• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مجاهد وایي د خواف- هرات اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو لېږد په نورمال ډول روان دی

۱۲ کب ۱۴۰۴ - ۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۵۴ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، چې د خواف- هرات د وسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو انتقالات په نورمال ډول روان دي او هېڅ ډول ځنډ په‌کې نه‌دی راغلی. هغه له سوداګرو وغوښتل، چې د سوداګریزو توکو بیې لوړې نه‌کړي.

په داسې حال کې چې له څو ورځو راهیسې پر ایران د اسراییل او امریکا بریدونه دوام لري، طالبان د افغانستان او ایران تر منځ د رېل پټلۍ له فعالوالي خبر ورکوي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د سې‌شنبې په ماخوستن (د کب ۱۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه وویل: «همدااوس له سوداګریزو توکو ډک رېل ګاډی د هرات ولایت روزنک تم ځای ته راورسېد چې ۴۲ واګونه سمنټ او ۲ واګونه MDF تختې په‌کې بار دي».

مجاهد همداراز هیله څرګنده کړې: «تمه ده د شپې په جریان کې په غذایي او سون توکو بل بار رېل ګاډی هم روزنک تم ځای ته راورسېږي».

د ایران د وسپنې پټلۍ د مسوولینو د معلوماتو له‌مخې، دمګړی د ایران په خاوره کې ۹۰۰ واګونونه افغانستان ته پر لاره دي او په نورمال ډول به هرات ته راورسېږي.

د طالبانو ویاند له سوداګرو څخه غوښتي، چې بې له کوم موجه دلیل څخه د سوداګریزو توکو بیې لوړې نه‌کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

اروپايي ټولنې په ۲۰۲۵ کال کې له افغانستان سره ۱۶۰ میلیونه یورو بشري مرسته کړې

۱۲ کب ۱۴۰۴ - ۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۰۹ GMT+۰

اروپايي ټولنه وايي، چې په افغانستان کې یې له شخړو سره همهاله د بېلابېلو توکو یوه چوپه د یوې الوتنې له لارې کابل ته لېږدولې ده. د یادې ټولنې په وینا، د اغیزمنو افغانانو د ملاتړ لپاره یې په ۲۰۲۵ کال کې د ۱۶۰ میلیون یورو بشري مرستې کړې دي.

د اروپايي ټولنې د بیړنۍ مرستندویه ادارې یوې مسوولې هادجا لاحبیب په اېکس کې لیکلي، چې په تېرو کلونو کې د بشري مرستو د رسولو لپاره ۴۰ الوتنې کابل ته شوې دي.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو ويلي، اروپايي ټولنې د يونېسف په همکارۍ افغانستان ته د ژوند ژغورنې تغذيوي توکي لېږلي چې له مخې به يې ۲۰زره سخت خوارځواکه ماشومان تر درملنې لاندې راشي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونېسف) د خبرپاڼې له مخې، د اروپايي ټولنې له لوري د تمويل شويو درېيو بېړنيو بشري الوتنو له ډلې لومړۍ الوتنه افغانستان ته رسېدلې او په ټوليز ډول به ۲۰زره د تغذیوي خوړو (RUTF) کڅوړې ولېږدول شي.

دغه خواړه د سختې خوارځواکۍ د درملنې لپاره کارېږي او د بېړنيو تغذيوي پروګرامونو بنسټيزه برخه ګڼل کېږي.

د يونېسف د معلوماتو له مخې؛ افغانستان له اوږدمهالې تغذيوي کړکېچ سره مخ دی او اټکل کېږي، چې له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۳.۷ مېليونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

اقتصادي بې‌ثباتۍ، جګړو او اقليمي پېښو د خوړو نه خوندیتوب لاپسې ژور کړی او بشري وضعيت يې خورا کړکېچن کړی دی.

د ښځو د وضعیت له اړخه افغانستان د ۱۸۱ هېوادونو د نوملړ په پای کې راغلی

۱۲ کب ۱۴۰۴ - ۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۴۸ GMT+۰

د سولې، امنیت او د ښځو د وضعیت په تړاو د جورج‌ټاون انسټیټوټ ۱۸۱ هېوادونه ارزولي چې افغانستان د ښځو پر وړاندې د تر ټولو کمزوري وضعیت له امله یو ځل بیا د ۱۸۱م مقام په ترلاسه کولو سره د لېست په پای کې راغلی.

په دې ارزونه کې ډنمارک د ښځو لپاره د غوره فعالیت له امله لومړی مقام خپل کړی دی.

