په دې ارزونه کې ډنمارک د ښځو لپاره د غوره فعالیت له امله لومړی مقام خپل کړی دی.
تېر کال هم د سولې، امنیت او د ښځو د وضعیت په تړاو د جورجټاون انسټیټوټ دراپور له مخې، افغانستان د نړۍ له ۱۸۸هېوادونو څخه د ښځو لپاره تر ټولو ناوړه هېواد ګڼل شوی و.
د راپور له مخې، د هغو لسو هېوادونو په ډله کې چې د ښځو د وضعیت او د هغوی د حقونو په برخه کې تر ټولو ټیټه کچه لري، چې افغانستان هم پکې شامل دی، له هرو پنځو ښځو څخه یوه یې د خپل ژوند له ملګري څخه د تاوتریخوالي تجربه لري.
په دې درجه بندۍ کې حتا سویلي سوډان، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، سوریه، د مرکزي افریقا جمهوریت او یمن له افغانستان څخه په لوړو رتبو کې راغلي دي.
دغه راپور چې د نړۍ په هېوادونو کې د ښځو د وضعیت د ارزونې لپاره په ۱۳ معیارونو ولاړ معلومات ارزولي، ښيي چې د افغانستان په ګډون له نیمایي زیاتو ښځو ویلي چې خپلو ټولنو کې د امنیت احساس نه کوي.
سربېره پر دې، له هرو څلورو ښځو څخه نږدې درې ښځې له وسله والو شخړو سره نږدې واټن کې ژوند کوي.
نوې شمېرې ښيي چې په نړۍ کې له هرو شپږو کسانو څخه یو تن د شخړو له ګواښ سره مخ دی.
خو له دې سره سره، د ښځو په حقونو کې شاتګ د شخړو او تاوتریخوالي له زیاتوالي سره په اندېښمنوونکي ډول هممهاله شوی دی.
شخړو ته د ښځو نږدېوالی د هغوی پر هوساینې منفي اغېز کوي.
د افغانستان په څېر هېوادونه چې په دې درجه بندۍ کې تر ټولو کمزوری ځای لري، په څو نورو درجه بندیو کې هم کمزوری وضعیت لري.