د برېټانیا ځانګړي استازي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ستونزې پر سیاسي حل ټینګار کړی
د طالبانو ویاند مرستیال وايي، چې د طالبانو د ریاست الوزرا رییس دفتر ملا عبدالواسع د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي سره انلاین ناسته کړې ده.
ریچرډ لینډزي ویلي چې «جنګ د حل لاره نه ده، نو ښه به وي چې منځګړي هیوادونه لاس په کار او ستونزې د خبرو له لارې حل شي.»
د طالبانو ویاند حمد الله فطرت نن دوشنبه، د کپ پر ۱۱مه په اېکس کې لیکلي، چې د بریتانیا ځانګړی استازی د طالبانو او پاکستان جګړې په اړه وویل، چې «موږ حالات څارو او له دواړو خواوو سره په اړیکه کې یو».
هغه زیاته کړې،چې افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هیوادونه دی او ولسونه یې په یو او بل هیواد کې میشت دي او لندن د مذاکراتو له لارې د شته مسایلو د حل کولو ملاتړ کوي.
نوموړي زیاته کړې چې هیڅ هیواد له کډوالو څخه د فشار د وسیلې په ډول د کار اخیستلو ملاتړ نه کوي او هر هیواد د دې پرېکړې حق لري چې کوم کډوال په هیواد کې ومني او کوم کډوال په پوره درناوي سره خپل هیواد ته ستانه کړي.
د طالبانو د ریاست الوزرا دفتر رییس عبدالواسع ویلی، چې افغانستان او پاکستان له پخوا ښې اړیکې او همکارۍ سره لرلې او ددوی د مذاکراتو ټیم له دوی سره ناستې کړې، خو د هغوی د غیرمعقولو غوښتنو له امله هم مذاکرات بې پایلې وو او هم یې جنګ غوره کړ چې عواقب به یې ښه نه وي.
عبدالواسع ویلي:« غوره ده چې مسایل او ستونزې د خبرو له لارې حل شي او له همدې امله موږ تل د دوستو هیوادونو د منځګړتوب او مذاکراتو ملاتړ کړی، خو دا اوس په پاکستاني لوري پورې اړه لري چې مذاکراتو او که جنګ ته لومړیتوب ورکوي.»
د کابل په ګډون د یو شمیر ولایتونو اوسېدونکي وايي، چې پر ایران د امریکا او اسراییل له بریدونو او د طالبانو او پاکستان ترمنځ روانې جګړې وروسته د ډالرو په مقابل کې د افغانۍ ارزښت کم شوی په بازار کې د ی شمېر خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.
په یو شمیر ولایتونو کې د بیو د کنټرول او احتکار د مخنیوي کمېسونونو له لوري د غوړیو او اوړو د بیو د لوړوالي له امله یو شمیر دوکانونه تړل شوي هم دي.
د کابل ښار یو اوسېدونکي وویل، چې اوړه او غوړي له ایران څخه نه راځي خو ځینو سوداګرو په غیرقانوني توګه بیې لوړې کړې دي او دوی له ځايي مسوولینو غواړي، چې په بازارونو کې د توکو بیې کنټرول کړي.
د طالبانو د غزني ښاروالي ویاند د یو شمېر توکو د بیو د لوړېدو علت د ایران روانه جګړه یادوي چې له امله یې د توکو واردات او بیې اغیزمن شوي دي.
دوی د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ثبات ته هم اندېښمن دي او وايي، چې که په دې اړه اقدامات ونه شي نو په راتلونکو ورځو کې به افغانۍ نور هم خپل ارزښت له لاسه ورکړي.
د یاد سازمان په وینا؛ د امنیتي ملاحظاتو له امله د دغه کسانو هویت نه افشا کېږي، خو شته شواهد ښيي چې دغه ډول چلند د بیان ازادۍ او د رسنیو خپلواکۍ پر وړاندې د دوامداره فشار څرګندونه ده.
امسو د افغان خبریالانو او د هغوی د کورنیو پر وړاندې هر ډول ځورونه، نیونه او جبري ستنونه غندلې او ټینګار یې کړی، جبري ستنونه په داسې حال کې چې یاد کسان له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي؛ د نړۍوالو بشري حقونو او د کډوالو د خوندیتوب له اصولو ښکاره سرغړونه ده.
یاد سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د افغان کډوالو په ځانګړې توګه د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو خوندیتوب په برخه کې خپل نړۍوال مسوولیتونه ادا کړي او د نیول شویو کسانو د جبري لېږد بهیر ژر تر ژره ودروي.
امسو دارنګه له نړۍوالې ټولنې، د بشري حقونو له بنسټونو او د رسنیو له ملاتړو سازمانونو غوښتنه کړې، چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب لپاره بېړني او عملي ګامونه پورته کړي او د هغوی د بیا مېشتېدو او قانوني ملاتړ زمینه برابره کړي.
د امسو په وینا؛ د بیان ازادي د هرې ازادې ټولنې بنسټ دی او پر خبریالانو فشار، نیونه او جبري ستنونه نه یوازې د افرادو پر ژوند برید دی؛ بلکې د حقیقت او معلوماتو پر وړاندې هم جدي ګواښ بلل کېږي.