تېر کال هم د سولې، امنیت او د ښځو د وضعیت په تړاو د جورج‌ټاون انسټیټوټ دراپور له مخې، افغانستان د نړۍ له ۱۸۸هېوادونو څخه د ښځو لپاره تر ټولو ناوړه هېواد ګڼل شوی و.

د راپور له مخې، د هغو لسو هېوادونو په ډله کې چې د ښځو د وضعیت او د هغوی د حقونو په برخه کې تر ټولو ټیټه کچه لري، چې افغانستان هم پکې شامل دی، له هرو پنځو ښځو څخه یوه یې د خپل ژوند له ملګري څخه د تاوتریخوالي تجربه لري.

په دې درجه بندۍ کې حتا سویلي سوډان، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، سوریه، د مرکزي افریقا جمهوریت او یمن له افغانستان څخه په لوړو رتبو کې راغلي دي.

دغه راپور چې د نړۍ په هېوادونو کې د ښځو د وضعیت د ارزونې لپاره په ۱۳ معیارونو ولاړ معلومات ارزولي، ښيي چې د افغانستان په ګډون له نیمایي زیاتو ښځو ویلي چې خپلو ټولنو کې د امنیت احساس نه کوي.

سربېره پر دې، له هرو څلورو ښځو څخه نږدې درې ښځې له وسله والو شخړو سره نږدې واټن کې ژوند کوي.

نوې شمېرې ښيي چې په نړۍ کې له هرو شپږو کسانو څخه یو تن د شخړو له ګواښ سره مخ دی.

خو له دې سره سره، د ښځو په حقونو کې شاتګ د شخړو او تاوتریخوالي له زیاتوالي سره په اندېښمنوونکي ډول هم‌مهاله شوی دی.

شخړو ته د ښځو نږدېوالی د هغوی پر هوساینې منفي اغېز کوي.

د افغانستان په څېر هېوادونه چې په دې درجه بندۍ کې تر ټولو کمزوری ځای لري، په څو نورو درجه بندیو کې هم کمزوری وضعیت لري.

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنې افغانستان ته د خوارځواکو ماشومانو لپاره تغذيوي توکي لېږلي

۱۲ کب ۱۴۰۴ - ۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۳۸ GMT+۰

ملګرو ملتونو ويلي، اروپايي ټولنې د يونېسف په همکارۍ افغانستان ته د ژوند ژغورنې تغذيوي توکي لېږلي چې له مخې به يې ۲۰زره سخت خوارځواکه ماشومان تر درملنې لاندې ونيول شي.

دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونېسف) په يوې خبرپاڼه کې کړې دي. د خبرپاڼې له مخې؛ د اروپايي ټولنې له لوري د تمويل شويو درېيو بېړنيو بشري الوتنو له ډلې لومړۍ الوتنه افغانستان ته رسېدلې او په ټوليز ډول به ۲۰زره د تغذیوي خوړو (RUTF) کڅوړې ولېږدول شي. دغه خواړه د سختې خوارځواکۍ د درملنې لپاره کارېږي او د بېړنيو تغذيوي پروګرامونو بنسټيزه برخه ګڼل کېږي.

يونېسف ويلي، په هېواد کې د دغه توکو د کمښت لامل د کورنيو تدارکاتي سرچينو د نشتوالي، له پاکستان سره د لارو د تړل کېدو او د مرستو کمښت ښودل شوی دی. په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي مشرې ويلي، اروپايي ټولنه د افغانستان له زيانمنو ماشومانو سره مرستو ته ژمنه ده او دغه مرسته به ۲۰زره ماشومان تر درملنې لاندې ونيسي.

په افغانستان کې د يونېسف استازي ټينګار کړی، چې د سختې خوارځواکۍ له امله د ماشومانو پر وخت درملنه د ژوند او مرګ ترمنځ توپير رامنځته کوي او دغه بېړنۍ مرسته به د درملنې بهير له ځنډ پرته روان وساتي.

د يونېسف د معلوماتو له مخې؛ افغانستان له اوږدمهالې تغذيوي کړکېچ سره مخ دی او اټکل کېږي، چې له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۳.۷ مېليونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي. اقتصادي بې‌ثباتۍ، جګړو او اقليمي پېښو د خوړو نه خوندیتوب لاپسې ژور کړی او بشري وضعيت يې خورا کړکېچن کړی دی.

