• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کابل کې د روسیې سفارت: طالبانو یو روسی ازاد کړ

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۰۳ GMT+۰

په کابل کې د روسیې سفارت وايي، چې پاول دمچنکو هغه روسي وګړی چې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا نیول شوی و، خوشې شوی دی. د روسیې د دولتي خبري اژانس «ټاس» په حواله، دمچنکو په ننګرهار کې د جاسوسۍ په تور نیول شوی و او بیا کابل ته لېږدول شوی و.

طالب چارواکو لا تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه‌دي ویلي او همداراز د دغه روسي د نیول کېدو د کره نېټې په تړاو هم څه نه‌دي ویل شوي.

د دمچنکو پورې اړوند د یوټیوب په پاڼه کې د مزارشریف، کندهار او کابل ښارونو ته د هغه د سفر ویډیوګانې لیدل کېږي چې ټولې د روان کال د سلواغې په میاشت کې خپرې شوې دي. داسې ښکاري چې نوموړی له یوې میاشتې څخه لږه موده د طالبانو په بند کې و.

پېژندل شوي روسي شنونکي اندري سرینکوف پر خپل ټېلګرام چینل لیکلي، چې یوټیوبر پاول دمچنکو ۴۰ کلن دی او د طالبانو د استخباراتو له‌خوا نیول شوی و.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د هند دفاع وزیر:که پاکستان کرار نه‌شي دا ځل به داسې ځواب ورکړل شي چې نړۍ به یې ننداره وکړي

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۵۲ GMT+۰

د هند دفاع وزیر راجنات سینګ وايي، د پاکستان پر ضد د هند «سندور» عملیات لا هم نه‌دي درول شوي او همداراز یې پاکستان ته خبرداری ورکړی، که دغه هېواد د هند پر وړاندې له خپلو ناسمو چلندونو لاس وانخلي، دا ځل به داسې ځواب ورکړي چې نړۍ به یې ننداره کوي.

راجنات سېنګ د پاکستان پر ضد د «سندور» په نوم تېرو عملیاتو ته په اشارې ویلي: «دا ځل به [پاکستان ته] داسې ځواب ورکړو چې نړۍ به یې ننداره وکړي». هغه په خپله وینا کې همداراز په ډاګه ویلي: «دا ځل به هېڅ ډول بښنه ونه‌شي».

هند د روان کال د غويي میاشتې په ۱۷مه د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر په پهلګام کې له یوه برید چې په‌کې ۲۶ سیلانیان ووژل شول د پاکستان پر ضد د «سندور» په نوم عملیات پیل کړل او یاده جګړه بیا د امریکا په مداخلې سره پای ته ورسېده.

پاکستان بیا تر اوسه د نوموړي د دغو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

پاکستان د طالبانو له مخالفانو سره تر سقوط وروسته دورې په اړه مشورې کوي

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۴۵ GMT+۰

د امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر وايي، چې پاکستان د طالبانو پر وړاندې څو اړخیزه تګلاره تعقیبوي او د دې ډلې له مخالفو ځواکونو سره د طالبانو د حاکمیت تر سقوط وروسته دورې د ترتیباتو په اړه مشورې کوي.

یاد بهیر د دوشنبې په ورځ، د کب ۱۱مه، پر خپل ایکس لیکلي چې پاکستان پنځه موازي ستراتیژۍ د یوې واحدې تګلارې لپاره پر مخ وړي.

دغه بهیر وايي، چې «اسلام‌اباد له طالبانو سره اوس خپلې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې په امنیتي او سیاسي وضعیت پورې تړلې دي او مهمې پولې یې بندې ساتلې دي».

زرغون بهیر ټینګار کړی چې پاکستان د افغانستان په هوايي فضا بشپړ کنترول لري او هدفي بریدونه کوي، په داسې حال کې چې طالبان اغیزناکه هوايي دفاع نه لري او نړیوال مشروعیت یې هم محدود دی.

زرغون بهیر خبرداری ورکوي چې طالبانو د غرور، ځانځانۍ او کم سیاسي لید له امله د یوې حقیقي «افغان‌محوره» حل لارې فرصت له لاسه ورکړی او اوس ښایي د اصلاح شرایط ډېر ناوخته وي.

د برېټانیا ځانګړي استازي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ستونزې پر سیاسي حل ټینګار کړی

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۴۰ GMT+۰

د طالبانو ویاند مرستیال وايي، چې د طالبانو د ریاست الوزرا رییس دفتر ملا عبدالواسع د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي سره انلاین ناسته کړې ده. ریچرډ لینډزي ویلي چې «جنګ د حل لاره نه ده، نو ښه به وي چې منځګړي هیوادونه لاس په کار او ستونزې د خبرو له لارې حل شي.»

د طالبانو ویاند حمد الله فطرت نن دوشنبه، د کپ پر ۱۱مه په اېکس کې لیکلي، چې د بریتانیا ځانګړی استازی د طالبانو او پاکستان جګړې په اړه وویل، چې «موږ حالات څارو او له دواړو خواوو سره په اړیکه کې یو».

