تېرو ۱۱ میاشتو کې؛ د اوسپنۍ پټلۍ له لارې په انتقالاتو کې ۳۳ سلنه زیاتوالی راغلی

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حق شناس وايي، د روان ۱۴۰۴کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې د تېرکال د ورته مودې پرتله د اوسپنې پټلۍ له لارې په انتقالاتو کې ۳۳.۳ سلنه زیاتوالی راغلی. نوموړي زیاته کړې، چې په همدې موده کې یې بېلابېلو هېوادونو ته ۷۱زره ټنه سوداګریز توکي صادر کړي.