حمدالله فطرت: د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو مناسب دریځ نه‌لري

۱۲ کب ۱۴۰۴ - ۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۰۰ GMT+۰

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا خپل اغېز او اعتبار له لاسه ورکړی او د افغانستان په تړاو مناسب دریځ نه‌لري؛ نو له همدې امله تمه هم ترې نه‌شي کېدای.

نوموړي ټینګار کړی، چې له پاکستان سره روانه جګړه «پر موږ تحمیل شوې» او طالبان دفاعي حالت کې دي. فطرت نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، له پاکستان سره جګړه شپږمې شپې ته غځېدلې او طالبان د جګړې دوام ته پوره چمتووالی لري.

هغه زیاته کړې: «جګړه په موږ تپل شوې، موږ دفاعي جګړه کوو او تر هغه به دوام ورکړو؛ څو چې تجاوز پای ته ونه رسېږي». د هغه په وینا؛ د کابل، لغمان، خوست، کندهار او کونړ په ګډون په څو ولایتونو کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د عامو خلکو کورونه بمبار شوي، ۱۱۰ ملکي وګړي وژل شوي، پراخ مالي زیانونه اوښتي او سلګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

فطرت وویل، طالبان د جګړې پلوي نه‌دي او چین، روسیې او یو شمېر اروپايي هېوادونو د جګړې د پای ته رسېدو لپاره هڅې او تماسونه نیولي دي. هغه زیاته کړه، د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له بېلابېلو هېوادونو سره خبرې کړې او ورته یې روښانه کړې چې جګړه پر افغانستان تپل شوې او له هغوی یې د درولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د پاکستان په اړه نوموړي وویل، طالبان د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه‌کوي او په پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي اعلامیې له دوی سره تړاو نه‌لري. هغه د امریکا د ولسمشر وروستی غبرګون هم «عجیب» وباله او ادعا یې وکړه، چې پاکستان یوازې په خپل سر دغه ډول بریدونه نه‌شي ترسره کولای.

فطرت زیاته کړه، چې د پاکستان سفارت تړل لاوختي دی؛ خو دوی خپل دریځ نړۍوالې ټولنې ته څرګند کړی دی.

ملګري ملتونه: د طالبانو او پاکستان په پنځه ورځنۍ جګړه کې ۱۴۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۲ کب ۱۴۰۴ - ۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۴۹ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په یوه راپور کې ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ په پنځه ورځنۍ جګړه کې په افغانستان کې ۴۲ کسان وژل شوي او ۱۰۴ نور ټپيان شوي دي. یوناما ویلي، چې د همدې جګړې له کبله ۱۶زره کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

یوناما د سې‌شنبې په ورځ (د کب ۱۲مه) د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ملکي‌ تلفاتو، د جګړې له کبله د زیانمنو شویو کورنیو او بشري وضعیت په اړه راپور خپور کړی. یوناما په دغه راپور کې پر ډیورنډ کرښه د جګړې د درېدو غوښتنه کړې او اندېښنه یې ښودلې، چې دغه جګړه د افغانستان بحراني بشري‌ وضعیت لا کړېکچنوي.

یوناما ویلي، چې د امنیت شورا د پرېکړه‌لیکونو سره سم په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه څېړنو ته دوام ورکوي. په راپور کې د ملکي‌ تلفاتو د لازیاتېدو په اړه اندېښنه ښودل شوې او لیکل شوي:« یوناما په افغانستان کې لږترلږه ۱۴۶ ملکي تلفات ثبت کړي دي، چې ۴۲ تنه وژل شوي او ۱۰۴ نور ټپیان شوي دي. په دوی کې ښځې او ماشومان هم شامل دي».

په راپور کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر (اوچا) د شمېرو له مخې راغلي، چې په پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، کونړ او خوست ولایتونو کې ۱۶زره او ۴۰۰ کورنۍ د همدې جګړې له کبله بې‌ځایه شوې دي.

یوناما ویلي، چې پر ډیورنډ کرښه روانې جګړې د کډوالو تګ‌راتګ سخت کړی او د بشري مرستندویه ادارو کارونه یې اغېزمن کړي دي. په راپور کې د خوړو نړۍوال پروګرام د شمېرو یادونه هم شوې، چې ۱۶۰زره خلک د خوراکي توکو د وېش د ځنډ له امله اغېزمن شوي‌ دي.

یوناما همداراز په ټولو خواوو غږ کړی، چې د نړۍوالو قوانینو او بشري حقونو په پام کې نیولو سره خپل مسوولیتونه ادا او په جګړه کې د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي.