د ترهګرۍ قرباني روایت هم قوي شو.
پايله؛
د امنیتي کولو نظریه ښيي چې دولتونه کولای شي سیاسي، قومي یا سرحدي موضوعات د وجودي ګواښ په توګه تعریف کړي او د استثنايي اقداماتو مشروعیت رامنځته کړي. د افغانستان د جمهوریت له سقوط وروسته، پاکستان د همدې نظریې له چوکاټ څخه په ګټې اخیستنې سره خپل ستراتیژیک اهداف تعقیب کړل.
موږ افغانان بايد لارې چارې و لټوو چې څنګه قومي بحث د امنیت له چوکاټ څخه د حقوقو او سیاسي مشارکت چوکاټ ته واوړي. او په هېڅ صورت پښتون ملتپالنه د مذهب او يا وسله وال روايت سره و نه تړي، ځکه کله چې ملتپالنه د مذهب تر سيوري لاندې راشي مخالف لوري ته يي امنيتي کول اسانه دي.
همدارنګه افغانان بايد د پاکستان د تبليغاتو ښکار نشي، مسايلو ته د ځمکنيو حقايقو له هېندارې و ګوري نه له احساساتو؛ او ده وله مولوي صېب روايت ته د يو مذهبي او مهندسي شوي روايت په سترګه و ګوري نه د يو قومي. همدرانګه قومي بحث که مدني-حقوقي پاتې شي، مشروعیت یې زیات وي او امنيتي کول يي دښمن لپاره ستونزمن وي.
زموږ د افغانانو بریا په دې کی ده چې د پاکستان د تبليغاتو تر سيورې لاندې رانشو او دغه موضوعات غير امنيتي کړو.
په پاکستان کې د پېچلو مسایلو او بحرانونو کمبود نشته. په بلوچستان او پښتونخوا کې جګړې روانې دي، اقتصاد تر اوسه بحراني دی، له هند او افغانستان سره هم شخړې لري خو له دغو ټولو مسایلو سره سره د پاکستان په میډیا او نړیوالې میډیا کې د زیاتره خبرونو موضوع په محبس کې بندي عمران خان دی.
د پاکستان د تحریک انصاف رییس او د هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان د راولپنډۍ په اډیاله نومي محبس کې له دوو کالو او اتو میاشتو راهیسې بندی دی. هغه په ګڼ شمېر دوسیو کې محاکمه شوی او په بند محکوم شوی دی، بیا د استیناف په محکمو کې په ډېرو دوسیو کې یې برائت هم موندلی دی، خو حکومت هغه ایله کېدو ته پرې ایښې نه دی او د هغه په ضد یې نوې دوسیې محاکمو ته وړاندې کړې دي.
د څه مودې نه حکومت د عمران خان خوېندو او د هغه د دفاع وکیلانو ته په محبس کې د هغه سره د لیدلو اجازه نه ورکوي. علت یې دا دی چې هرکله چې د عمران خان خوېندې او یا د هغه د دفاع وکیلان د هغه سره په محبس کې وویني نو عمران خان د هغوی په لاس میډیا ته د پاکستان د پوځ او په خاصه توګه د پوځ د لوی درستیز فیلډ مارشال عاصم منیر په ضد داسې تند بیان راولیږي چې بیا په ورځو ورځو په خواله رسنیو کې چلیږي.
د عمران خان ګوند تحریک انصاف په خواله رسنیو کې ډېرې ځواکمنې شبکې لري، په خاصه توګه هغه شپږ اووه یو ټیوبران چې په امریکا او بریتانیا کې ناست دي، د مارشال عاصم منیر په ضد داسې قوي تبلیغات کوي چې حکومت یې د مخنیوي په چل نه پوهېږي، نو حکومت ته دا غوره بریښي چې نه به څوک د عمران خان سره په محبس کې ویني او نه به د عمران خان انتقادونه میډیا ته راځي.
خو له څه مودې راهیسې د عمران خان د کورنۍ غړو او د هغه وکیلانو د هغه د روغتیا په اړه تشویشونه څرګندول او غوښتنه یې کوله چې حکومت دې د عمران خان شخصي ډاکټرانو ته محبس کې د هغه د لیدلو اجازه ورکړي.
که څه هم حکومت دغه غوښتنه ونه منله خو د شپې په تیاره کې یې عمران خان د معایناتو لپاره یوه سرکاري روغتون ته بوتلو، او هغلته د معایناتو نه پس حکومت وویل چې عمران خان روغ جوړ دی، خو د هغه خوېندو او د هغه د ګوند غړو وویل چې هغوی د حکومت په خبره باور نه لري.
