• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کابل کې د غلا په تور ۶ کسان نیولي دي

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۲۸ GMT+۰

په کابل کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وايي، شپږ هغه حرفوي غله یې نیولي چې د سرو زرو له هټیو به یې خلک څارل او بیا به یې سره زر ترې غلا کول. طالبانو ویلي، چې له دغه کسانو سره یې سره زر او دوه موټرسایکلونه هم نیولي دي.

یادې قوماندانۍ د دوشنبې په ورځ (د کب ۱۱مه) ویلي، چې دغه کسان د کابل په پغمان ولسوالۍ کې نیول شوي. د طالبانو به خبره؛ نیول شوي کسان به عدلي او قضايي‌ ادارو ته ور وپېژني.

ترویج لرونکی

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه
۱

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه

۲

محمودخان اڅکزی: تر هغې چې د پوځ او حکومت واکونه جلا نه‌شي، د پاکستان ستونزې به حل نه‌شي

۳

سوداګر: د افغانستان تازه میوې اوس عربي هېوادونو، مرکزي اسیا او اروپا ته صادرېږي

۴
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۵

له پاکستان څخه د کډوالو د جبري اېستنې پرېکړې افغانان اندېښمن کړي

•
•
•

نور کیسې

په فاریاب او بادغیس کې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین نن پیل شو

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۰۴ GMT+۰
په فاریاب او بادغیس کې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین نن پیل شو
100%

له «پولیو پاک افغانستان» سازمان وايي، چې د دوشنبې په ورځ (د کب ۱۱مه) د فاریاب او بادغیس ولایتونو په یو شمېر ولسوالیو کې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پیل شوی دی.

د یاد بنسټ په وینا؛ دغه کمپاین د فاریاب په پښتون‌کوټ، قیصار، المار، میمنه، شیرین‌تګاب او دولت‌اباد ولسوالیو او د بادغیس په بالامرغاب او غورماچ ولسوالیو کې عملي کېږي.

لاتر اوسه دا نه‌ده روښانه شوې، چې په دغه دوو ولایتونو کې به څومره ماشومان واکسین شي. ورته مهال د روغتیا نړۍوال سازمان د روان کال د لړم میاشتې په راپور کې ویلي، سره له دې چې په افغانستان کې د پولیو پېښې کمې شوې؛ خو له ډيورنډ کرښې سره نږدې په سویلي سیمو کې د یاد ویروس د لېږد ګواښ لاهم لوړ دی.

د راپورونو له مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې د پولیو ۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. افغانستان او پاکستان لاهم د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې په‌کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پېښې راپور کېږي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ له جګړو سره سم؛ په خېبر پښتونخوا کې د افغانانو نیول پیل شوي

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۴۵ GMT+۰
د طالبانو او پاکستان ترمنځ له جګړو سره سم؛ په خېبر پښتونخوا کې د افغانانو نیول پیل شوي
100%

د خېبر پښتونخوا ځایي چارواکي وایي، د یاد ایالت په بېلابېلو سیمو کې د بې‌اسناده افغانانو پر ضد عملیات پراخ شوي چې په ترڅ کې یې لسګونه افغانان نیول شوي او یو شمېر د تورخم له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د پولیسو او ځايي ادارو په وینا؛ دغه اقدامات د پاکستان او طالبانو ترمنځ تر وروستیو نښتو وروسته سخت شوي دي. د پېښور پولیسو ویلي، د ښار په بېلابېلو سیمو کې یې چاپې وهلې او بې‌اسناده افغانان یې نیولي؛ خو د ټولو نیول شویو کره شمېر لا روښانه نه‌دی.

په جمرود کې تر ۵۰ ډېر افغانان نیول شوي او د قانوني بهیر تر بشپړېدو وروسته به له دغه هېواده واېستل شي. ورته عملیات په لنډي کوتل کې هم پیل شوي، چې نږدې لس کسان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

بل لور ته د ډيورنډ په کرښه د روان وضعیت له امله د لنډي کوتل بازار د دویمې ورځې لپاره هم تړلی و. همداراز د سوات پولیسو هم ۸۰ کسان نیولي دي. د بنو په ولسوالۍ کې هم د بې‌اسناده افغانانو پر ضد ۵۰ قضیې ثبت شوې دي.

په همدې حال کې د مهمند ولسوالۍ ادارې په حلیمزۍ او صافي حوزو کې مېشتو افغانانو ته وروستی خبرداری ورکړل شوی، چې د پېښور ځانګړو پنډغالو ته ولاړ شي؛ کنه له سخت قانوني چلند سره به مخ شي.

