• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

لوړپوړی امریکایي کارپوه: د ایران جګړه به د پاکستان او طالبانو لپاره ناوړه پایلې ولري

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۵۶ GMT+۰

د اتلانتیک شورا لوړپوړی څېړونکی مایکل کوګلمن وايي، د ایران د جګړې له پیلېدو سره په منځني ختیځ کې د نښتو پراخېدل د اسلام‌اباد او طالبانو په تاوان تمامېدای شي، د هغوی اختلافات نور هم ژور کولی شي او د سیمې ثبات ته پراخ ګواښونه پېښوي.

کوګلمن د دوشنبې په ورځ په فارن پالیسي مجله کې لیکلي، چې پاکستان خپله ډېره برخه تېل او ګاز له منځني ختیځ څخه واردوي او سربېره پر دې، تر ۵ میلیونه ډېر وګړي یې د فارس خلیج په هېوادونو کې ژوند کوي.
پر ایران د امریکا او اسراییل د برید په لومړۍ ورځ، متحده عربي امارات هم د ایراني ځواکونو د توغندیزو بریدونو هدف وګرځول شو چې د راپورونو له‌مخې، په هغه ورځ یو پاکستانی وګړی ووژل شو.
کوګلمن باور لري، چې په ایران کې لا ډېره بې‌ثباتي کولای شي د پاکستان پولې ته د ډېرو کډوالو د ورتګ لامل شي. همدارنګه، د پاکستان د بلوچستان ایالت ته د ناامنیو د سرایت احتمال هم شته چې دا وضعیت د بلوچستان د ازادۍ پوځ د پیاوړتیا لامل کېدای شي. دا په داسې حال کې ده، چې دې ډلې په وروستیو میاشتو کې په دغه ایالت کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ضد پراخ خونړي بریدونه کړې دي.
دا امریکایی کارپوه وايي، چې په منځني ختیځ کې ناامنۍ د طالبانو په تاوان هم دي، ځکه چې د دې ډلې سیمه‌ییز متحدین یې د ایران په مسلې بوخت کړي دي. په داسې حال کې چې پاکستان د پنځمې پرله‌پسې ورځې لپاره د طالبانو د ادارې نظامي او ملکي تاسیسات بمبار کړي، دا احتمال کم دی چې سعودي عربستان او قطر پر اسلام‌اباد د جګړې د درولو لپاره فشار راوړي.
کوګلمن زیاتوي، چې قطر او ترکیې په تېرو میاشتو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب وکړ، خو اوس دا هېوادونه پر ایران د امریکا او اسراییل د برید د پایلو په مدیریت بوخت دي. تهران د دې لپاره چې پر امریکا فشار زیات کړي، د قطر او سعودي عربستان په څېر د خلیج د شتمنو هېوادونو پر خاورې یې بریدونه کړي دي.
که څه هم طالبانو د پاکستان پر وړاندې تند سیاسي دریځ نیولی او له دې هېواد سره د جګړې د دوام خبرې کوي، خو د دې امریکایي کارپوه په وینا، دغه ډله بشپړه جګړه نه غواړي او لېواله ده چې د خلیج د هغو بانفوذه هېوادونو په منځګړیتوب چې له پاکستان او طالبانو سره نږدې اړیکې لري، دغې شخړې ته د پای ټکی کېږدي. خو د هغه په وینا: «سعودیان او قطریان به یقینا په راتلونکو اوونیو کې د منځګړي د رول لوبولو توان او ظرفیت ونه‌لري».

ترویج لرونکی

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه
۱

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه

۲

محمودخان اڅکزی: تر هغې چې د پوځ او حکومت واکونه جلا نه‌شي، د پاکستان ستونزې به حل نه‌شي

۳

سوداګر: د افغانستان تازه میوې اوس عربي هېوادونو، مرکزي اسیا او اروپا ته صادرېږي

۴
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۵

له پاکستان څخه د کډوالو د جبري اېستنې پرېکړې افغانان اندېښمن کړي

•
•
•

نور کیسې

په کابل کې د روسیې سفارت: طالبانو یو روسی ازاد کړ

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۰۳ GMT+۰
په کابل کې د روسیې سفارت: طالبانو یو روسی ازاد کړ
100%

په کابل کې د روسیې سفارت وايي، چې پاول دمچنکو هغه روسي وګړی چې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا نیول شوی و، خوشې شوی دی. د روسیې د دولتي خبري اژانس «ټاس» په حواله، دمچنکو په ننګرهار کې د جاسوسۍ په تور نیول شوی و او بیا کابل ته لېږدول شوی و.