د فبرورۍ د میاشتې په دویمه اونۍ کې د سترې محکمې د قاضی القضات یحي اپریدی په امر حکومت د عمران خان وکیل ته د هغه سره د ملاقات اجازه ورکړه، نو عمران خان وکیل ته وویل چې د هغه د ښۍ سترګې پنځه اتیا فیصده نظر له منځه تللی دی. د دې خبر په خورېدو د عمران خان د ګوند غړو تر څلورو ورځو پورې د پروتست په توګه د پښتونخوا او د پنجاب ترمنځ عمومي سړکونه د ترافیک په مخ تړلي وساتل او په اسلام اباد کې په پارلمان کې د عمران خان پلویانو څلور ورځې پرلت وکړ او غوښتنه یې وکړه چې عمران خان دې د محبس نه بهر په روغتون کې بستر شي، خو حکومت دغه غوښتنه ونه منله او د عمران خان پلویانو د روژې د مبارکې میاشتې په رارسېدو خپل پروتست وځنډاوه.
د پاکستان اوسنی حکومت عمران خان او د هغه سیاسي ګوند تحریک انصاف ځان لپاره ځکه خطر ګڼي چې په واقعیت کې په کال ۲۰۲۴ کې دایر شوي انتخابات واکمن ګوند بایللی وو او د رایه ورکونکو اکثریت د عمران خان ګوند ته رایې ورکړې وې، خو پوځي استخباراتو په تقلب او درغلي کولو سره د ټول ټاکنو نتایجو ته تغیر ورکړی وو، او په خاصه توګه په پنجاب کې یې د نواز شریف ګوند مسلم لیګ په درغلۍ بریالی اعلان کړی وو. ځکه عمران خان د لومړي وزیر شهباز شریف مرکزي حکومت او په پنجاب کې د هغه د وریرې مریم نواز شریف ایالتي حکومت غیر مشروع بولي، او غوښتنه کوي چې دغه غیر مشروع حکومتونه باید استعفا ورکړي او سمدستي دې ازاد نوي انتخابات دایر شي.
حکومت طبعاً دغه غوښتنې نه مني. عمران خان او د هغه ګوند د پاکستان اوسني حکومت د اردو د لوی درستیز مارشال عاصم منیر لاسپوڅې بولي او هغه د پاکستان اصلي حاکم ګڼي. پاکستان کې د نفوس د شمیرې له مخې پنجاب تر ټولو لوی ایالت دی، هر څوک چې په پنجاب کې رایې وګټي هغه په اسلام اباد کې د واک خاوند کېږي. په دې برسیره د پاکستان د ځمکني پوځ، هوايي قواوو او د بحري قواوو زعامت په سلو کې سل پنجابیان دي، د پنجاب سیاسي عامه افکار د پوځیانو په ذهنیت باندې هم ژوره اغیزه لري، نو ځکه حکومت وېریږي چې که چیرې عمران خان د محبس نه بهر راشي او په پنجاب کې د لکونو خلکو له خوا استقبال شي نو اوسني حکومت لپاره به په واک کې پاتې کېدل ګران شي.
د پاکستان په سیاست کې د پوځ لاس وهنو تل مسالې زیږولې دي، ځکه چې دا یو عادي یا نورمال پوځ نه دی، دا پوځ د پاکستان د تر ټولو غټو تجارتي شرکتونو، ساختماني شرکتونو، ترانسپورتي شرکتونو، بانکونو، د انشورنس شرکتونو او صنعتونو مالکیت لري او د دغې اقتصادي امپراتورۍ د ګټو د ساتلو لپاره په دولتي او حکومتي نظامونو کې ټاکونکی نفوذ لرلو ته اړتیا لري. ورسره د پوځ استخباراتي شبکې سیاسي ګوندونه اداره کوي او د هغوی څخه د سیاسي مهندسۍ لپاره استفاده کوي، چې د دغې لاس وهنې په نتیجه کې په هېواد کې سیاسي بې ثباتي او انقطاب منځ ته راځي.