ستانکزی: که افغان پوځ دوه ځله نه‌وای ړنګ شوی هېچا به هېواد ته په بده سترګه نشوای کتلی

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۲۸ GMT+۰
ستانکزی: که افغان پوځ دوه ځله نه‌وای ړنګ شوی هېچا به هېواد ته په بده سترګه نشوای کتلی
100%

د افغانستان د جمهوري نظام د ملي امنیت پخوانی ريیس محمد معصوم ستانکزی وايي، که د افغانستان پوځ د پردیو په اشارې دوه ځله په بشپړه توګه نه‌وای ړنګ شوی، نو نن به هېچا هېواد ته په بده سترګه نشوای کتلی او د تېري جرات به یې نه‌درلود.

محمد معصوم ستانکزي زیاته کړې: «که د افغانستان پوځ د پردیو په اشاره دوه ځله په بشپړه ټوګه نه‌وای ړنګ شوی، ملی او جهادي قوت په یوه قوت بدل شوی وای، نن به افغانستان په سیمه کی تر ټولو پیاوړی پوځ درلود او چا به هیواد ته په بده سترګه نشوای کتلی او د تېري جرات به یی نشو کولی. اوس هم د ستری پانګی ساتلو ته اړتیا ده».

هغه د کب ۹مې د سرتېري ملي ورځې ته په اشارې څرګنده کړې، افغان سرتېرو تل د هېواد او خلکو لپاره قرباني ورکړې او ټولنه د ملي یووالي د سمبول په توګه ورته درناوی لري.

د هغه په وینا: «د کب د ۹مې نمانځل په اوسنی حالت کې یوه خاصه ځانګړتیا لري، ځکه هېواد ورته اړتیا لري».

د کب ۹مه د سرتېري له ملي ورځې سره برابره ده. واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وړاندې به دغه ورځ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د شانداره مراسمو په جوړېدو سره نمانځل کېده او خلکو به هم سرتېري د ګلونو په ګېډیو نازول.

د طالبانو له بیا واکمنېدو سره دغه ورځ نه نمانځل کېږي او همداراز په افغانستان کې د پخوانیو سرتېرو ژوند له ګواښونو سره مخ دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبان باید د سیاستوالو د څرګندونو له امله رسنۍ بندې نه‌کړي

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۲۳ GMT+۰
د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبان باید د سیاستوالو د څرګندونو له امله رسنۍ بندې نه‌کړي
100%

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له‌خوا د محمد محقق اړوند «راه فردا» ټلوېزیون بندولو ته په غبرګون ویلي، چې طالبان باید د سیاستوالو د څرګندولو له امله رسنۍ بندې نه‌کړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له‌خوا د «راه فردا» ټلوېزیون تړلو ته سخت غبرګون ښودلی او یاده کړنه یې د بیان د ازادۍ او د ازادو رسنیو له اساسي اصولو سره په ټکر کې بللې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، چې طالبان باید د سیاستوالو د څرګندونو له امله رسنۍ بندې نه‌کړي.

په اعلامیه کې راغلي: «واکمن چارواکي باید د بیان ازادۍ او د هېواد د وضعیت په اړه د اشخاصو شخصي نظرونو ته که ورسره موافق وي او که نه، درناوی وکړي او د اړوندو رسنیو له تړلو ډډه وکړي».

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و: «د راه فردا ټلوېزیون د نشراتو د درولو او د محمد محقق د ملکیتونو د مصادره کولو پرېکړه له دې امله وشوه، چې نومړي د پاکستان د پوځي رژیم له لوري د افغان ملکي وګړو بمبار جایز بللی او د اسلامي امارت انتقامي بریدونه یې غندلي وو».

سرچینې: د هرات پر فضا جنګي الوتکې ګرځي

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۰۲ GMT+۰
سرچینې: د هرات پر فضا جنګي الوتکې ګرځي
100%

په هرات کې سرچینو د یکشنبې په شپه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې جنګي الوتکې د دې ولایت په اسمان کې ګرځي. دا لا تر اوسه نه‌ده مشخصه شوې چې دغه الوتکې د کوم هېواد اړوندې دي. دا په داسې حال کې ده، چې د هرات پر ګاونډ یعنې ایران د امریکا او اسراییل هوايي بریدونه لا هم دوام لري.

د هرات اوسېدونکو بیا افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د دغه ولایت پر فضا بې‌پیلوټه الوتکې ګرځي او د څو شېبو لپاره د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

له دې سره سم، د هرات د اسلام‌کلا پولې ته نږدې یوې سرچینې ویلي، چې د دغو الوتکو له الوتنې وروسته لږ تر لږه د دوو چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.

طالب چارواکو لا تر اوسه د دغو الوتکو د هویت او په دې ولایت کې د ډزو د لامل په اړه څه نه‌دي ویلي.