طالب چارواکو لا تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه‌دي ویلي او همداراز د دغه روسي د نیول کېدو د کره نېټې په تړاو هم څه نه‌دي ویل شوي.

د دمچنکو پورې اړوند د یوټیوب په پاڼه کې د مزارشریف، کندهار او کابل ښارونو ته د هغه د سفر ویډیوګانې لیدل کېږي چې ټولې د روان کال د سلواغې په میاشت کې خپرې شوې دي. داسې ښکاري چې نوموړی له یوې میاشتې څخه لږه موده د طالبانو په بند کې و.

پېژندل شوي روسي شنونکي اندري سرینکوف پر خپل ټېلګرام چینل لیکلي، چې یوټیوبر پاول دمچنکو ۴۰ کلن دی او د طالبانو د استخباراتو له‌خوا نیول شوی و.

د هند دفاع وزیر:که پاکستان کرار نه‌شي دا ځل به داسې ځواب ورکړل شي چې نړۍ به یې ننداره وکړي

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۵۲ GMT+۰
د هند دفاع وزیر:که پاکستان کرار نه‌شي دا ځل به داسې ځواب ورکړل شي چې نړۍ به یې ننداره وکړي
100%

د هند دفاع وزیر راجنات سینګ وايي، د پاکستان پر ضد د هند «سندور» عملیات لا هم نه‌دي درول شوي او همداراز یې پاکستان ته خبرداری ورکړی، که دغه هېواد د هند پر وړاندې له خپلو ناسمو چلندونو لاس وانخلي، دا ځل به داسې ځواب ورکړي چې نړۍ به یې ننداره کوي.

راجنات سېنګ د پاکستان پر ضد د «سندور» په نوم تېرو عملیاتو ته په اشارې ویلي: «دا ځل به [پاکستان ته] داسې ځواب ورکړو چې نړۍ به یې ننداره وکړي». هغه په خپله وینا کې همداراز په ډاګه ویلي: «دا ځل به هېڅ ډول بښنه ونه‌شي».

هند د روان کال د غويي میاشتې په ۱۷مه د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر په پهلګام کې له یوه برید چې په‌کې ۲۶ سیلانیان ووژل شول د پاکستان پر ضد د «سندور» په نوم عملیات پیل کړل او یاده جګړه بیا د امریکا په مداخلې سره پای ته ورسېده.

پاکستان بیا تر اوسه د نوموړي د دغو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

پاکستان د طالبانو له مخالفانو سره تر سقوط وروسته دورې په اړه مشورې کوي

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۴۵ GMT+۰
پاکستان د طالبانو له مخالفانو سره تر سقوط وروسته دورې په اړه مشورې کوي
100%

د امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر وايي، چې پاکستان د طالبانو پر وړاندې څو اړخیزه تګلاره تعقیبوي او د دې ډلې له مخالفو ځواکونو سره د طالبانو د حاکمیت تر سقوط وروسته دورې د ترتیباتو په اړه مشورې کوي.

یاد بهیر د دوشنبې په ورځ، د کب ۱۱مه، پر خپل ایکس لیکلي چې پاکستان پنځه موازي ستراتیژۍ د یوې واحدې تګلارې لپاره پر مخ وړي.

دغه بهیر وايي، چې «اسلام‌اباد له طالبانو سره اوس خپلې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې په امنیتي او سیاسي وضعیت پورې تړلې دي او مهمې پولې یې بندې ساتلې دي».

زرغون بهیر ټینګار کړی چې پاکستان د افغانستان په هوايي فضا بشپړ کنترول لري او هدفي بریدونه کوي، په داسې حال کې چې طالبان اغیزناکه هوايي دفاع نه لري او نړیوال مشروعیت یې هم محدود دی.

زرغون بهیر خبرداری ورکوي چې طالبانو د غرور، ځانځانۍ او کم سیاسي لید له امله د یوې حقیقي «افغان‌محوره» حل لارې فرصت له لاسه ورکړی او اوس ښایي د اصلاح شرایط ډېر ناوخته وي.

د برېټانیا ځانګړي استازي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ستونزې پر سیاسي حل ټینګار کړی

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۴۰ GMT+۰
د برېټانیا ځانګړي استازي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ستونزې پر سیاسي حل ټینګار کړی
100%

د طالبانو ویاند مرستیال وايي، چې د طالبانو د ریاست الوزرا رییس دفتر ملا عبدالواسع د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي سره انلاین ناسته کړې ده. ریچرډ لینډزي ویلي چې «جنګ د حل لاره نه ده، نو ښه به وي چې منځګړي هیوادونه لاس په کار او ستونزې د خبرو له لارې حل شي.»