په کال ۱۹۷۱ کې پاکستان ځکه تجزیه شوی وو او ختیځ پاکستان په یوه ازاد مملکت بنګله دېش بدل شوی و چې د هغه وخت د اردو لوی درستیز جنرال یحيی خان په ختیځ بنګال کې انتخابات ګټونکي سیاسي ګوند عوامي لیګ ته د سیاسي قدرت انتقالولو نه انکار کړی و، او نن هم انتخابات ګټونکی عمران خان په محبس کې دی او انتخابات بایلونکی شهباز شریف لومړی وزیر دی. د پاکستان پوځ ځان د پاکستان اصلي ساتونکی بولي خو په عمل کې د پوځ غیر قانوني سیاسي لاس وهنې پاکستان بې ثباته او په دایمي توګه بحراني ساتي.
دا داسې ده لکه چې د نیل دریاب مصر له یوې خوا خړوبوي خو له بلې خوا مصر د نیل په سیند کې راغلیو سیلابونو کې غرق کېږي. د پښتو د یوه پیژندل شوي شاعر سعدالله جان برق شعر دی
هم پايي په اوبو یې هم له زوره یې نړیږي زما د زړه په حق کې خو ستا مینه رود نیل دی
افغانستان د څو بهرنیو مداخلو او جګړو کوربه پاتې شوی، خو له زیانونو سره، هېڅ حاکم نهدی توانېدلی چې د جنګي غرامت موضوع راپورته کړي. داخلي بېثباتي، کمزوری دولتي بنسټ، پټ توافقات او نړۍوالې انزوا همېشه خاموشي خپره کړې.
دا یو تاریخي درس او د افغانستان د انزوا تکرارېدونکی سرنوشت دی.
یوې تاریخي کیسې ته تم کیږو؛ د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ په لسمه، په کابل کې د شوروي اتحاد سفارت د ولسمشر ډاکتر نجیبالله له دفتره د بېړني ملاقات غوښتنه کوي. په همدې ورځ د شوروي اتحاد لوړپوړی پلاوی —یولي وارنسوف، د ۴۰م پوځ قوماندان جنرال بوریس ګروموف او د شوروي پوځونو مشر سلاکار والنتین وارنیکوف—له ولسمشر نجیب الله سره ډېر مهم سیاسي بحث کوي. دا هغه وخت و چې شوروي پوځونه د وتلو وروستیو شېبو ته رسېدلي وو او د مسکو لپاره د جګړې سیاسي او حقوقي اغېزې خورا حساسې شوې وې.
د ډاکتر نجیبالله د دفتر رییس اسحاق توخی په خپل کتاب «د افغان واکمنو کرونولوژیک تاریخ» کې لیکي، چې د شوروي پلاوي اصلي هدف دا و چې ولسمشر نجیبالله یو رسمي سند لاسلیک کړي. د سند غوښتنه دا وه، چې افغانستان به د شوروي اتحاد پر وړاندې هېڅ ډول جنګي غرامت، جبران او یا رسمي ادعا نهکوي. په ساده ژبه، شوروي غوښتل د لس کلنې جګړې ټول حقوقي عواقب د یوې امضا په بدل کې پای ته ورسوي.
اسحاق توخی زیاتوي، چې ډاکتر نجیبالله دا غوښتنه رد کړه. هغه دلیل وړاندې کړ، چې دا ډول ملي پرېکړه د ولسمشر په صلاحیت کې نهده؛ یوازې لویه جرګه یې کولی شي.
د نجیب الله دغه دریځ هم قانوني ارزښت درلود او هم سیاسي حساسیت.
شوروي اتحاد داسې انګېرله، که د نجیبالله حکومت ډېر ژر سقوط وکړي، مجاهدین ښايي د شوروي له یرغل څخه د جنګي غرامت غوښتنه وکړي. خو کله چې مجاهدین واک ته ورسېدل، نه دا غوښتنه وشوه او نه یې د غرامت موضوع تعقیب شوه.
تاریخي تکرار
دا پېښه بېسارې نهوه. په نولسمه او شلمه پېړۍ کې برېتانویانو هم د افغانستان له شاهانو ورته تضمین غوښتې و، څو د خپلو یرغلونو او جګړو مسوولیت په بشپړ ډول له ځانه لرې کړي. افغان لوري هغه وخت هم ورته ځواب ورکړی و: دا واک یوازې د ملت دی.
دا موضوع د ۲۰۲۰م کال د دوحې په مذاکراتو کې هم راپورته شوې وه. د جمهوري نظام د سولې د ټیم یو غړی وايي، چې په دوحې تړون کې د جنګي غرامت موضوع د پټو ضمایمو برخه وه او طالبانو پر دې هوکړه کړې وه، چې دوی به له امریکا او ناټو څخه د جګړې تاوان نهغواړي.