هغه زیاته کړې،چې افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هیوادونه دی او ولسونه یې په یو او بل هیواد کې میشت دي او لندن د مذاکراتو له لارې د شته مسایلو د حل کولو ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړې چې هیڅ هیواد له کډوالو څخه د فشار د وسیلې په ډول د کار اخیستلو ملاتړ نه کوي او هر هیواد د دې پرېکړې حق لري چې کوم کډوال په هیواد کې ومني او کوم کډوال په پوره درناوي سره خپل هیواد ته ستانه کړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا دفتر رییس عبدالواسع ویلی، چې افغانستان او پاکستان له پخوا ښې اړیکې او همکارۍ سره لرلې او ددوی د مذاکراتو ټیم له دوی سره ناستې کړې، خو د هغوی د غیرمعقولو غوښتنو له امله هم مذاکرات بې پایلې وو او هم یې جنګ غوره کړ چې عواقب به یې ښه نه وي.

عبدالواسع ویلي:« غوره ده چې مسایل او ستونزې د خبرو له لارې حل شي او له همدې امله موږ تل د دوستو هیوادونو د منځګړتوب او مذاکراتو ملاتړ کړی، خو دا اوس په پاکستاني لوري پورې اړه لري چې مذاکراتو او که جنګ ته لومړیتوب ورکوي.»

نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستان حکومتي مسوولین د خپلو داخلي ستونزو د حلولو پرځای په مکرر ډول افغانانو ته ستونزې جوړوي.

د ایران د جګړې له امله په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۲۱ GMT+۰

د کابل په ګډون د یو شمیر ولایتونو اوسېدونکي وايي، چې پر ایران د امریکا او اسراییل له بریدونو او د طالبانو او پاکستان ترمنځ روانې جګړې وروسته د ډالرو په مقابل کې د افغانۍ ارزښت کم شوی په بازار کې د ی شمېر خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

په یو شمیر ولایتونو کې د بیو د کنټرول او احتکار د مخنیوي کمېسونونو له لوري د غوړیو او اوړو د بیو د لوړوالي له امله یو شمیر دوکانونه تړل شوي هم دي.

د کابل ښار یو اوسېدونکي وویل، چې اوړه او غوړي له ایران څخه نه راځي خو ځینو سوداګرو په غیرقانوني توګه بیې لوړې کړې دي او دوی له ځايي مسوولینو غواړي، چې په بازارونو کې د توکو بیې کنټرول کړي.

100%

د طالبانو د غزني ښاروالي ویاند د یو شمېر توکو د بیو د لوړېدو علت د ایران روانه جګړه یادوي چې له امله یې د توکو واردات او بیې اغیزمن شوي دي.

عبدالولي جلالزي ویلي، چې نن یې په غزني ښار کې له ټاکلي نرخنامې څخه د توکو د ګران پلورنې له امله ۸۰۰ هټۍ تړلې دي.

په همدې حال کې د طالبانو د کندهار ښاروالۍ هم په بازارونو کې د احتکار د مخنیوي لپار کمېسیونونه پلټنې پیلوي.

په ورته وخت کې د طالبانو د فراه ښاروالۍ هم په بازارونو کې د احتکار له امله ۱۰ هټۍ تړلې دي.

یو شمیر افغان سوداګرو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې له ایران څخه د یو شمیر خوراکي توکو په وارداتو په هېواد کې د خوراکي توکو بیې کنټرول وې خو ددې لارې په بندېدو سره په بازارونو کې د توکو کمښت ددې لامل کېږي، چې بیې لوړې شي.

دوی همدراز زیاتوي، چې که بدیلي لارې چارې ولټول شي نو د توکو بیې ورسره کنټرول کېدلی شي.

دوی د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ثبات ته هم اندېښمن دي او وايي، چې که په دې اړه اقدامات ونه شي نو په راتلونکو ورځو کې به افغانۍ نور هم خپل ارزښت له لاسه ورکړي.

د راپورونو پر بنسټ نن د کابل په بازارونو کې یو امریکايي ډالر ۶۶ افغانۍ بدلېده.

متقي له عراقچي سره په ټیلفوني اړیکه کې پر ایران د امریکا او اسراییل بریدونه وغندل

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۵۵ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره په ټیلیفوني خبرو کې پر ایران د امریکا او اسراییل بریدونه وغندل او د خامنه يي د وژل کېدو په اړه ېې د ایران ولس او حکومت سره خواخوږي وښوده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه د کب پر پر ۱۱مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په دې خبرو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د وروستیو پرمختګونو او په سیمه کې د روانو حالاتو په اړه سره وغږېدل.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې عراقچي د متقي د خواخوږۍ او دریځ د څرګندولو په ستایلو سره، د روان برید او د ایران د متقابلو اقداماتو په اړه د خپل هیواد نظرونه او ارزونه تشریح کړل.