د طالبانو ویاند حمد الله فطرت نن دوشنبه، د کپ پر ۱۱مه په اېکس کې لیکلي، چې د بریتانیا ځانګړی استازی د طالبانو او پاکستان جګړې په اړه وویل، چې «موږ حالات څارو او له دواړو خواوو سره په اړیکه کې یو».

هغه زیاته کړې،چې افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هیوادونه دی او ولسونه یې په یو او بل هیواد کې میشت دي او لندن د مذاکراتو له لارې د شته مسایلو د حل کولو ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړې چې هیڅ هیواد له کډوالو څخه د فشار د وسیلې په ډول د کار اخیستلو ملاتړ نه کوي او هر هیواد د دې پرېکړې حق لري چې کوم کډوال په هیواد کې ومني او کوم کډوال په پوره درناوي سره خپل هیواد ته ستانه کړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا دفتر رییس عبدالواسع ویلی، چې افغانستان او پاکستان له پخوا ښې اړیکې او همکارۍ سره لرلې او ددوی د مذاکراتو ټیم له دوی سره ناستې کړې، خو د هغوی د غیرمعقولو غوښتنو له امله هم مذاکرات بې پایلې وو او هم یې جنګ غوره کړ چې عواقب به یې ښه نه وي.

عبدالواسع ویلي:« غوره ده چې مسایل او ستونزې د خبرو له لارې حل شي او له همدې امله موږ تل د دوستو هیوادونو د منځګړتوب او مذاکراتو ملاتړ کړی، خو دا اوس په پاکستاني لوري پورې اړه لري چې مذاکراتو او که جنګ ته لومړیتوب ورکوي.»

نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستان حکومتي مسوولین د خپلو داخلي ستونزو د حلولو پرځای په مکرر ډول افغانانو ته ستونزې جوړوي.

د ایران د جګړې له امله په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۲۱ GMT+۰
د ایران د جګړې له امله په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي
100%

د کابل په ګډون د یو شمیر ولایتونو اوسېدونکي وايي، چې پر ایران د امریکا او اسراییل له بریدونو او د طالبانو او پاکستان ترمنځ روانې جګړې وروسته د ډالرو په مقابل کې د افغانۍ ارزښت کم شوی په بازار کې د ی شمېر خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

په یو شمیر ولایتونو کې د بیو د کنټرول او احتکار د مخنیوي کمېسونونو له لوري د غوړیو او اوړو د بیو د لوړوالي له امله یو شمیر دوکانونه تړل شوي هم دي.

د کابل ښار یو اوسېدونکي وویل، چې اوړه او غوړي له ایران څخه نه راځي خو ځینو سوداګرو په غیرقانوني توګه بیې لوړې کړې دي او دوی له ځايي مسوولینو غواړي، چې په بازارونو کې د توکو بیې کنټرول کړي.

100%

د طالبانو د غزني ښاروالي ویاند د یو شمېر توکو د بیو د لوړېدو علت د ایران روانه جګړه یادوي چې له امله یې د توکو واردات او بیې اغیزمن شوي دي.

عبدالولي جلالزي ویلي، چې نن یې په غزني ښار کې له ټاکلي نرخنامې څخه د توکو د ګران پلورنې له امله ۸۰۰ هټۍ تړلې دي.

په همدې حال کې د طالبانو د کندهار ښاروالۍ هم په بازارونو کې د احتکار د مخنیوي لپار کمېسیونونه پلټنې پیلوي.

په ورته وخت کې د طالبانو د فراه ښاروالۍ هم په بازارونو کې د احتکار له امله ۱۰ هټۍ تړلې دي.

یو شمیر افغان سوداګرو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې له ایران څخه د یو شمیر خوراکي توکو په وارداتو په هېواد کې د خوراکي توکو بیې کنټرول وې خو ددې لارې په بندېدو سره په بازارونو کې د توکو کمښت ددې لامل کېږي، چې بیې لوړې شي.

دوی همدراز زیاتوي، چې که بدیلي لارې چارې ولټول شي نو د توکو بیې ورسره کنټرول کېدلی شي.

دوی د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ثبات ته هم اندېښمن دي او وايي، چې که په دې اړه اقدامات ونه شي نو په راتلونکو ورځو کې به افغانۍ نور هم خپل ارزښت له لاسه ورکړي.

د راپورونو پر بنسټ نن د کابل په بازارونو کې یو امریکايي ډالر ۶۶ افغانۍ بدلېده.