دا ټول مثالونه یو ګډ ټکی لري: هر بهرنی قدرت، چې په افغانستان کې دخیل وي، هڅه کوي د جګړې د هر ډول حقوقي تعقیب مخه مخکې له مخکې وتړي.
خو اساسي پوښتنه دا ده، چې ولې افغان حکومتونه له جګړو وروسته دومره منزوي وي، چې د غرامت نوم هم نهشي اخیستلی؟
دا مساله څو ژور تاریخي، سیاسي او حقوقي ریښې لري:
۱. حکومتونه اکثراً د جګړې له لارې رامنځته شوي وي
د طالبانو اوسنۍ واکمني یې تازه مثال دی. نه نړۍوال مشروعیت لري او نه د قانوني دعوو د تعقیب ظرفیت پهکې موجود دی. کله چې دولت د مشروعیت له بحران سره مخ وي، د نړۍوالو پر وړاندې د ادعا کولو ځواک هم نهلري.
د برېتانویانو له مداخلې وروسته د امانالله خان پر وړاندې د یو شمېر خلکو منفي ذهنیت او پر هغه د الحاد تور پورې کولو پر هغه د ولس باور کم کړ او په نړۍواله کچه یې هم منزوي کړ، له شوروي مداخلې وروسته کورنی جنګ، د امریکا په مشرۍ د ناټو له مداخلې وروسته ګډوډي او بیا د طالبانو راتګ. دا تسلسل، حکومتونه کمزوري او ناپایدار ساتي.
۳. د لویو قدرتونو سیالۍ افغانستان نیابتي میدان ګرځوي
کله چې دولت د یوه قدرت پر ملاتړ ولاړ وي، د بل قدرت له ملاتړه بېبرخې کېږي. نو د غرامت هر ډول بحث نړۍوال فشارونه لا پسې حساسوي. غوره بېلګه یې د طالبانو حکومت دی، مخکې له دې چې واک ته ورسیږي، څو ځله یې د رهبرۍ په کچه د غرامت موضوع یاده کړې وه، خو د دوحې له تړون او واک ته له رسېدا وروسته یې ان یو ځل هم د غرامت مساله یاده نهکړه.
۴. دولتونه له بشپړ داخلي مشروعیته محروم وي
یو دولت چې د ټول ملت استازیتوب ثابت نهشي کړی، د نړۍوالو په سترګو کې د دعوې قانوني ظرفیت له لاسه ورکوي. د برهانالدین رباني په مشرۍ د مجاهدینو حکومت او د ملا هبتالله په مشرۍ د طالبانو حکومت د افغانستان د ټول ملت استازیتوب نهدی ثابت کړی، نو له همدې امله د ځان د بقا په موخه د غرامت مساله یاده شوې نه وه/ ده.
۵. د دولتونو ناپایداري د حقوقي تعقیب لړۍ شنډوي
افغانستان په څو لسیزو کې د سیاسي نظامونو مسلسل بدلونونه لیدلي، شاهي نظام په جمهوري نظام بدل شوی، جمهوري په کمونیستي اوښتی، ورپسې د نظام بڼه مجاهدینو بدله کړه، بیا پسې افغانستان طالبي نظام تجربه کړ او په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان یو ځل بیا د جمهوري نظام تجربه کړ او دا دی اوس یو ځل بیا افغانستان د طالبي نظام تر کنټرول لاندې دی.
دا ناپایداره بدلون د دې سبب شوی، چې هر حکومت د ځان د بقا لپاره هر ډول معاملې ته تیار شي او داسې موضوع په نړۍواله کچه راپورته نهکړي، چې پر دوی د نړۍوال فشار سبب شي.
په داسې شرایطو کې نه د نړۍوال حقوقي اسناد تنظیمیږي، نه قانوني تسلسل موجود وي او نه نړۍوالې محکمې دولت د اعتبار وړ ګڼي.
که په لنډه یې ووایو، افغانستان تل جګړو زیانمن کړی، خو د دې زیانونو جبران هېڅکله نهدی اخیستل شوی. دا د هېواد په سیاسي تاریخ کې یو تکرارېدونکی، دردناک او مهم درس دی: کله چې ملت او دولت کمزوري وي، د جګړې قربانیان دعوه نهشي کولی، چې ولې مې کور وران شو او ولې ووژل شوم؟